تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې له هوايي بریدونو وروسته له پاکستان څخه د زغم غوښتنه وګړه
امریکا د دوشنبې پر ورځ له پاکستان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد په خپلو عملیاتو کې له زغمه کار واخلي.
د د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پیر د دوشنبې پر ورځ (د کب اتهویشته) ویلي، چې اسلامي امارت باید ډاډ ورکړي، چې له افغانستان څخه ترهګریز بریدونه پرې نکیږي.
د نوموړې غږ له هغې وروسته راپورته شو، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پکتیکا او خوست ولایتونو پر دوه ولسوالیو د یکشنبې پر شپه د پاکستان هوايي بریدونه وغندل او دا یې د افغانستان پر خاوره تېری یاد کړ.
مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په لمنه او د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبي سیمو کې د استوګنې پر کورونو بمبارد کړې دی.
د نوموړي د څرګندونوله مخې؛ په دغو هوايي بريدونو کې درې ښځې او درې ماشومان په پکتيکا او دوه ښځې په خوست ولایت کې وژل شوي دي.
ژانپیرد خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مونږ پر پاکستان د بریدونو او په افغانستان کې له بریدونو څخه د ملکي وګړو پر مرګ او ژوبله خواشیني یوو.
د سپینې ماڼۍ دې ویاندې له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې تروریستي ډلو ته د بریدونو اجازه ورنکړي.
هغه وایي: مونږ له طالبانو [اسلامي امارت] څخه غوښتنه کوو، چې تروریستي بریدونه به د افغانستان له خاورې نه کیږي. مونږ له پاکستان څخه هم غوښتنه کوو، چې له زغم څخه کار واخلي او ډاډ ترلاسه کړي، چې په ترهګرۍ ضد هڅو کې ملکي وګړیو ته زیان ونهرسیږي.
ژان پیر د پاکستان او اسلامي امارت له چارواکو وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
هغې زیاته کړې: مونږ غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو، چې افغانستان به بیا هیڅکله د تروریستانو پر خوندي ځای بدل نشي او غواړو امریکا یا زمونږ نورو شریکانو یا متحدینو ته هم زیان ونهرسیږي. مونږ دا موضوع پوره روښانه کړې او په دې اړه ټینګ یوو.
له دې مخکې د پاکستان حکومت یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې راغلي؛ دا عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ” د حافظ ګل بهادر پر ترهګرې ډلې ” ترسره شوي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې بهادر ډله له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای په پاکستان کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسووله وه، چې د سلګونو ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د مرګ او ژوبلې لامل شوې.
په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې پاکستان په تېرو دوه کلونو کې څو ځلې له اسلامي امارت سره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت تل ويلي؛ هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه19 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی19 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
