تازه خبرونه
خلیلزاد او نړیواېه ټولنې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر کارمندانو برید غندلی
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر کارکوونکیو پرونی برید بشري ضد عمل بولي او وايي، چې د سولې مخالفان د ځان په ګټه د جګړې اور ته لمن وهي؛ بریدونه روان ساتي او هیله من دي، چې څه ترې تر لاسه کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ مونږ او نړیواله ټولنه د فاطمې خلیل او جاوید فولاد هدفي وژنه غندو؛ ځکه، چې دا نه یوازې یو ترورستي برید و، بلکې یو بشري ضد عمل هم دی.
زلمي خلیلزاد پخپل یوه ټویټ کې په ډاګه کړې؛ مونږ د افغانانو له دې غوښتنې ملاتړ کوو، چې د دغو ستونزو مخه ونیول شي؛ تلپاتی اوربند رامنځته او له درناوي ډکې سولې ته لار اواره او داسې افغانستان ولرو، چې په کې د هر چا حقونه خوندي وي.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) June 28, 2020
خلیلزاد په ډاګه کړې، چې یو هم زه شخصاً نه پېژنم؛ خو زه پوهیږم، چې فاطمه یوه زړوره میرمن وه او د ټولو افغانانو نړیوالو بشري حقونو ته یې پام رااړولی و او جاوید د اوږدې مودې راپدیخوا د دې کمیسیون کارمند و، چې د ژوندانه ټوله ارزښتناکه برخه یې همدلته تېره کړې وه.
تر دې دمه هیچا د دې برید پړه نده منلې او طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
فاطمه خلیل د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې او جاوید فولاد د همدې کمیسیون ډریور پرون هغه مهال ووژل شول، چې د دوی موټر د بختک چوک په اړوند سیمه کې د سړک غاړې له ماین سره مخ او دواړه په کې ووژل شول.
دغه برید سیمه ییزو او نړیوالو ټولنو په پراخه کچه غندلی دی.
ولسمشر اشرف غني دغه “تروریستي برید” بولي؛ غندنه یې کوي او اړوند چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې دا برید هر اړخیز وڅېړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې برید په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او وایي؛ هیله من یم، چې چارواکي دغه تکراري بریدونه جدي ونیسي او د ملکي وګړیو ساتنه او د تروریزم پروړاندې په مبارزه کې ډیرې هڅې وکړي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون له حکومت څخه وغوښتل، چې مجرمین عدالت ته راکاږي.
دغه کمیسیون ویلي: مونږ پخپلو کارمندانو دا ډول وحشي برید غندو. تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی او عاملین یې پېژندل ندي شوي. هغه کسان، چې په دې برید کې ښکېل دي باید له نیولو وروسته پرې عدالت پلی شي.
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) June 27, 2020
په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ولسن دغه برید د زغم وړ نه بولي او وایي: مونږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو، چې له افغانستان سره مینه لري؛ د تاوتریخوالي او مرګونو دا پړاو ودروي، پر خلکو ورته بریدونه شنډ او مخه یې ونیسي او د سولې لپاره کار وکړي.
یوناما هم ویلي، چې د بشر حقونو د ملاتړیو د وژنې هیڅ راز توجیه نشته؛ د تورنو کسانو په اړه له ځنډ پرته د داسې څېړنو پیل اړین دی، چې ځواب ویونکې وي.
— UNAMA News (@UNAMAnews) June 27, 2020
دغه راز انګلستان، ایټالیا، پاکستان جرمنی سویډن او یو شمېر نورو هېوادونو دغه “وحشیانه برید” په کلکه غندلی او ټینګار یې کړی، چې د بشري حقونو د مدافعینو پر وړاندې بې احساسه تاوتریخوالی باید ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرد لومړي مرستیال امرالله صالح د دفتر مسوولینو په لویو ښارونو کې پر امنیت ټينګولو او له اداري فساد سره د مبارزې پر تګلاره له کار پیلولو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د ولسمشرۍ د نويو واکونو له مخې به پر امینتي سمونونو او اصلاحاتو ډېر تمرکز رامنځته شي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
