تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو هڅې کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر لوړ دی او دوی هڅې پیل کړي، چې د دې هېواد جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسیږي.
د طالبانو کاري ډلو او طالبانو په دوحه کې د سولې هوکړې پر عملي کړنلارې خبرې او مشورې پیل کړې دي.
د یوې امریکایي رسنۍ د راپور له مخې؛ د امریکا استخبارات نه غواړي په افغانستان کې خپل حضور کم کړي؛ خو طالبانو ویلي، چې په څو راتلونکیو ورځو کې یې له امریکا سره خبرې وروستۍ کیږي او تر دوه راتلوونکیو اوونیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګتن غواړي، چې د افغانستان له لوړ لګښت ډکه جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتکس ویلي؛ مونږ فکر کوو، چې په افغانستان کې د جګړې لګښت ډېر لوړ دی او اړتیا ده، چې دا جګړه پای ومومي. په همدې خاطر زلمي خلیلزاد د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره ډېر وخت ولګاوه؛ ځکه مونږ غواړو، چې سولې ته ورسېږو. مونږ د افغانستان له خلکو غواړو، چې د خپل حکومت برخلیک پخپله وټاکي او جګړه پای ته ورسیږي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي؛ پر وروستیو ټکو بحث روان دی او هیله من یوو، چې په څو راتلوونکیو ورځو کې یوې پایلې ته ورسیږو او په دوه اوونیو کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي. په دې ناسته کې به د اوربند پر ټینګښت هم خبرې وشي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د طالبانو پلاوي تاشکند ته په سفر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب له وړاندیز ملاتړ کړی دی.
د حکومت د ۱۵ کسیز پلاوي غړي وایي، دا ځل به له طالبانو سره د خبرو لپاره څرګند پیغام ولرو.
د حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحکیم منیب وایي، چې د مذاکراتو هر پړاو د سولې څرګند پیغام لري.
د سوله ییز بدلون بنسټ رییس داکتر فاروق اعظم وایي، چې په دې خبرو کې باید د خاموشه اکثریت استازي هم باید ګډون ولري.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د قطر له امیر سره د افغانستان د سولې خبرو د پرمختګ په تړاو تیلیفوني خبرې کړې دي.
ځینې راپورونه ښیي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې مسوده له ولسمشرغني او اجرائیه رییس سره شریکه کړې، چې د ټاکنو ځنډېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کول او طالبان د اسلامي امارت په نوم یادول په کې یاد شوي دي. افغان حکومت تر اوسه دا خبر ندی تائید کړی.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