Connect with us

تازه خبرونه

امریکا د دوحې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي

خپور شوی

د

د اسلامي امارت له بري او له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته د سرپرست حکومت ویاند وايي، امریکا د دوحې د تړون ژمنې نه دي پوره کړي.

د وږي نهمه یا د اګست ۳۱  له افغانستان څخه د امریکايي او ناتو ځواکونو د بشپړ وتلو سره سمون خوري؛ ذبیح الله مجاهد آریانا نیوز ته وویل؛ امریکا ژمنه کړې وه، چې د اسلامي امارت د مشرانو نومونه به له تورنوملړه لرې کوي، له نوي حکومت سره ښه سیاسي تعامل او د افغانستان د اقتصادي هوساینې په لاره کې به ټول خنډونه له منځه وړي.

ذبیح الله مجاهد تېرو دوه کلونو ته په نغوته کې اریانا نیوز ته ویلي؛ امریکا نه یوازې دا، چې په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، بلکې د اوسني نظام پر ضد درواغجن تبلیغات هم کوي.

د ذبیح مجاهد د څرګندونو له مې، امریکا د حکومت اقتصادي پلانونه ننګولي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخه یې نیولې او د رژیم پر ضد یې تخریبي فعالیتونه هم ترسره کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: امریکايي لوري ژمنې کړې وې، چې له بده مرغه یې پوره نه‌کړې؛ برعکس یې هڅه وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د پرمختګ مخه ونیسي.

د هغه وایي؛ له تورنوملړه د اسلامي امارت د مشرانو د نومونو ایستل او پر سفر بندیزونه هغه څه دي، چې د دوحې د هوکړې له مخې عملي شوي نه‌دي‌.

په افغانستان کې له شل کلن پوځي حضور وروسته د امریکا پر مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ائتلاف د ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال د وري پر نهمه / د ۲۰۲۱ ږېږدیز کال د اګست ۳۱ له ماتې وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شو.

که څه هم امریکا او لویدیځو متحدینو یې په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون پر مهال د جمهوري نظام، د اردو او نورو امنیتي بنسټونو پر جوړولو او همدارنګه د بیارغونې په برخه کې له ۲ تریلیون دالرو څخه زیاتې پیسې ولګولې؛ خو د دوی له وتلو سره جمهوریت او امنیتي بنسټونه و پرځيدل.

د ۲۰۰۱ ز. کال د سپتمبر پر ۱۱ په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوالو برجونو د القاعدې له برید وروسته امریکا او متحدینو یې د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان د یرغل پرېکړه وکړه او له دې پېښې نږدې یو کال وروسته یې د ۲۰۰۱ زېږد یزکال د اکتوبر میاشتې  پر ۷ نېټه د امریکا پرمشرۍ ناتو پرافغانستان لومړی هوايي او بیا ځکمنی برید وکړ، چې د شمال ټوالې د پليو ځواکونو پر مرسته یې شاوخوا یوه میاشت کې د طالبانو د هغه مهال حکومت رانسکورکړ.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج بوش ویلي وه، چې د افغانستان د اردو، متحدینو او زړورو جنګیالیو پر مهربانۍ د طالبانو رژیم پای ته رسیږي.

په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو له حضور وروسته داسې انګېرل کېده، چې په افغانستان کې به ثبات راشي او دا هېواد به پرمختګ وکړي.

د بن غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د نړۍ د قدرتونو په حضور کې جوړه شوه او غربي هېوادونو د افغانستان د ښې راتلونکې داسې ضمانت وکړ: مونږ غواړو، چې د افغانستان خلک وپوهیږي؛ کله، چې له طالبانو او القاعدې سره جګړه پای ته ورسیږي، دوی به یوازې پاتې نه‌شي.

د بن له غونډې وروسته په افغانستان کې جمهوري نظام رامنځته شو او د انتقالي دولت مشر حامد کرزي د ملي اردو د جوړولو هڅې پیل شوې.

امریکا پر ۲۰۱۱ ز. کال اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه او دا هغه وخت دی، چې واشنګتن له افغانستان سره د ډاډمنو وتلو ژمنه وکړه.

