Connect with us

تازه خبرونه

تولیدي شرکتونه دې خپل محصولات معیاري کړي – ملا عبدالغني برادر

خپور شوی

د

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د یو مسوول حکومت په توګه له ټولو صنعتکارانو او تجارانو څخه په کلکه ملاتړ کوي او هیله من دی، چې خپل فعالیتونه او خدمتونه پر معیارونو برابر کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (سې شنبه د تلې ۲۶) د نورم او ستندرد ادارې په اقتصادي غونډه کې د ملي اقتصاد د ودې لپاره د افغانستان د اوسپنې د استخراج له سکتور څخه د ملاتړ او هڅونې تر عنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې صنعتکاران د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. له همدې کبله اسلامي امارت د کورنیو تولیدي شرکتونو د اړتیا وړ توکو د برابرولو لپاره د زاړو او داغمه اوسپنو صادرات او قاچاق بند کړي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي: زه د یو مسوول په صفت پر صنعتکارانو او تجارانو غږ کوم، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي؛ ځکه اسلامي امارت که د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ لپاره صنعت ته ترجیح ورکوي،خو کیفیت او معیار بیا ورته تر ټولو لومړیتوب لري.

ملا برادر وايي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې صنعتکارانو ته د برښنا د برابرولو تر څنګ د مالي امنیت په تأمین کې هم ډېرې هڅې وکړي.

عبدالغني برادر زیاته کړې، چې له هېواد څخه د زړو اوسپنو د ایستل کېدو د مخنیوی هدف دا و، چې  د کورنيو  تولیدوونکيو د خامو موادو اړتیا پوره شي  او د خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي.

نوموړی وایي: د افغانستان اسلامي امارت په پام کې لري، چې د رڼو او شفافو پروسو له لارې د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کړي، چې په راتلونکي کې زمونږ د اوسپنې ویلې کوونکې کارخونې د خامو موادو له کمښت سره مخ نشي. 

د افغانستان د نورم اوستندرد ادارې او د ښارجوړوني  وزارت هم د هېواد د اوسپنې ویلې کولو د کارخونو له  مسوولینو غوښتي، چې د خپلو تولیداتو په ستندرد کولو کې پوره هڅه وکړي او خپل ولس ته  باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د ښار جوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني وایي: اړینه ده، چې په هېواد کې د ټولو اقتصادي فعالیتونو د ستندرد کیدو لپاره کار وشي. زه خوښ یم، چې د ستندرد ادارې له فعالیتونو سره مونږ د ستندر کیدو پر لوري حرکت پیل کړ.

د نورم او ستندرد ادارې رییس ملا فیض الله تمیم وایي: مونږ په ټوله معنا د هغه صنعتکارانو او سوداګرو ملاتړ کوو، چې په کارونو او فعالیتونو کې ستندردونه په نظر کې ونیسي او مونږه جدي یو، چې ستندر دونه په ټولوبرخو کې پیل کړو.

د افغانستان د اوسپنې د ویلې کولو ټولني غړي هم  وايي، چې اسلامي امارت ور سره همکاري کړې او زیاتوي، چې په دې سکتور کې ۵۰ فابریکې فعالیت کوي چې ۵۰۰ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او نږدې ۲۰ هېوادوال په کې کار کوي.

د اوسپنې ویلې کولو ټولنې رییس عصمت الله وردګ وایي: د افغانستان اسلامي امارت دې له مونږ سره همکاري وکړي، چې د اوسپنې قاچاق مخه ونیول شي، اړوند ستونزې راته حل کړي.

د هېواد اقتصادي مرستیال برادر وايي؛ د هېواد د اقتصادي  پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې له کورنيو تولیداتو ملاتړ وشي. د نړۍ  د پرمختللیو هېوادونو اقتصادي وده له صنعتي فعالیتونو پيل شوې ده.

هغه هیله څرګندوي، چې افغانستان به هم د صنعتي  کیدو بهیر په بریالیتوب سره تر سره کړي او په  راتلونکي کې به یو پياوړی اقتصاد ولري.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!