Connect with us

سوداگري

د آسیا پرمختیايي بانک کرنیز سیستم ته د ۱۸ میلیون دالرو مرسته اعلان کړه

خپور شوی

د

د آسیا پرمختیايي بانک تېره ورځ په افغانستان کې د کرنې د ودې لپاره د مرستو نوی کڅوړه اعلان کړه.

د دغه بانک د خبر پاڼې له مخې،  غه بانک د هېواد په شمال ختیځ کې د آمو اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره له ۱۸ میلیون دالرو ډېرې نوې مرستې برابرې کړي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د دغو پیسو یوه برخه به د هېواد په ځینو نورو سیمو کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره هم وکارول شي.

 په هېواد کې یو شمېر سوداګر او پانګه وال د دوی د سوداګرۍ د کمیدو په اړه اندېښمن شوي؛ ځکه، چې په هېواد کې د سولې بهیر ځنډ سیاسي ګډوډۍ ته زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د سوداګریزو خونو فدراسیون مرستیال سخي احمد پیمان وايي، چې اوسمهال هیڅ پانګه وال په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته لیواله ندي.

په دوحه کې د حکومتي او طالب پلاوو تر منځ خبرې اترې له ۴۰ ورځو راپدیخو ټکنۍ روانې دي، چې په رسمي بڼه د سولې خپلمنځی خبرې پیل کړي؛ خو تر دې دمه دوی ندي توانیدلي، چې د خبرو پر راتلونکي بهیر هوکړه وکړي.

سوداګر او پانګوونکي وايي؛ که په افغانستان کې سیاسي وضعیت او د سولې خبرې روښانه نشي، نو دا مرستې به یې له هېواده ووځي.

د آسیا پرمختیایي بانک له ۲۰۰۲ کال راپدیخوا د افغانستان له کرنې، طبیعي سرچینو او د کلیو پراختیا سکتورونو لپاره له ۸۷۹ میلیون دالروڅخه د ډېرو مرستو ژمنه کړې.

سوداگري

د ترمذ سوداګریز مرکز د افغان – ازبک په اړیکو کې اړین رول لري – روسیه

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ازبکستان له هڅو ستاینه کړې او له افغانستان سره پولې ته نږدې یې د نوي نړیوال سوداګریز مرکز پر سټراټیژیک ارزښت ټینګار څرګند کړ.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخایل ګالوزین دا څرګندونې ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز ته په سفر کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

ګالوزین د سرخان‌دریا د اړوند سیمې پرمختګ وستایه او هغه یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت لرونکې «ځانګړې سیمه» وبلله.

هغه زیاته کړې؛ د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز، چې په یوه آزاد سوداګریز زون کې موقعیت لري؛ په ځانګړي توګه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا پر لوري یو ښه ګام دی.

هغه زیاته کړې دا مرکز به د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو په پراختیا او د یوریشیا د پراخو سټراټیژیکو ملګرتیاوو په وده کې هم بنسټیز رول ولوبوي.

دا سوداګریز مرکز د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف پر فرمان رامنځته شوی، چې د ازبکستان او افغان سوداګرو لپاره د توکو او پانګونې د نندارې لپاره سوداګریزې آسانتیاوې برابروي.

ګالوزین په دې پروژه کې د ګډون لپاره د روسیې د مخ پر زیاتېدونکې لېوالتیا تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نورې پراختیا غوښتنه هم وکړه.

هغه ټینګار کړی؛ د ترمذ سوداګریز مرکز او نړیوالو کنفرانسونو په څیر نوښتونه به د مستقیمو اقتصادي اړیکو په رامنځته کولو کې نه یوازې اړین رول ولوبوي، بلکې د اکمالاتي زنځیرونو په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړي او د ټولې سیمې لپاره د سوداګرۍ او پانګونې نوي فرصتونه رامنځته کوي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان د کرنې او مالدارۍ په سکټورونو کې پانګه‌ونه پراخوي

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

Published

on

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلي: دا وزارت ژمن دی، چې د هېواد کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې پانګه‌ونه پراخه کړي؛ کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته پوره فرصتونه برابر کړي.

د کرنې وزارت ویاند شېر محمد خاتمي زیاته کړې؛ پانګه‌والو ته پر تخنیکي همکارۍ سربېره د ځمکې د وېش او اجارې زمینه هم رامنځته شوې ده؛ تر دې دمه شاوخوا ۷۲زره جریبه ځمکه د پانګه‌والو لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې د کارولو لپاره ځانګړې شوې ده.

چارواکي ټینګار کوي، چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ، اوبو لګولو، د محصولاتو بسته بندۍ، زیرمه‌کولو، ټرانسپورټ او سړو خونو په برخو کې پراخه وړتیا لرو او د خصوصي سکټور غړي کولی شي له دې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې استازي هم وايي، چې که وزارت د ځمکې تخصیص او تخنیکي همکارۍ لپاره مناسب شرایط برابر کړي؛ کورني پانګه‌وال به په دې برخه کې پانګه‌ونې ته ډېر لېواله شي.

دغه راز ځینې خصوصي پانګه‌وال د کرنې وزارت پر فعالیت نیوکه کوي او وايي، چې د کرنې په برخه کې د افغانستان د لوړ ظرفیت سره – سره د محصولاتو معیاري کولو او ځان‌بسیاینې ترلاسه کولو لپاره کافي ګامونه اخیستل شوي ندي.

اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور مناسب او موخه‌ییز پرمختګ کولی شي د هېواد لپاره د میلیارډونو ډالرو پانګونې فرصتونه رامنځته کړي او له کرنې وزارت څخه غواړي، چې د پانګه‌ونې د راجلبولو لپاره ورته هڅوونکې کڅوړې وروپېژني.

Continue Reading

سوداگري

د افغان – ازبک د خصوصي سکټور ترمنځ د ۵۱۴.۸ میلیون ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

Published

on

د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکټورونو د غړو ترمنځ د اړیکو کنفرانس او ​​سوداګریزو غونډو پر مهال په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي رییس، د ازبکستان دولتي-خصوصي پلاوی او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزیر د ازبکستان د همکارۍ ستاینه وکړه، افغانستان یې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یو باوري ملګری وباله او په هېواد کې یې د پانګونې پراخو پر فرصتونو ټینګار وکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفو تړون ته هم نغوته او اشاره وکړه، چې پر بنسټ یې له افغانستان څخه ازبکستان ته د څو توکو صادرات آسانه کیږي.

دغه راز د نمګان ولایت والي ویلي، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ازبکستان لپاره هم ډېر اړین دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري کولی شي د سیمه‌ییزو اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک پر بنسټ په افغانستان کې د چرګانو د فابریکې جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو سوداګرۍ، د وچو مېوو او سابو صادراتو، د خوړو او تېلې توکو واردول، د هګیو د چرګانو تولید او د سپورټي خدمتونو په اړوند برخو کې به همکاري پراخه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!