Connect with us

سوداگري

امریکا له افغانستان سره د مالي راکړې ورکړې نوی جواز صادر کړ

خپور شوی

د

د امریکا د خزانې وزارت د نوې سپارښتنې له مخې؛ نړیوال بسپنه ورکوونکي او خصوصي شرکتونه اجازه لري، چې په افغانستان کې له دولتي ادارو سره سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې وکړي.

د رویټرز خپوره شوی راپور ښيي، چې نوی جواز د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون ښکارندویي کوي.

له دې مخکې، نه یوازې د اسلامي امارت له مشرانو سره، بلکې په چارسمبالي حکومت کې د دوی تر څارنې لاندې له دولتي ادارو سره عادي سوداګریزې راکړې ورکړې بندې شوې وې.

تر تحریم لاندې مشرانو سره د راکړې ورکړې بندیز پخپل حال پاتې دی او د سینګاري توکو لیږد هم په نوي جواز کې شامل ندی.

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي، چې د اسلامي امارت پر ضد به بندیزونه روان وي او دا نوې هڅه به له خصوصي شرکتونو او مرستندویانو سره د مالیې او ګمرکي تصفیې په برخو کې مرسته وکړي.

رویټرز د امریکايي چارواکو له خولې څرګنده کړې؛ نوې اجازه د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده، چې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه پرې ونیول شي.

نوی جواز به د افغانستان ټولو دولتي ادارو هر یو مرکزي بانک، د پوهنې وزارت، د انرژۍ او اوبو وزارت، د مالیې وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د عامې روغتیا وزارت په ګډون ټولو دولتي شرکتونه او تصدیو ته د مالي حسابونو د لېږد اجازه ورکوي.

دا جواز نه یوازې له افغانستان څخه وارداتو او صادراتو ته، بلکې په افغانستان کې دننه سوداګریزیزو راکړې ورکړې ته هم اجازه ورکوي.

د دې جواز د ټینګار وړ برخې عبارت دي له:

  • د مالیاتو، ګمرکي محصولاتو لګښتونو، د جوازونو او عامه خدماتو اخیستل ترلاسه کول په دې شرط، چې په دې تادیاتو کې سینګاري توکي او خدمات شامل نه وي.
  • له افغانستان سره د مالي ادارو د راکړې ورکړې ترسره کول. په ځانګړي توګه په دې هېواد کې خصوصي او دولتي بانکونو ته د پیسو د حساب پاکول او لیږدول شامل دي.
  • په افغانستان کې د اقتصادي فعالیتونو اړوند مالي او مسلکي خدمتونه.
  • په افغانستان کې د اوبو، روغتیا، انرژۍ او برښنا په برخو کې د بیخبناوو د ساتنې او پراختیا اړوند هڅې.
  • په افغانستان کې د ملکي ترانسپورت د پراختیا او ساتنې د اړوند فعالیت په ګډون هوایي ترافیکو، هوايي چلند خدمتونو، د اورګاډي او سړکونو جوړولو او ساتنې ته پاملرنه.
  • د مخابراتو، پوست او پارسل پورې اړوند راکړې ورکړې.
  • افغانستان ته د معلوماتي توکو واردول او صادرول

د بشپړ راپور لپاره  دا راکاږئ!

سوداگري

افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

Published

on

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.

دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.

د لاجورد دهلیز یوه سیمه‌ییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!