Connect with us

لوبی

دیزرت وایپرز په ۲۰ آووریز نړیوال لیګ کې خپله بریا د شارجه واریرز پر وړاندې پیل کړه

خپور شوی

د

د متحده عربي اماراتو په ۲۰ آووریز نړیوال لیګ کې د یکشنبې د ورځې په دوه یمه لوبه کې دیزرت وایپرز د شارجه واریرز پر وړاندې خپله بریا ترلاسه کړه.

الیکس هیلز ۸۳ ناسوزېدلې منډې وکړې. په داسې حال کې، چې سام بیلینګز ۴۹ منډې جوړې کړي او خپلې لوبډلې ته یې پر ۷ ویکتو بریا پربرخه کړه. شارجه واریرز لومړی توپ وهنه وکړه او ۱۴۵منډې یې جوړې کړې.

په له دې مخکې لوبه کې د عربي متحده اماراتو چټک توپ اچوونکی سانچیت شرما په زاید کرکت لوبغالي کې د (۳-۹) پر توپیر روښانه کړه، چې خلیج جاینتس ابوظبي نایت رایدرز ته پر شپږ ویکتو ماتې ورکړه.

د شرما په زړه پورې لوبې د جیانتس سره مرسته وکړه، چې نایت رایدرز د نهو لوبغاړیو پر سوزېدو ۱۱۴ ته محدود کړي. له دې وروسته د ګلف جاینتز لوبډلمشر جیمز وینس په ۴۴ توپونو د ۶۵ منډو پر جوړولو د خپلې لوبډلې هدف په ۱۴.۱ آوورونو کې پوره کړ.

ابوظبي نایت رایدرز د لوبې له پچې ګټلو او توپ وهنې پرېکړه وکړه؛ خو ونه توانید، چې خپل اننګز له پیل څخه سم پرمخ بوځي. سانچیت شرما په څلورم آوور کې کولن انګرام په توپونو ۷ منډې جوړې کړې او په پرله پسې توپونو یې دوه ویکتې واخیستې او براندن کینګ او کونور ایستروزین وسوځول.

د ۲۰۲۳ نړیوال شل آوریز لیګ د لوبډلو جوړښت:

د ابوظبي نایت رایدرز لوبډله: سونیل ناراین (لوبډلمشر) آندرې رسیل، جاني بیرستو، پال سترلینګ، لیهرو کومارا، چریت سلانکا، برندون ګوور، کالین اینګرام، عقیل حسین، سیکوګي پراسانا، راوي رامپال، ریمون ریفر، کینار لیویس، مطیع الله خان، فرهاد نواز، صابر علي، علي خان، زوار فرید او زمان خان.

دیزرت وایپرز لوبډله: کالین مونرو (لوبډلمشر)، ونیندو هسرنگا، سام بیلینګز، الیکس هیلز، تام کوران، سندیپ لمیچاني، ثاقب محمود، شېرفاني روترفورد، بین دوکیت، بیني هاویل، شیلدون کاتریل، روبین ترمپیلمن، اعظم خان، روحان مصطفی، شېراز احمد، علي نصیر، روناک پانولي، آرین لکرا او روزونکی: جیمز فوستر.

د دوبۍ کپیتلز لوبډله: روفمن پاول (لوبډلمشر)، دشمنتا چمیرا، حضرت الله ځاځي، فبیان آلن، مجیب الرحمن، سکندر رضا، ایسورو ادانا، نیروشان دیکویلا، داسون شناکا، بنوکا راجاپاکسا، دان لارینس، بلیسنګ مضرباني، جورج مونسي، فرید کلاسن، جوروت، رابین اوتاپا، روي بوپارا، حضرت لقمان، چراغ سوري، جیش جیاناني، عاکف راجا، یوسف پتان، راهول باتیا او  روزونکی: فیل سایمونز.

د ګلف لوبډله: جیمز وینس (لوبډلمشر) کریس جوردن، کریس لین، شیمرون هیتمیر، تام بینتون، دامینیک دریکز، دیوید ویس، لیام داسن، سی پی رضوان، جیمی آورتون، قیس احمد، ریچارډ ګلیسن، ایلی پاپ، ریحان احمد، وین مدسین، آیان افضل خان، انش تاندون، سانچیت شرما، اشونت ولتپا او روزونکی: اندي فلاور.

د ام آی اماراتو لوبډله: کایرون پولارد (لوبډلمشر)، دوین برافو، نیکولاس پوران، ترینت بولت، اندری فلیچر، عمران طاهر، سمیت پتیل، ویل سمید، باسل حمید، جوردن تامپسن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان، فضل الحق فاروقي، براد ویل، بیس دی لید، محمد وسیم، ویریتیا اراویند، ظهور خان، لورکان تکر، جانتن فیګي او روزونکی: شین باند.

د شارجه واریرز لوبډله: معین علي (لوبډلمشر) دیوید مالان، ایوین لیویس، محمد نبي، کریس ووکس، نور احمد، رحمان الله ګاربز، نوین الحق، تام کوهلر کادمور، کریس بینیامین، دني بریګز، مارک دیال، بلال خان، جي جي سمیت, کارتیک میاپان, علي شان شرف, جنید صدیق , محمد جاویدالله او روزونکی: پاول فاربریس.

سیالۍ څنګه وګورو؟!

 

په افغانستان کې د کرکت مینه وال یو ځل بیا کولی شي، چې په آریانا تلویزیون کې د نړۍ پر کچه دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه او په خپلو کورونو کې وګوري.

 

د بشپړ نشراتي مهالویش لپاره داځای کېکاږئ

 

لوبی

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي

دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړه‌راکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۶, ۱۴۰۴

د  ۲۰۲۶ میلانوکورټینا ژمنی المپیک، چې له ډېرې مودې راپدېخوا یې پرتمه وو؛ دا دی پیل شوې او د ژمنیو سپورټونو نړیواله لېوالتیا نندارچیانو ته وړاندې کوي. آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې ټولې دغه سیالۍ پر ځانګړې بڼه خپروي.

دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړه‌راکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.

دا رسنیز پوښښ د سپورټ مینه‌والو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي؛ ځکه، چې د نړۍ له سترو سپورتي پېښو څخه یوې ته نږدې او بېپرې لاسرسی ډاډمنوي.

له چټکو سنوبورډینګ سیالیو نیولې تر لېوالتیا، هڅو او کلک هوډ پورې، چې غوره لوبغاړي یې په ګنګل او واورو کې نندارې ته وړاندې او په څو اوونیو کې د شور او الهام له لارې د نړیوال یووالي ژمنه کوي.

آریانا ټلویزیون ویلي؛ د دې سیالیو د انحصاري خپرونې موخه دا ده، چې نړیوال سپورټ افغان لیدونکو ته نور هم نږدې کړي او د لوبو له لومړیو شېبو څخه د سپورټي برترۍ او د المپیک روحیه ونمانځي.

په افغانستان کې د ژمنیو سپورټونو له مینه‌وال غوښتنه کیږي، چې د پنجشنبې پر شپه ټلویزیون ته کښېني؛ نه یوازې د ژمنیوالمپیک د لوبو د پیل لیدونکي شي، بلکې د سیالیو د لومړنیو مډالونو د ګټلو شاهدان هم وي.

Continue Reading

لوبی

په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.

دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي ​​لوبډلې لومړۍ لوبه وه.

په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.

په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې ​​لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران له‌خوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.

د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.

Continue Reading

لوبی

د ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

Published

on

د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام د سیالیو د ګروپي پړاو لوبې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدې او له دې سره د حذفي پړاو څلور زړه‌راکښونکو لوبو ته زمینه برابره شوه، چې د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې څوارلسمه / د فبرورۍ پر درېیمه ) به پیل شي.

د ګروپي زړه‌راکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمه‌پایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.

کوربه هېواد انډونیزیا، چې د جمعې پر ورځ یې له عراق سره له سختې سیالۍ وروسته مساوي پایله ترلاسه کړه او د «A» ګروپ سر ته وخته؛ له ویټنام سره به مخ شي.

انډونیزیا هڅه کوي، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي؛ خو ویټنام غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته یو ځل بیا وروستیو څلورو غوره لوبډلو ته ورسېږي.

عراق به له تایلینډ سره مخ شي، چې د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې یې دوه‌یم مقام خپل کړی و. دا به یوه سخته سیالي وي؛ ځکه دواړو لوبډلو په ګروپي پړاو کې پیاوړې کړنې لرلې.

څلور ځله اتل پاتې شوی جاپان د یکشنبې پر ورځ له ازبکستان څخه پر مخکې کېدا بریا خپله کړه او د «C» ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ. جاپان به د څلور غوره لوبډلو په سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي، چې د «D» ګروپ د دوه‌یم مقام لوبډله ده.

سره له دې، چې افغانستان له ایران څخه ۵ پر ۲ ماتې وخوړه؛ خو د مدافع اتل پر وړاندې یې ښه مقاومت وښود او د ستاینې وړ لوبه یې ترسره کړه.

مدافع اتل؛ ایران، چې د خپلې څوارلسمې آسیا اتلولۍ په لټه کې دی؛ له ازبکستان سره به ولوبېږي. ایران د ګروپي پړاو ټولې درې لوبې ګټلې او له پوره باور سره حذفي پړاو ته داخلېږي.

د څلور غوره لوبډلو ټولې لوبې به د سې‌شنبې پر ورځ په جاکارټا ښار کې ترسره شي او د سیمې مینه‌وال به وکولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.

آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپرولو رسمي حق لري او د حذفي پړاو پراخ پوښښ به د افغانستان لیدونکو ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د خپرونو د تازه معلوماتو لپاره د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو پاڼې وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!