تازه خبرونه
امیر خان متقي د ایران او امریکا له هوکړې هرکلی وکړ
امیر خان متقي د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو او فکري بنسټونو په غونډه کې څرګنده کړه، چې د دې هوکړې عملي کېدا کولی شي د سیمې لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره له وروستۍ هوکړې هرکلی کړی او هیله من شوی، چې دغه هوکړه بشپړه عملي شي او د سیمې د ثبات په ټینګښت کې به مرسته وکړي.
امیر خان متقي د سېشنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو او فکري بنسټونو په غونډه کې څرګنده کړه، چې د دې هوکړې عملي کېدا کولی شي د سیمې لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.
هغه ټینګار کړی، چې جګړه او شخړې د سیمې ټولو هېوادونو ته زیان رسوي. په داسې حال کې، چې سوله او ثبات نه یوازې د سیمې د هېوادونو، بلکې د نړیوالې ټولنې پر ګټه هم دي.
متقي د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان د سیمهییزو اړیکو په اړه ویلي، چې د آذربایجان په ګډون د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې په وروستیو کلونو کې د عملمحورې، فرصتمحورې او همکارۍمحورې تګلارې پر بنسټ د پام وړ پراخې شوې دي.
هغه ویلي، څېړنیز مرکزونه او فکري بنسټونه یوازې اکاډمیک بنسټونه نهدي، بلکې د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د فکري شریکانو په توګه کولی شي د عملي او څېړنیزو حللارو پر وړاندې کولو د اختلافاتو په مدیریت او د سیمهییزې همغږۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
متقي هیله وښوده، چې دغه غونډه به د څېړنیزو همکاریو د نوي پړاو پیل وي او د علمي خبرو اترو، د نظرونو د تبادلې، د ګډې پوهې د تولید او په ټوله سیمه کې د همکاریو د نویو فرصتونو د پېژندلو لپاره به ښه زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې؛ افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ژور دیني، فرهنګي، تاریخي او جغرافیایي تړاوونه لري او باور لري، چې د سیمې باثباته، هوسا او خوندي راتلونکی یوازې د همکارۍ، متقابل باور، سیمهییزې نښلېدا او د ګډو ګټو د ګډ درک له لارې ترلاسه کېدی شي.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کېږي، چې کابل اوس هم هڅه کوي د منځنۍ آسیا له خپلو ګاونډ هېوادونو سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي؛ ځکه، چې سیمهییزې همکارۍ ورځ تر بلې د اقتصادي پراختیا او اوږدمهاله ثبات لپاره د یوه مهم بنسټ په توګه ګڼل کېږي.
تازه خبرونه
پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق خطر زیات کړی ــ ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې پر مناسبت خبرداری ورکړی، چې پرلهپسې کړکېچونو په افغانستان کې د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر زیات کړی او د قربانیانو د مخنیوي، پېژندنې او ملاتړ لپاره یې د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، له ګاونډ هېوادونو څخه د افغانانو پراخ جبري ستنېدا، د کوکنارو پر کرکیلې ولاړ اقتصاد کمزوري کېدا، د بشري مرستو کمښت، طبیعي پېښې او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه د خلکو زیانمنېدا څو برابره کړې ده.
د دغو بنسټونو د موندنو له مخې، یوازې ۱۱ سلنه راستنېدونکي ثابت کار یا کار و بار لري. په داسې حال کې، چې ۵۶ سلنه کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نهلري. نږدې نیمایي راستنېدونکي د پورونو او مالي مرستو پر مټ ژوند کوي، چې دا وضعیت د انساني قاچاق، جبري کار او نورو ښکېلاکي او استثماري کړنو خطر زیاتوي.
دواړو بنسټونو ویلي، چې قربانیان اوس هم ناامن کار، جبري مزدوري، جنسي ښکېلاک، د غلامۍ ورته حالتونو او آن د بدن د غړو جبري ایستلو ته اړ ایستل کېږي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ ښځې، ماشومان، راستنېدونکي او پوروړې کورنۍ تر ټولو ډېر له دې ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو دفتر استازي پولیاک اوک سري ویلي، اوسنيو فشارونو د انساني قاچاق او ښکېلاک خطر ډېر کړی او د مخنیوي او ملاتړ د هڅو پیاوړتیا ته جدي اړتیا شته.
