تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د هیرویینو لویه کارخونه ویجاړه کړه
دفاع وزارت څرګنده کړې؛ د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د دې ولسوالۍ پر توتو کلي ځانګړي عملیات تر سره کړي او سلګونه طالبانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
د سرچینې په خبرپاڼه کې راغلي: یاد کلی د طالبانو له شتون پاک شوی او د هیرویینو یوه لویه کارخونه یې ، چې عایداتي سرچینه یې وه؛ ویجاړه شوې او دغه راز زر بورۍ چرس هم سوځول شوي دي.
دفاع وزارت دا هم په ډاګه کړې؛ په دغو عملیاتو کې ۱۵۰ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې او څه باندې ۱۲۰ کړۍ ماینونه یې کشف او خنثی شوي دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې پیل شوې خپلمنځي خبرې پر ټپه درېدلي؛ تاوتریخوالی ډېر شوی او له امریکا سره د سولې هوکړه هم تر بیاکتنې لاندې ده.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ویزو پر آسانتیا او د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو په هرات ولایت کې د یوې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې پر آسانتیا، د اسلامکلا له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار کړی دی.
د هرات ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي هرات ته د خپل هېواد له سرقونسل سره په سفر کې د هرات له والي اسلامجار سره لیدلي او د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د هرات والي د وګړو لپاره د ویزو د ورکړې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، د اسلامکلا بندر له لارې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د دوغارون ـ اسلامکلا پر پوله د ټرانسپورټي ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
دغه راز په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال هم د ویزو د ورکړې د آسانتیا او د سوداګریزو لېږدونو د زیاتوالي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د شته ستونزو د اواري لپاره به لازم ګامونه پورته شي.
هرات او د اسلامکلا سرحدي بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو راکړو ورکړو د پام وړ برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
تازه خبرونه
د مزارشریف د روضې د بیارغونې بېړنی پروګرام پیل شو
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت څرګنده کړې، چې دې هېواد د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي ادارې(یونسکو) پر همکارۍ د مزارشریف ښار د روضې جومات د ژغورنې او بیارغونې بېړنی پروګرام پیل کړی، چې د وروستۍ زلزلې له کبله زیانمن شوی دی.
د ایټالیا سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي، دا نوښت د افغانستان د فرهنګي میراث د ژغورنې او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر نیت پلی کېږي.
د یاد سفارت د څرګندونو له مخې، دا پروژه د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ او د دې هېواد د تاریخي او فرهنګي آثارو د ژغورنې لپاره د ایټالیا او ملګرو ملتونو د ګډې ژمنې څرګندونه کوي.
د مزارشریف د روضې جومات د افغانستان له مشهورو تاریخي او مذهبي ودانیو څخه دی او هر کال د کورنیو او بهرنیو زرګونو زیارتکوونکو او سیلانیانو کوربه وي.
تازه خبرونه
د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۳۲۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د افغانستان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، له ۳۰۰ څخه ډېر افغان کډوال د پاکستاني زندانونو او بندخونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: په روانه اوونۍ کې ۳۲۵ افغان کډوال، چې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان هم په کې ول؛ د وخت له بېلابېل بند وروسته د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولډک له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، ۱۵۶ کسان د تورخم له لارې ننګرهار ولایت ته او ۱۶۹ نور د سپین بولډک له لارې کندهار ولایت ته دننه شوي دي.
وزارت زیاته کړې، راستانه شوي کسان د لېږد د آمریتونو له نوملیکنې او د همکارو بنسټونو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
له څو وروستیو میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې ګڼ افغان کډوال د قانوني استوګنې د اسنادو د نهلرلو یا د کډوالۍ اړوند ستونزو له کبله نیول شوي او وروسته افغانستان ته راستانه کړ شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoد نورستان سیلابځپلیو ته به هر اړخیزه رسېدنه وشي – ملا برادر په نورستان کې
-
Opinion4 days agoد چین د ۵ او ۱۵ کلنو پراختیايي پلانونه؛ د بريالیتوب رازونه او نړيوال درسونه
-
لوبی4 days agoد آسیا فوټبال د ۲۰۲۶-۲۷ پړاو لوبډلو د لوبو پچهاچونه د اګست پر اتهلسمه ترسره کیږي
-
تازه خبرونه2 days agoد سفر بندیز د افغان کورنیو د یوځای کېدا خنډ نهشي کېدی ـ د امریکا محکمه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoټرمپ پر ایران نوی برید وځنډاوه
-
تازه خبرونه22 hours agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoچین او پاکستان د ترهګرۍ ضد همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoپه کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
