Connect with us

تازه خبرونه

امریکا له طالبانو سره پر غوره هوکړې کار کوي- مارک ایسپر

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، چې هېواد یې له طالبانو سره پر غوره هوکړې کار کوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر په پاریس کې له خپل فرانسوي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې څرګنده کړې؛ هېواد یې په داسې حال کې، چې له طالبانو سره د یوې سیاسي هوکړې په لټه کې دی؛ خو واشنګتن به د وروستیو تاوتریخوالو تر سیوري لاندې له دغې ډلې سره  هیڅ ډول هوکړه ونکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکا پدې اند ده، چې د پرمختګ غوره لار یوه سیاسي هوکړه ده او دا هغه څه دي، چې همدا اوس پرې چټک کار روان دی. دا پدې معنا نده، چې مونږ به هر ډول معامله وکړو؛ مونږ به پر دې ډاډ ترلاسه کړو، چې یوه ښه معامله وکړو، دومره ښه، چې زمونږ د هېوادونو پرمختګ تضمین کړای شي او افغانانو ته د راتلونکې لپاره روښانه لار پرانیزي.

نړیوال شنونکي هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو پر څرنګوالي کلکې نیوکې کوي او وايي؛ د ولسمشر غني په ګډون یو شمېر افغان چارواکي د طالبانو او د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د احتمالي هوکړې له کبله سخت اندېښمن دي.

دوحې ته د آریانا نیوز لیږل شوي خبریال زمریالي اباسین څرګنده کړې، چې یو شمېر نړیوال شنونکي هم دغه هوکړه اندېښمنوونکې بولي او وايي، دا به د امریکا لپاره ستونزې راولاړې کړي. په امریکا کې د سیاسي چارو تحلیلګر پروفیسر توماس جانسن وايي، د افغان حکومت سره له خبرو او اوربند پرته روان مذاکرات اندېښمنوونکي دي او دی یې په اړه سخت بدبین دی.

دی وايي، دا ډول مذاکرات استعمارګران کوي.

په کالیفورنیا کې د بحري ځواکونو پوهنتون استاد پروفیسور توماس جانسن وایي؛ زه فکر کوم  طالبانو د امریکايي ځواکونو له بشپړ خروج پرته نور هرڅه ترلاسه کړي. هغه څه، چې زما لپاره ځوروونکي دي؛ د اوربند نشتوالی دی. امریکا د اوربند غوښتنه ونکړه او زه نه پوهېږم، چې له اوربند پرته دا څنګه د سولې مذاکرات بلل کیدای شي. کله، چې د هوکړه لیک مسوده پامپیو ته واستول شوه؛ هغه یې له لاسلیکولو لاس واخیست.  دا؛ ځکه، چې یو شمېر جمهوري غوښتونکیو سناتورانو پر پامپیو او په ټوله کې د دغو مذاکراتو پر څرنګوالي سخت فشار اچولی دی.

پروفیسر جانسن پر دغو مذاکراتو بې باوره دی او له آریانانیوز سره په خبرو کې وايي، چې زلمی خلیلزاد باید د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک جزئیات له افغان حکومت، د امریکا له کانګرس او خلکو سره شریک کړي، چې پوه شو څه روان دي.

نوموړي ویلي؛ زه فکر کوم کانګرس له زلمي خلیلزاد وغوښتل، چې ورشي او د مذاکراتو د بهیر او اړوند مسایلو په اړه راپور ورکړي؛ خو خلیلزاد حتا د دې غوښتنې ځواب هم ونه وایه. دا د ترمپ د ادارې ځانګړتیا ده، چې دوی تل د کانګرس غوښتنې بابېزه ګڼي. 

زلمی خلیلزاد د نهم  پړاو خبرو له بهیره وویل، چې په اصولو کې له طالبانو سره د وروستۍ هوکړې پر مسودې سلا شوې او د مشورو لپاره ناڅاپه کابل ته ولاړ؛ خو د پنجشنبې پر ورځ بېرته ناڅاپه دوحې ته ورسید. په کابل کې یې له طالبانو سره د وروستۍ هوکړې د مسودې د ابهام په اړه د کابل اندېښنې پخپل ځای پرېښودې؛ طالبانو خپل بریدونه چټک کړل او پر ولایتونو او ولسوالیو او لویو لارو د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو جګړه تر بل هر وخت توده شوه.

دغه راز خلیلزاد له طالب استازیو سره د پنجشنبې پر ماښام د وروستۍ هوکړې پر سر او د جمعې د سهار تر دوه نیمو بجو خبرې وکړي او د جمعې پر ورځ یې هم د قطر د بهرنیو چارو وزیر او ملا برادر سره ولیدل.

دا په داسې حال کې ده، چې خبرې بیا هم د بندو دروازو ترشا وې او جزئیات یې له چا سره شریک نشول.

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.

د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.

ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.

دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونه‌باسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!