د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ویلي؛ ستاسې د ډېرو لپاره به دا وروستی سفر وي او د دې کال په پای کې مسوولیتونه لیږدول کیږي. افغانان به د خپل امنیت بشپړ مسوولیت پخپله غاړه واخلي او په افغانستان کې به د امریکا جګړه په مسوولانه وتلو سره پای ته ورسېږي.

هغه مهال دا ژمنه پوره نه‌شوه او امریکا د افغان حکومت د وضعیت د کابو کولو په اړه د اندېښنې له کبله خپل پوځي حضور روان وساته. ان دا، چې د افغانستان د جګړې درېیم امریکايي ولسمشر دونالد ترمپ هم ونه توانید، چې له افغانستان څخه پوځونه وباسي.

ترمپ وغوښتل، چې له افغانستان څخه ووځي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ۲۰۲۰ ز. کال کې د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د سولې تړون لاسلیک کړ.

جوبایدن، چې له ترمپ وروسته واک ته ورسېد؛ د ترمپ د ادارې لخوا د دوحې د هوکړې عملي کولو ته یې ځان مکلف وګاڼه.

د امریکا ولسمشر جو بایدن د یوه خبریال دې پوښتنې ته، چې طالبان به پر افغانستان واکمن شي؟ په ځواب کې ویلي، نه! داسې څه به رامنځته نه‌شي؛ خو په افغانستان کې واقعیت د جوبایدن له څرګندونو سره مخالف و، چې د امریکايي پوځیانو له وتلو مخکې د هېواد ټول ولایتونه د طالبانو لاس ته ورغلل او د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته ورسېدل.

وروستی امریکايي سرتېری د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست پر ۳۱ شپه د افغانستان له ځمکې الوتکې ته پورته او له فضا یې ووت، چې له دې سره په افغانستان کې د امریکا او نړیوالې ټولنې شل کلن ماموریت ناکام او پر نامسوولانه وتلو پای ته ورسېد.

د سیاسي شنونکیو پر اند؛ په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې له ښکېلو غاړیو او ولسي وګړیو ډېرې قربانۍ واخیستې.

په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د بهرنیو ځواکونو تلفات:

۲۴۶۱ امریکايي سرتېري

۳۸۴۶ امریکایي ملکيان او قراردادیان

۱۱۴۴ د ناتو سرتېري

د افغانانو تلفات:

نږدې ۴۸ زره ملکي وګړي

۶۶ زره سرتېري او نور امنیتي ځواکونه

 ۵۱۰۰۰ طالبان او د نورو ډلو غړي

۷۲ خبریالان او ۴۴۴ ملکي مرستندویان هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د امریکا پر اوږدې جګړې سربېره، امریکا او د هغې لویدیځو متحدینو د افغانستان د بیارغونې لپاره له دوه تریلیون دالرو زیاتې پیسې ولګولې او په دې شل کلونو کې یې په افغانستان کې د جوړو شویو حکومتونو او هم د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د متحدینو له وتلو سره د امنیتي بنسټونو په ګډون د جمهوري نظام ټول جوړښتونه له منځه ولاړل او دوام یې ونه کړ؟!

د امریکا پر مشرۍ نړیوالو افغانستان په دا سې حال کې  خوشې کړ، چې ډېري ټولنیز او اقتصادي بنسټونه يي د ویجاړولو ترڅنګ د افغانستان څه باندې نهه میلیارده دالر، چې په نړیوالو بانکونو کې وه؛ کنګل او د افغانستان پر مالي او بانکي سکتور يي بندیزونه وضعه کړل، چې مستقیم فشار يي د افغانستان ملت ته رسیږي او د غربي نړۍ د اقتصادي فشارونو لړۍ د دوه کلونو پر تېرېدو اوس هم روانه ساتل شوې ده.

له دې ټولو سره سره اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په هېواد کې د بې ثباتۍ او د زرګونه بې ګناه خلکو د وژنې لامل ګڼي او ټینګار کوي، چې له دې وروسته به د سیمې او نړۍ قدرتونو ته اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان پر خاوره یرغل وکړي او یایې د خپلو سیالیو ډګر وګرځوي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!