Connect with us

تازه خبرونه

درمالوګ شرکت د بایومتریکي رایو د یوې برخې معلومات ټاکنوکمیسیون ته واستول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له څو ورځني ځنډ وروسته د رایو د چاڼ په لومړي پړاو کې درمالوګ شرکت له اووه څلویښت زره ډېرې رایې، چې په کې تکراري انځورونه او انځور د انځور له مخې کاریدلی؛ له سیستم وویستل او د څېړنو لپاره ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شول، چې د ټاکنو کمیسیون د څارونکیو اندېښنې یې راپارولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي؛ دغه د ۴۷ زره کیو آر کود، چې  له انځورونو، له انځور څخه د انځور، د ټیټ عمره انځورونه او هغو انځورونو سره تړاو لري، چې معیاري اخیستل شوي ندي.        

د رایوو د چتڼ بل ګام د ټیټ عمره کسانو د ګوتو نښان، د رایو اچولو له بهیر مخکې او وروسته رایې په ګوته کوي.

د ټاکنیزو ډلو څارونکي درمالوګ شرکت د معلوماتو په ورکړه کې د ځنډ له کبله د تخصص په نه شتوالي او بې مسوولیتۍ تورنوي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکي داوود سلطانزوی ویلي؛ څومره، چې دغه بهیر ځنډیږي ورسر د خلکو اندېښنې هم ډېریږي او هر راز درغلۍ او دسیسو ته زمینه برابروي. ‌         

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې څارونکی  یونس نواندیش څرګنده کړې، چې  دغه شرکت پخپل وخت د خپلې دندې د ترسره کولو وړتیا نه لري او دا مونږ ته د اندېښنې وړ ده.            

مخکې له دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وه،  یو میلیون او نهه سوه زره کسانو رایې ورکړي؛ خو درمالوګ شرکت دا شمېر یو میلیون او اته سوه زره اعلان کړ. د کمیسیون او شرکت تر منځ په شمېر کې ۱۳۷ زره کسان زیات او کم دي؛ خو اوس هم معلومه نده، چې د تلې د شپږمې نېټې د ټاکنو بایومتریکي رایې څومره دي!

تازه خبرونه

جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په افغانستان کې د جاپان سفارت د پنجشنبې پر ورځ په ډاګه کړه، چې د افغانستان د شمال له سیلاب ځپلیو خلکو سره به بېړنۍ مرستې وکړي.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا مرستې به د جاپان د نړيوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې (IFRC) او افغاني سرې مياشتې ټولنې (ARCS) پر همکارۍ ترسره شي.

دا مرست خیمې، کمبلې او نور اړین توکي رانغاړي.

په یادې خبرپاڼه کې راغلي؛ جاپان پرېکړه کړې، چې ډېر ژر به د افغانستان د سيلاب ځپلیو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ مرستې وکړي. مونږ تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یوو.

دغه راز د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله ۸ زره ۹۷۵ کورونه ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.

روسیې هم د اړتیا په صورت کې د مرستې ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) هم له اسلامي هېوادونو او مرستندویه ټولونو غوښتي، چې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې سفیر د افغانستان سیلاب ځپلیو ته د ۶۷۰ ټنو مرستې اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ترکیې سفیر د اقتصاد وزارت له چارسمبالي سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې سبا (جمعه د غویی ۲۸ ) ته به د افغانستان د وروستیو سیلاب ځپلیو لپاره د لومړنیو توکو څه باندې۲۰ ټنه مرسته راولېږدول شي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جنګ اونال له دین محمد حنیف سره په کتنه کې له ترکیې څخه د ۶۵۰ ټنو نورو بشري مرستو له رالېدولو هم خبر ورکړی، چې په کې خیمې، خوراکي توکي، درمل، جامې او نور توکي شامل دي.

هغه دا ډاډ هم ورکړی، چې افغانستان ته به دا مرستې د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د هرات تورغنډۍ بندر ته رادننه شي.

په دې کتنه کې دین محمد حنیف له دغو مرستو څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د ترکیې هېواد د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان یو ښه دوست او همکار پاتې شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کې د ځمکو خړبولو لپاره سولري پمپونه ولګوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې پر ورځ ( د غویی پېنځه‌ویشتمه ) د ملګرو ملتونو د پروژې خدمتونو د دفتر (UNOPS) له اجرائیوي رییس جورج موریرا داسیلوا سره وکتل.

په دې کتنه کې جورج موریرا داسیلوا اداري مرستيال ته د خپلو تېرو هڅو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او څرګندوي؛ دا اداره غواړي، چې په افغانستان کې د سولري پمپونو پر لګولو د کرنيزو ځمکو د خړوبولو يوه نوې پروژه پيل کړي.

عبدالسلام حنفي د دې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې د (UNOPS) ادارې له هڅو ملاتړ کوي او د پروژو د پلي کولو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او افغان ځوانانو ته د کار د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!