همداراز د کډوالۍ نړیوالې ټولنې د افغانستان مشر میهیونګ پارک ویلي: د راستنېدونکو اوسنی شمېر د افغانستان د خلکو له وړتیا لوړ دی او که نړیواله ټولنه پراخ ملاتړ ونهکړي، ډېری راستنېدونکي به د کار، استوګنځي او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ شي؛ هغه وضعیت، چې کولی شي خلک د انساني قاچاق د شبکو ښکار کړي.
دواړو بنسټونو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د سیمهییزو همکاریو، د ملاتړو خدمتونو، د پرلهپسې معیشتي فرصتونو او د خوندي کډوالۍ لارو پر پراختیا د انساني قاچاق د دې مخ پر زیاتېدونکي ګواښ د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تازه خبرونه
څار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
تازه خبرونه
په پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بېپولې ډاکترانو ټولنې ویلي؛ په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د نیولکېدا او ایستلکېدا له وېرې روغتیايي مرکزونو ته نه ورځي، چې له کبله یې روغتیايي ستونزې زیاتې شوې دي.
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسي ماشومان د خوارځواکۍ او امیندوارې ښځې له روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.
بېپولې ډاکترانو ټولنې یو ځل بیا له پاکستان څخه وغوښتل، چې افغان کډوال دې جبري ایستلو ته نه اړ کوي.
دې بنسټ له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
یادې ټولنې د نجیب نومي یوه افغان کډوال بېلګه هم یاده کړې، چې د ثبت د ثبوت معتبر کارت یې درلود؛ خو د پولیسو د عملیاتو پر مهال نیول شوی و. د راپور له مخې، دې پېښې د هغه پر امیندواره مېرمن سخت رواني اغېز کړی او نوموړې د بیا نیول کېدا له وېرې د درملنې له ځنډولو وروسته خپل ماشوم له لاسه ورکړی دی.
بېپولې ډاکترانو خبرداری ورکړی، چې د ایستلو روان کمپاین د کډوالو د عاید سرچینې هم ګډوډې کړې او ډېرې کورنۍ یې د بېوسۍ او نامعلوم راتلونکي له ګواښ سره مخ کړې دي.
د دې ټولنې ګرځنده روغتیايي ډلې سږ کال د بلوچستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو ماشومانو ترمنځ د سختې خوارځواکۍ لوړه کچه ثبت کړې ده. د ارزول شویو ماشومانو له ډلې ۳۳.۳ سلنه په حادې خوارځواکۍ اخته ول، چې ۷.۶ سلنه یې له سختې او ۲۵.۷ سلنه یې له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ ول.
د رغېدل شویو خوارځواکو ناروغانو نږدې ۹۰ سلنه افغان کډوال دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان ول.
پاکستان د ۲۰۲۳ز.کال په نومبر کې د افغانانو د بېرته ستنولو طرحه پیل کړه. په لومړي پړاو کې بېاسناده افغانان پر نښه شول؛ خو وروسته دا لړۍ د افغان تابعیت کارت او د ثبت د ثبوت کارت لرونکو ته هم وغځېده. د جولای پر لسمه پاکستاني چارواکو د هغو افغانانو د نیولو او چټکې ایستنې امر وکړ، چې معتبرې ویزې نهلري.
بېپولې ډاکترانو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د څرګندونو له مخې ویلي، چې تر اوسه له ۲.۵ میلیون ډېر افغانان د دغې طرحې له مخې له پاکستان څخه ستانه شوي، چې ډېری یې په خپله خوښه ستانه شوي نهدي.
بېپولې ډاکترانو د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو غوښتي، چې جبري ستنول وځنډوي او هر ډول بېرته ستنېدا پخپله خوښه، خوندي، باعزته او د نړیوالو بشري مکلفیتونو له مخې ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او جبري ایستل زیات شوي او هره ورځ زرګونه افغانان هېواد ته جبري ستنېږي.
-
تازه خبرونه5 days agoد بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس په وسلهوال برید کې ساه ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد کابل ـ توکیو د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
-
تازه خبرونه4 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه4 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
تازه خبرونه5 days agoمتقي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره پر پراختیايي پروژو خبرې وکړې
-
International Sports4 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
لوبی5 days agoقوشتېپه او اخوت د غېږنیونې غوره لیګ پایلوبې ته ووتل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ

