تازه خبرونه
ټرمپ ایران ته د چینايي بنسټونو د مرستې راپور رد کړ
« والسټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د جولای له هغه برید مخکې، چې درې امریکايي سرتېري په کې ووژل شول، د دغې اډې سپوږمکیزو انځورونو ته لاسرسی موندلی و.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې چینايي بنسټونو ایران ته په اردن کې د یوه امریکايي پوځي اډې سپوږمکیز انځورونه لېږدولي دي.
« والسټریټ ژورنال» د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ایران د جولای له هغه برید مخکې، چې درې امریکايي سرتېري په کې ووژل شول، د دغې اډې سپوږمکیزو انځورونو ته لاسرسی موندلی و.
ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې کې له چینایي ولسمشر شي جینپینګ سره د راتلونکې لیدنې پر مهال د دې موضوع د مطرح کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې چین او امریکا دواړه د جاسوسۍ او څارنې فعالیتونه لري.
هغه له شي جینپینګ سره خپلې اړیکې هم ښې وبللې او وایي، چې دواړه هېوادونه « معقول» چلند کوي.
د راپورونو له مخې؛ ټرمپ او شي جینپینګ ټاکل شوې، چې د سپټمبر پر څلیریشتمه په امریکا کې سره وګوري؛ خو چین تر اوسه دا لیدنه تائید کړې نهده.