Connect with us

لوبی

امید فوټسال لوبډله له جوانان میهن سره مساوی او اتحاد ۳ پر ۱ پیروزي پنجشېر وګاټه

په اته‌پنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۲۴, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټسال غوره لیګ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې اته‌پنځوسمه او نهه‌پنځوسمه زړه‌راکښونکې دوه سیالۍ تر سره کړې.

په اته‌پنځوسمه لوبه کې امید او جوانان میهن لوبډلې یوه د لیدو وړ لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورساوه. سره له دې، چې ګټونکی یې نه درلود؛ خو لوبه د تخنیکي او سپورټي لېوالتیا له کبله ډېره لیدونکې وه، چې لیدونکي یې تر وروستۍ شېبې پورې بوخت وساتل.

په نهه‌پنځوسمه لوبه کې اتحاد لوبډلې وکولی شول، چې پیروزي پنجشېر اف‌سي ته د ۳ د ۱ پر توپیر ماتې ورکړي.

دې بریا اتحاد ته درې ارزښتناکې نمرې پر بخه کړې او د سیالۍ په جدول کې یې د لوبډلې ځای لوړ کړ.

د سې‌شنبې د لوبې مهالوېش:

صادقت د زیتون پر وړاندې ماسبښین مهال ۳:۳۰

 دغه راز نورزاد د آریا فورج پر وړاندې د مازیګر ۵:۴۵

د سیالیو مینه‌وال کولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا ټلویزیون ATN څخه وګوري.

دا ژوندۍ خپرونه د کورنیو لوبو د ودې او د هېواد له فوټسال استعدادونو څخه د ملاتړ لپاره یو اړین ګام ګڼل کیږي.

لکه څنګه، چې د لیګ اړین پړاوونه نږدې کیږي؛ سیالي رالندیږي او هره لوبه کولی شي د لوبډلو برخه‌لیک بدل کړي.

لوبی

د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوه‌یمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه

هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۵

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوه‌یمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.

هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.

د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.

د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.

د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.

د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.

 

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

Published

on

د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.

تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووه‌لسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوه‌یمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نه‌دی او وروسته به اعلان شي.

د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینه‌وال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.

د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.

دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوه‌یمې پرله‌پسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.

په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.

د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.

تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوه‌یم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.

Continue Reading

لوبی

هارډیک پانډیا د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې له یوورځنیو سیالیو بې‌برخې شو

نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.

Published

on

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی هارډیک پانډیا د ورون د ټپ له کبله د افغانستان پر وړاندې د یوورځنیو نړیوالو سیالیو له لوبلړۍ بې‌برخې شوی دی.

پانډیا ته د ورون ټپ هغه مهال رامنځته شو، چې د ملا له پخواني ټپه رغېدلی و او د لوبو ډګر ته د بېرته ستنېدا اجازه ورکړ شوې وه.

نوموړي له دې مخکې د ملا د ټپ له کبله د هند په غوره لیګ کې د ممبي انډینز څو لوبې هم له لاسه ورکړې وې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، پانډیا په بنګلور کې د بدني چمتووالي د آزموینو پر مهال له نوي ټپ سره مخ شوی دی. ویل کېږي، نوموړی هغه مهال ټپي شوی، چې د بیاپیاوړتیا لپاره یې په روزنه او بدني آزموینه کې توپ اچاوه.

راپورونه ښیي، چې دغه ټپ به نوموړی د څو اوونیو لپاره له لوبو لرې وساتي؛ له همدې کبله به د افغانستان پر وړاندې په هغو درې یوورځنیو سیالیو کې برخه وانخلي، چې د شنبې پر ورځ په درمسالا ښار کې پیلېږي.

د پانډیا نه‌شتون د هند لوبډلې ته لویه تشه ګڼل کېږي، ځکه نوموړی د توپ‌وهنې او توپ‌اچونې په دواړو برخو کې د دې لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!