تازه خبرونه

ایران غواړي د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته بشري مرستې واستوي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “ایران د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.”

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلیو سیمو ته بیړنۍ او بشري مرستې واستوي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي: “ایران د افغانستان زلزله ځپلیو سیمو ته د بشري مرستو د لیږلو لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.”

نوموړي د ویجاړونکې زلزلې په اړه، چې دا ځل یې د افغانستان په شمال کې هم ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه واړول؛ د افغانستان حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته خواخوږي څرګنده او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله وکړه.

د زلزلې شدت په کابل، مزار شریف او سمنګان ولایتونو کې احساس شوی.

ویل کیږي، چې د افغانستان په شمال کې رامنځته شوې زلزلې له ۲۷ ډېر کسان شهیدان کړل، له ۹۰۰ ډېر ټپیان او له ۹۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version