تازه خبرونه
حکومت په وزیر اکبر خان څلور لاري کې دروازه جوړوي
په داسې حال کې، چې د امنیت شورا د ښار له بېلابېلو برخو څخه د کانکریتي خنډونو د لیرې کولو امر کړی؛ خو حکومت په وزیر اکبر خان سړک ګې تازه خنډونه ایښي او زنبق څلور لارې ته تلونکې لار یې تړلې ده.
حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې ګام وروسته ګڼې ګوڼې د خلکو نیوکې را پارولې دي.
ویل کیږي، چې حکومت دغلته د دروازې جوړولو نیت لري؛ خو د ښار په نورو برخو کې بیا ښاروالۍ د کانکریتي خنډونو د لیرې کولو بهیر بیا پیل او دغلته یې د عامې روغتیا د وزیر د کور کانکریتي خنډونه لیرې کړل.
د کابل ښار د دوه یمې ناحیې رییس وایي، تراوسه له مهمو ځایونو خنډونه نه دي لیرې شوي. لکه د ملي شورا، د اشرف غني او ګلبدین حکمتیار، حامد کرزي او څو نورو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د کورونو کانکریتي خنډونه پخپل ځای پاتې دي، چې اوچت شوي نه دي.
د کابل ښاروالۍ مرستیال احمد شعیب رحیم وایي، تر څلور میاشتو به د خنډونو لیرې کولو کمپاین پای ته ورسیږي او هغه مهال به د هیڅ چارواکي، سیاسيتوالو او بنسټونو د دفتر او کورکانکریتي دیوالونه او خنډونه شتون ونه لري.
خبریال : باعث حیات
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي
د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ويلي؛ په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي بدلون وروسته د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې کچه او اغېز بېساری دی، چې د افغان ښځو ۴۰ کلن پرمختګ یې په درې کلونو کې له منځه وړی دی .
ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو د پای ته رسولو لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې یوازې په سلو کې یوه ښځه احساس کوي، چې دوی په ټولنه کې نفوذ لري او نږدې ټولو نورو ښځو د غوراوي او د خپل واک او نفوذ د له لاسه ورکولو خبره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې بنسټ په راپور کې راغلي: په افغانستان کې اوسنی وضعیت د جنسیتي برابرۍ پر وړاندې بې سارې ننګونې وړاندې کوي؛ د ۲۰۲۱ کال له اګست راپدیخوا طالبانو په سیسټماټیک ډول د افغانستان حقوقي بنسټونه له منځه وړي دي. په ځانګړي توګه هغه کسان، چې د جنسیت د برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې یې د پرمختګ ملاتړ کړی؛ هدف ګرځول شوي دي.
په دې څېړنه کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو محدودیتونه د میندو له مړینې سره تړلي او څرګندوي، چې له ښوونځیو څخه د یو اعشاریه یو میلیون نجونو ایستل او په پوهنتون کې د څه باندې سل زره نورو پر زدهکړو بندیز پر اوسني نسل ناوړه اغېزې لري، چې په دې هېواد کې یې د میندو له مړینې سره مرسته کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې په هېواد کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت زیات د شریعت له مخې خوندي دي.
ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې د ښځو د ټولنو او مدني ټولنو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره د اوسني وضعیت د بدلولو لپاره باید یوه بودجه په پام کې ونیول شي او د ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه د جنسیتي برابرۍ او مساواتو لپاره ځانګړې شي.
دغه راز ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د روانې میاشتې په پای کې جوړه شي. له دې مخکې د بشري حقونو ټولنو له ملګرو ملتونو غوښتي وه، چې د افغان ښځو حقونه دې د دې غونډې اصلي محور وي او د ژوند په ټولو برخو کې دې د ښځو بشپړ، برابر او معنوي ګډون ډاډمن شي.
تازه خبرونه
په هرات کې څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له درملنې وروسته رخصت شول
ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.
په هرات ولايت کې پر نشهيي توکو څه باندې ۱۰۰۰ روږدي کسان له ۶ میاشتنۍ درملنې وروسته رخصت او د لوی اختر په مناسبت به خپلو کورنیو ته ستانه شي.
