تازه خبرونه
که امریکا له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به دا تشه ډکه کړي – خلیلزاد
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که واشنګټن له افغانستان سره تعامل ونهکړي، چین او روسیه به د رامنځته شوې تشې د ډکولو هڅه وکړي.
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان ثبات د امریکا په ګټه دی او واشنګټن نهغواړي افغانستان یو ځل بیا د ړنګېدا او ګډوډۍ پر لوري ولاړ شي؛ ځکه دغه حالت کولی شي تېر ته ورته د ترهګرو ډلو د ودې او پر امریکا د ګواښونو د زیاتېدا زمینه برابره کړي.
هغه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي:« زما له نظره که مونږ تعامل ونهکړو او د خپلو ګټو د پرمختګ لپاره هڅه ونهکړو؛ نو زمونږ سیالان به زمونږ تشه ډکه کړي. چین افغانستان ته داخل شوی او هڅه کوي د دغه هېواد پر طبیعي سرچینو واک ترلاسه کړي. روسیه هم ډېره فعاله ده.»
خلیلزاد زیاته کړې، چې د امریکا اوسنی سیاست باید د افغانستان اوسني او راتلونکي وضعیت ته پام وکړي او روښانه کړي، چې واشنګټن غواړي افغانستان په راتلونکې کې څه ډول هېواد وي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې امریکا پرېکړه کړې؛ له مهمو ګټو به یې یوه دا وي، چې افغانستان بیا د امریکا ضد ترهګرو ډلو پر مرکز یا اډې بدل نهشي.
هغه ویلي، د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره اقتصادي پرمختګ او د افغانستان د سرچینو پراختیا مهمه ده.
خلیلزاد همداراز خبرداری ورکړی، چې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو دوام کولی شي منفي او زیانمنې پایلې ولري.
په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، کابل او واشنګټن څو ځله د بېلابېلو چینلونو له لارې خبرې کړې دي؛ خو د نوموړي پر باور د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې د بدلون نشتوالی د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د عملي پرمختګ مخه نیولې ده.