تازه خبرونه
ایران د افغانستان له پولو څخه د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې نوي واکمن په سرحدي پوستو کې پوره ځواک نلري او ایران باید په یو اړخیزه توګه د پولو امنیت ټینګ کړي.
ایران د افغانستان له پولو څخه د دغه هېواد خاورې ته د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه لري.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد پولې اوس پیاوړې شوي او پولو ته نور ځواکونه استول شوي دي.
حسن کاظمي قمي وايي، د افغانستان سرپرست حکومت له دغه هېواد سره سرحدي نقطو ته په کافي اندازه ځواکونه ندي لېږدولي او د افغانستان سرحدي پوستې هم کافي ځواکونه نلري.
نوموړی وایي: امریکا د شر په لټه کې ده. زمونږ له لویو کارونو څخه یو له افغانستان سره مرسته کول دي، چې افغانستان په یوه سم لوري روان شي او د شرارتونو په جال کې راګیر نشي. له نېکه مرغه د افغانستان د حکومت د همکارۍ له کبله داعش ندی توانېدلی، چې زمونږ په پولو کې نفوذ وکړي؛ خو اوس یې هم ګواښ پخپل ځای دی، ځکه د نوي حکومت ځواکونه په ډېرو سرحدي پوستو کې حضور نلري او که وي هم ځانګړی یونیفورم نلري. مونږ اړ یوو، چې د پولو د خوندیتوب لپاره په یو اړخیزه توګه امنیت ټینګ کړو. په افغانستان کې د میدان پریښودل په دې معني دي، چې ترهګري به هلته غښتلې او لمن به یې زمونږ پولو ته پراخه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان په پولو کې یې پر پرمختللیو پوځي تجهیزاتو سمبال ۴۵۰ امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي دي.
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازی هم د افغان حکومت د مشروعیت مسلې ته نغوته کوي او وايي؛ د ایران حکومت به له افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي؛ خو تهران به تر هغې، چې یو جامع حکومت جوړ نشي نوی حکومت به پر رسمیت ونه پېژني. هغه وايي، که حکومت د نړيوالې ټولنې لخوا پر رسميت وپېژندل شي، بايد د خلکو ملاتړ ولري او د خلکو هيلې په پام کې ونيسي.
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وایي: له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولګډونه حکومت په رامنځته کېدو پورې اړه لري. داسې یو دولت کولی شي له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او د ودانیزو او پرمختیايي پروژو چارې پرمخ بوځي. له همدې کبله مونږ غواړو، په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړو، چې د بیارغونې او رغنیزو چارو پر لوري حرکت وکړي او دا کار د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته امکان نلري. افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل وکړي. دا تعامل تر هغو ممکن ندی، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني او یو ټولګډونه حکومت جوړ نکړي.
افغان دولت اوسنی حکومت ټولګډونه ګڼي؛ خو ټینګار کوي، چې اصلاحات به راولي.
د یوه کال له تېرېدو سره هیڅ هېواد له افغانستان سره د رسمي دیپلوماتیک تعامل لپاره زړه ندی ښه کړی؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونو له کابل سره په بېلابېلو برخو کې تعامل ته مخه کړې ده.
تازه خبرونه
نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلامآباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.
د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلامآباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.
په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بېځایه شوي دي.
دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.
ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.
دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نهکوي.
دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.
همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.
د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بېپروايي او بېتفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه23 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی24 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه23 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