ډاکټران وايي، چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې په لوی مرکز کې پر نشهيي توکو د اخته کسانو د درملنې بهیر ښه پر مخ روان دی. ډېري هغه خلک، چې روغ شوي اوس خپل عادي ژوند پرمخ وړي.
هغه کسان، چې له میاشتو راپدیخوا تر درملنې لاندې ول؛ اوس له روږدتیا وتلي، دي.
دې ناروغۍ، چې هغوی یې له کور، ټولنې او ژوند څخه لرې ساتلي وه؛ اوس له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته ستنېږي.
څه کم يو کال کېږي، چې د روږدو د درملنې په دې ستر مرکز کې زرګونه کسان تر درملنې لاندې دي. ځايي چارواکي وايي، چې د درملنې په برخه کې کافي اسانتياوې برابرې شوې دي.
ډاکټران په دې باور دي، چې د درملتې اوسنۍ لار د روږدو کسانو په درملنه کې اغېزمنه ده؛ ځکه، نو د روږدو کسانو د بېرته روږدېدو پېښې هم کمې دي.
د هرات د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس وایي؛ د هغو کسانو پر وړاندې به جدي اقدام وشي، چې د نشهيي توکو په کښت، تولید او قاچاق کې لاس لري.
ویل کیږي، چې د روږدو د درملنې د دغه ستر مركز تر څنګ د میرمنو د درملنې څلور واړه مركزونه هم فعال دي او پدې ناروغۍ د اخته میرمنو د درملنې لړۍ روانه ده.
ورته خبرونه:
روسيې له نشه يي توکو سره د اسلامي امارت له مبارزې ستاينه وکړه
په نږدې راتلونکي کې به د نشه يي توکو کچه صفر ته راټیټه شي – ذبیح الله مجاهد
تازه خبرونه
د پوهنې وزارت چارسمبالي د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم ته وينا وکړه
ياد فورم د روسیې فډراسیون د پوهنې د وزير پر مشرۍ جوړ شوی او په پیل کې کډونوالو ته د ولاديمير پوتين پيغام وړاندې شو.
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله آغا د روسيې فډراسیون په کازان ښار کې د پوهنې وزيرانو دوهیم نړيوال فورم له تنظيموونکیو څخه مننه وکړه.
د پوهنې وزارت د څرګندونو له مخې: حبیب الله اغا دغه فورم ته د وینا پر مهال د افغانستان پر ښوونیز وضعيت رڼا واچوله؛ د ښوونځيو، ښوونکیو او زدهکوونکیو ارقام يې د فورم ګډونووالو ته وړاندې کړل.
حبیب الله اغا د ښوونځيو د ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو د چاپولو او ښوونکیو ته د معاشاتو د ورکړې په برخه کې هم له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
ياد فورم د روسیې فډراسیون د پوهنې د وزير پر مشرۍ جوړ شوی او په پیل کې کډونوالو ته د ولاديمير پوتين پيغام وړاندې شو.
د دې فورم ګډونوالو ته د روسیې فډراسیون د لومړي وزير د مرستيال پر آنلاين وينا سربېره د روسیې فډراسیون د بهرنيو چارو وزير هم وينا کړې ده.
ویل کیږي، چې د فورم ګډونوالو وزيرانو هم د خپلو هيوادونو د ښوونيز وضعيت په اړه ويناوې واورولې.
ورته خبرونه :
حکومتي ادارو ته د تحصیلي بنسټونو د فارغانو د جلبولو سپارښتنه شوې – ندیم
-
لوبی4 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته د وړ نوماندانو نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامي امارت ته مشوره مداخله نده؛ د تهران غونډه ورته ښه تریبون و، خوګډون یې په کې ونکړ
-
لوبی2 days ago
هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه24 hours ago
بریکس د افغانستان د کړکیچ پر سمدستي حل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړې
-
تازه خبرونه3 days ago
اسرائیل د افغانستان او ایران ترمنځ د درز رامنځته کولو هڅې کوي
-
نړۍ2 days ago
د اسرائیلو د جګړې د کابینې وزیر ګوښه شو