Connect with us

سوداگري

بازار ته به د اړتیا وړ ډبرو سکاره راووځي او بیې به یې راټيټې شي – چارواکي

خپور شوی

د

د ژمي له رارسېدو او په هېواد کې د سوند توکو د بیو له لوړېدو سره سم د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې ډېر ژر به د اړتیا وړ ډبرو سکاره بازار ته راووځي او بیې به یې هم راټیټې شي.

د هیواد یو شېیر اوسیدونکي  له چارواکو غوښتنه کوي،  چې د پلا زمېني په ګډون د هېواد په  یو شمېر ولایتونو کې هوا ورځ  تر بلي مخ پر سړېدو ده، چې  له کبله يي د سوند توکو قیمتو نه لوړ شوي  دي.

دوی له چارواکو غواړي، چې د هېواد پر بازارونو خپله څارنه او نظارت ډېر کړي.

د هېواد یو شمېراوسیدونکي وايي، چې د تېلو، اوبلن ګازو، لرګیو او د ډبرو سکرو بیې د تېر کال پر پرتله دوه  برا بره لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسیدونکی عزت الله وایي: د ډبرو سکرو بیې د تېر کال پر  پرتله دوه  برابره لوړې شوي؛ یو ټن له ۸ زرو څخه ۱۶ زره افغانیو ته پورته شوي. هیله لرو، چي د اسلامي امارت مسوولین د خلکو دغه ستونزې حل کړي.

د خصوصي سکتورغړي هم  څرګندوي،  چې د هېواد په بازارونو کې باید د ډبروسکرو د بیو د څارنې لپاره هڅې ګړندۍ شي.

د صنایعو او کانونو خونې غړی عبد النصیر رښتیا وایي؛ د ډبرو سکرو قیمتونه باید زمونږ په خپلو بازارونو کې راتيټې شي. اسلامي امارت باید هغه سوداګر، چي احتکار او انحصار کوي؛ باید وڅاري او د قانون منګلو ته يي وسپاري.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت  وايي،  چې د هېواد بازارونو ته  به  ډېر ژر د اړتیا وړ د ډبرو سکاره ور کړي او قیمتونه  به هم کنترول شي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: مونږ د هېواد په بازارونو کې د ډبرو سکرو د ستونزې  د اوارولو ره میکانیزم کار کوو، چې کورنیو مارکیتونوته کافي ډبرو سکاره برابر کړو .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د قیمتونو د کنترول بهیر يي  پیل کړی او زیاتوي؛  که هرڅوک  پخپلسر د ډبرو سکرو قیمتونه لوړکړي، نو قانوني چلند به  ور سره وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر ویلي: مونږ پر کورني مارکیت څارنه لرو. د ډبرو سکرو قیمت باید ټیټ وي؛ ځکه مونږ د کورني مارکیت په ډبرو سکرو هیڅ  ډول تعروفه نده وضع کړې، نو باید قیمتونه لوړ نه وي.

د اقتصادي چارو کار پوهان هم  د افغانستان  له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د سوند توکو د کنترول  لپاره جدي نظارت پیل کړي، چې ځیني  فرصت  طلبو سوداګرو د نا قانونه هحو مخنیوی  وشي.     

سوداگري

افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

Published

on

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.

چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.

د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.

دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.

د لاجورد دهلیز یوه سیمه‌ییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمه‌ییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading

سوداگري

د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

Published

on

  د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنې‌پټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنې‌پټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.

د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:

د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه

د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه

د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه

د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه

په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!