تازه خبرونه
اوربند، لنډمهاله اداره او د طالبانو په حضور کې ټاکنې غواړو- محقق
د پاکستان په ناسته کې له ګډون وروسته ځینې سیاسیون له طالبانو سره یو ځای د لنډمهالې ادارې د جوړېدو په فکر کې دي.
د اجرائیه ریاست او په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد حنیف اتمردوه یم مرستیال محمد محقق، چې د پاکستان په ناسته کې یې ګډون کړی و، له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي: د سیاسیونو د سولې طرحه؛ اوربند، لنډمهاله اداره او د طالبانو په حضور کې ټاکنې دي.
د افغانستان د سولې او جګړې معادله او د پخلاینې طرحې جوړولو لپاره سیالۍ د پاکستان د سولې ناسته د سیاسیونو تر منځ د زرګړي جګړې د پراختیا سبب شوې او پاکستان ته د افغان سیاسیونو له رسیدو وروسته د ولسمشرۍ مانۍ د ویاند مرستیال سید شاه حسین مرتضوي پر خپلې فیس بوک پاڼې ولیکل، په دوه ګاونډ هېوادونو کې دوه پېښې، پخوانی نسل سیاسي ناستې ته تللي او نوی نسل د بریالیتوب په څو ګامونو کې.
نوموړي څرګنده کړې، چې … که د خبرو لپاره څه نلرئ، د ولسمشر د سولې طرحه ولولئ.
محمد محقق د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د مرستیال د خبرو په غبرګون کې، چې سیاسیون یې د ولسمشر د سولې طرحې لوستوته ور بللي په غصه داسې ځواب ورکوي؛ د ولسمشر غني د سولې طرحه انسان وژنه ده.
نوموړي زیاته کړې: مونږ د افغانانو پر خپل منځي خبرو راڅرخو؛ اوربند کوو او لنډمهاله اداره جوړوو. کله، چې ټولو اړخونو پرې هوکړه وکړه او قناعت تر لاسه شو بیا ټاکنې کوو.
ښاغلي محقق له طالبانو سره له خپل سیاسي آدرسه دوه ځله مخامخ په مسکو ناست کې کتلي دي او وایي، طالبان ارګ ته غاړه نه ږدي، حکومت ثبات ته رسیدل نه غواړي او یوازې واک تر لاسه کول غواړي،چې دا واک طالبان هم لري.
هغه زیاته کړې؛ ښه به داوي، چې سره ناسته وکړو؛ جګړه پای ته ورسوو او وروروژنه ودروو.
په داسې حال کې، چې د سولې خبرې اوج ته رسیدلي هیڅکله حکومت له سیاسیونو سره په یوه بحث پوهاوي ته ندي رسیدلي. د زیاترو په باور دا جلا جلا دریځونه کولی شي د افغانانو خپلمنځي خبرې له ستونزو سره مخ کړي او سیاسي اختلافونه به هم وروستي حد ته ورسیږي.
تازه خبرونه
په کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول 5G خدمات پیل شول
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس علي الله سروري سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ پر پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو برابرولو او د کیفیت پر ښهکېدا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیر سره شریک کړ او وایي؛ اوس د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په پلازمېنه کابل کې پر امتحاني ډول د ۷۴ انټنونو ظرفیت 5G ته لوړ شوی، چې د اړوند بنسټونو له چمتو کولو او له امتحاني دورې وروسته به یې د هېواد په نورو برخو کې هم پلی کړي.
دغه راز د دې شرکت مسوولانو ویلي، چې د هېواد شمال او جنوب ختیځ ولایتونو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزیر صاحب د سفر پر مهال له منظور شویو انټنونو څخه د ۸ سایټونو چارې بشپړې شوي، یو سایټ د بشپړېدا په حال کې دی او د دوه سایټونو رغنیزې چارې روانې دي او ډېر ژر به یاد ۳ انټنونه هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې د ټي ډي اف ۸ نورو سایټونو منظوري هم وړاندې شوې، چې د اترا ادارې له لوري به یې پر ټاکلې نېټه چارې بشپړې شي.
د علي الله سروري د څرګندونو له مخې؛ دې شرکت د ۲۰۲۶ز. کال له پیل راپدېخوا ۴۶ سایټونه د خپلې انکشافي بودجې له مخې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي او ۱۸۶ نور یې تر کار لاندې دي.
نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر او رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې دې وزارت د چارو په آسانتیا او مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو کې یې تل همکاري او لاسنیوی کړی دی.
د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر حمدالله نعماني په اوسني عصر کې د اړیکو او ارتباطاتو تر ټولو مهمه او بنسټیزه برخه مخابرات یاد کړل او ټینګار کوي، چې د مخابراتي سکټور د ښهکېدا او ودې لپاره به له مخابراتي شرکتونو سره ګډې هلې ځلې روانې وساتي او هڅه کوي، چې په هېواد کې د پرمختللې ټکنالوژۍ پر کارولو هېوادواولو ته با کیفیته خدمات وړاندې شي.
ویل کیږي، چې په ټولو قانوني برخو کې به د یاد وزارت او مخابراتي شرکتونو ګډه همکاري روانه وساتل شي.
تازه خبرونه
د افغانستان او بریټانیا استازيو د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو خبرې وکړې
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پهخپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع تېره ورځ د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره د بشري مرستو د آسانه لېږد د خنډونو پر لرې کولو بحث او خبرې کړې.
په دې کتنه کې، چې په ارګ کې ترسره شوې ریچارډ لینډزي افغانستان ته پهخپل سفر د خوښي څرګندولو ترڅنګ پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو توغندیزو بریدونو کې پر اوښتو ځاني تلفاتو د تسلیت وړاندې کولو تر څنګ ویلي؛ تاوتریخوالی باید ختم شي او پر باور جوړولو باید زیات کار وشي.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت له سوله ییز دریځ مننه کړې اوڅرګندوي؛ پاکستاني لوري ته یې دا پیغام رسولی، چې د باور جوړولو هڅه وکړي او دواړه لوري باید د صمیمیت فضا د رامنځته کولو لپاره مثبت ګامونه واخلي.
هغه زیاته کړې؛ جنګ دواړو خواو ته ستونزې او ناامیدي رامنځته کوي، د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید زړورتیا او سیاسي اراده وښودل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو لېږد ته اجازه ورکړل شي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رییس د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي د تسلیت او د ستونزو د حل په موخه د نوموړي له هڅو د مننې ترڅنګ د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې پر پوهنتون او د استوګنې پر کورونو د پاکستاني پوځیانو وروستي بریدونه وغندل.
ملا عبدالواسع ویلي؛ د ملکي خلکو په ځانګړي توګه د مېرمنو، کوچنیانو او استوګنې کورونو پر نښه کول هیڅ راز توجیه نهلري. مونږ نه تجاوز کړی او نه هم د تاوتریخوالي پلویان یوو؛ خو د افغانستان له حریم، ځمکني بشپړتیا او افغانانو څخه دفاع زمونږ مسلم حق دی.
نوموړي د افغانستان لپاره د بربریټانیا ځانګړي استازي او ټولو هغو دوستو هېوادونو او ارګانونو څخه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې ختمولو هڅې کوي د حقایقو د درک غوښتنه وکړه او وایي؛ مقصر لوری باید ملامت شي.
هغه ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل له پاکستان سره د تاوتریخوالي پای ته رسول او د دوستانه اړیکو پیاوړي کول غوښتي؛ خو مونږ هیچاته اجازه نهورکوو، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
ملا عبدالواسع په تېرو څلور لسیزو کې له افغان مهاجرینو د پاکستان کوربتوب ته په نغوته(اشاره) کې ویلي؛ افغان مهاجرینو د هجرت پر مهال د پاکستان اصول او قوانین مراعت کړي، پاکستانی لوری دې هم د مهاجرینو حقونو ته پابند واوسي او افغانانو ته دې ضرر نهرسوي.
نوموړی وایي: سوداګریزي او ټرانزیټي اړیکې او د بشردوستانه مرستو لېږد باید د سیاسي مسایلو تر اغېز لاندې را نهوستل شي. مونږ د بشري مرستو د لېږد په برخه کې خنډونه نهدي رامنځته کړي؛ که پاکستان د شخړو ختمولو لپاره یو ګام اخلي، اسلامي امارت به دوه ګامه واخلي.
تازه خبرونه
حقاني د روسیې له استازي سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د سېشنبې پر ورځ( د وري اتمه ) د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او همدارنګه پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي مسلو خبرې شوې دي.
دواړو لوریو په سیمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی3 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
تازه خبرونه2 days agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
-
نړۍ3 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
څار4 days agoڅار: د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې
