Connect with us

تازه خبرونه

د اسرائیلو بریدونو په میلیونونو افغان کډوال له خطر سره مخ کړي – ایران

علیرضا بیکدلي دا څرګندونې هغو افغان وګړو ته کړي، چې هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي.

خپور شوی

د

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي ويلي، چې د اسرائیلو وروستیو بریدونو په ایران کې له شپږ میلیون څخه زیاتو افغان وګړو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

علیرضا بیکدلي دا څرګندونې هغو افغان وګړو ته کړي، چې هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکه نه ماتېدونکې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسرائیلو له بریدونو وروسته د افغان کډوالو جبري راستنېدا د پام وړ زیاته شوې ده.

تازه خبرونه

د افغانستان د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمیټې سره د مرستې ماموریت پای ته رسیږي

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

Published

on

د امنیت شورا د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې په روانه فبرورۍ کې د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو له کمیټې سره د مرستې کوونکې شننې ملاتړ او بندیزونو د څار ډلې ماموریت د غځولو مسودې ته رای ورکړ شي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمیټه د اسلامي امارت اړوند کسانو او ډلو پر ضد د شتمنیو کنګل، د سفر بندیز او د وسلو بندیز عملي کوي.

د دې ډلې ماموریت د فبرورۍ پر اووه‌لسمه پای ته رسېږي.

ویل کیږي، چې دغه کمیټه د بندیزونو نوملړ څاري، د معافیت غوښتنې ارزوي او غړو هېوادونو ته د پلي کېدا په اړه یې د څار ډلې د راپورونو او سپارښتنو له لارې مرسته کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو

Published

on

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت رهبر د “سنتي نبوي طب” پوهنځي د جوړولو وړاندیز منظور کړی دی.

دې وزارت ټینګار کړی، چې د “سنتي نبوي طب” پوهنځي جوړول به د روغتیايي علومو په پراختیا او د مسلکي کدرونو په روزنه کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تېر او روان کال د نافذه قوانینو له لارې یو شمېر امارتي ځمکې بېلابېلو ادارو ته وسپارل شوې

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت د رهبر شيخ هبة‌الله آخوندزاده د سپارښتنې له مخې په ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ل.ل کلونو کې د کابل ولايت مقام او د اراضي ریاست د پرله‌پسې هڅو، اغېزمنې همغږۍ او نافذه قانوني له لارې، یو شمېر امارتي ځمکې د اصولو او مقرراتو پر بنسټ بېلابېلو امارتي ادارو ته انتقال شوې دي.

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر د څرګندونو له مخې؛ دغه انتقال د عامه خدمتونو د پیاوړتیا، پراختیايي پروژو د تطبیق، اداري اړتیاوو د پوره کولو او د دولتي شتمنیو د منظم، اغېزمن او قانوني مدیریت لپاره ترسره شوی، چې پر مهال یې د رنښت، عدالت او د ادارو تر منځ د همغږۍ اصول بشپړ مراعت شوي دي.

د کابل ولایت مقام او د اراضي ریاست ژمن دي، چې د دولتي ځمکو د ساتنې، اغېزمنې استفادې او د ملي ګټو د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

د کابل ولایت مقام په دې اړه وایي: په پغمان ولسوالۍ کې تېر کال «د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۹۱۴٫۰۵) او (۱۵٫۲۴) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۹۲۹٫۲۹) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

دغه راز په ده‌سبز ولسوالۍ کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته (۱۵) او (۱۵٫۱۱) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۳۰٫۱۱) جریب کېږي، انتقال شوې ده.»

همدارنګه «په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دادخدا د فضل احمد د وارثینو (۲۰۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست ته انتقال شوې ده.»

په چارآسیاب او بګرامیو ولسوالیو کې «پر ترتیب (۴) او (۱٫۲۶) جریب ځمکه، چې مجموعه یې (۵٫۲۶) جریب کېږي؛ د اراضي ریاست له‌خوا ټولګټو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

د خبرپاڼې له مخې؛ په بګرامیو ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې ده.

په همدې ترتیب په روان کال کې په« خاک‌جبار او سروبي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته د (۱۰) او (۱۰) بسوې ځمکه، چې مجموعه یې (۱) جریب کېږي؛ انتقال شوې ده.»

دغه راز «په میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې (۱۱۱۶٫۸۹) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د عامې روغتیا وزارت ته انتقال شوې ده.»

په پغمان او بګرامي ولسوالیو کې پر ترتیب (۱۱۳۸) جریب او (۲۲۷۸) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته انتقال شوې ده.»

او «په ده‌سبز ولسوالۍ کې (۱۹۸٫۵۵۵) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته انتقال شوې ده.»

«په قره‌باغ ولسوالۍ کې (۶۲۳۰) مټرمربع ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په خاک‌جبار ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته انتقال شوې ده.»

« په پغمان ولسوالۍ کې (۲۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ملي امتحاناتو ادارې ته انتقال شوې ده.»

« په استالف، پغمان، ده‌سبز، شکردرې، چهارآسیاب او بګرامي ولسوالیو کې د اراضي ریاست له‌خوا د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت ته د بېلابېلو موقعیتونو (۱۲) جریب ځمکه انتقال شوې ده.»

ویل کیږي، چې په چهارآسیاب ولسوالۍ کې (۵۰) جریب ځمکه د اراضي ریاست له‌خوا د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ملي ادارې ته انتقال شوې ده.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!