تازه خبرونه
خواشینوونکې ده، چې اسلامي امارت ته د دوحې په غونډه کې د خبرو زمینه برابره نهشوه – چین
د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو شیایویونګ د شنبې پر ورځ په ایکس پانه کې لیکلي، چې دا ناسته د اندونو د وړاندې کولو لپاره ګټوره وه او هېوادونو له افغانستان سره د عملي اړیکو او خبرو عوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړې؛ افسوس، چې د افغانستان په اړه د دوحې د غونډې ګډونوال یو ځل بیا د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت ) له واکمنو چارواکو سره پر خبرو کولو بریالي نهشول. لکه څنګه، چې چین او د سیمې هېوادونه یې غوښتونکي وه.
د چین دې ډیپلومات زیاته کړې؛ هېواد یې په دې ناسته کې د ډېرو بشري مرستو، معتدلې حکومتولۍ او د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو غوښتونکی شو.
دغه راز چین له امریکا غوښتي، چې د افغانستان د بیا جوړونې او رغونې مسوولیت دې پر غاړه واخلي، د افغانستان بندې شتمنۍ دې ازادې او یو اړخیزه بندیزونه دې لرې کړي.
ملګرو ملتونو اسلامي امارت ته بلنه ورکړې وه، چې د افغانستان په اړه د دوحې په دوهیمه ناسته کې له نورو استازیو سره ګډون وکړي؛ خو اسلامي امارت د خپلو غوښتنو د نه منل کېدو له کبله هغه رد کړه.
اسلامي امارت په دې غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د خلکو استازيتوب، تعامل او له عمومي منشي سره د لیدنې غوښتنه کړې وه.
تازه خبرونه
پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.
دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بېپرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.
د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.
دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمهییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.
تازه خبرونه
امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
تازه خبرونه
پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلامآباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
لوبی4 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه5 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoاسرائیل د علي لاریجاني د وژلو او تهران پر خلیج هېوادونو د بریدیدونو څرګندونې کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد روږدو پر روغتون د پاکستانيو پوځیانو په هوايي برید کې ۴۰۰ کسان شهیدان او سلګونه ټپیان دي
-
تازه خبرونه4 days agoامیر خان متقي په کابل کې د روږدو پر روغتون د خونړي برید د غندنې تر څنګ د مشروع دفاع اعلان هم وکړ
