نړۍ
د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له کبله د غزې لوی روغتون وتړل شو
د روغتیا نړیوالې ټولنې (دبلیو اچ او) مشر د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ په داسې حال کې، چې د حماس تر څار لاندې سیمو د اسرائیلو بریدونه روان دي؛ په غزه کې ترټولو لوی روغتون روغتیایي چارې بندې کړي، چې له کبله یې د ناروغانو مرګ و ژوبله مخ پر ډېرېدو ده.
طبي کارکونکیو ویلي، چې د فلسطین په شمال کې د الشفا روغتون په ګډون روغتیایي څانګې د اسرائیلي ځواکونو لخوا محاصره شوي او له ناروغانو پاملرنه یې ناشونې کړې ده؛ درې ماشومان مړه شوي او ډېر نور د برښنا د بندیدو له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.
اسرائیلو ويلي؛ د حماس هغو فلسطیني اورپکو ته نږدې کیږي، چې د تلې پر ۱۵ او د اکتوبر پر اوومه یې د اسرائیلو په سویل کې وژونکي بریدونه وکړل او ادعا هم کوي، چې دا ډله ت روغتونونو لاندې د قومندې مرکزونه لري.
د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر تدروس ادهانوم ګیبریوس ویلي؛ دوی بریالي شوي، چې د الشفا روغتون له روغتیایي څانګوالو ( متخصصینو ) سره خبرې وکړي. هغو وضعیت د پرلهپسې ډزو او ګولیو له کبله ډېر بد او خطرناک یاد کړیدی.
هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ له خواشینۍ سره، چې د ناروغانو د مړینې شمېر د پام وړ ډېر شوې دی.
نوموړي هم د ملګرو ملتونو نورو لوړ پوړیو چارواکو ته ورته د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.
هغه ویلي؛ نړۍ چوپه پاتې کېدلی نهشي. په داسې حال کې، چې روغتونونه باید خوندي ځایونه وي او د مرګ، ویجاړۍ او نا امیدۍ پر سیمو بدلې نهشي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، چې د نړۍ تر ټولو لوی مسلمان نفوس لري؛ د دوشنبې پر ورځ په واشنګتن کې له جوبایدن سره له کتنې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه.
جوکو ویدودو په ریاض کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې له ګډون وروسته په یوه ثبت شوې ویدیو کې ویلي: اوربند باید ژر پلی شي؛ مونږ باید بشري مرستې هم ګړندۍ او زیاتې کړو او د سولې خبرې پیل کړو.
هغه ویلي؛ نړۍ د فلسطین د کړاوونو په لیدلو کې ځان بېوسه ګوري. د اسلامي او عربي هېوادونو د مشرانو په ځانګړې ګډه غونډه کې د جرمونو له نړیوالې محکمې هم وغوښتل شول، چې په فلسطیني سیمو کې د اسرائیلو لهخوا ترسره شوي جنګي جرمونه او د بشریت ضد جنایتونه وڅېړي.
اسرائیل ويلي هڅه کوي، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلهوالو له لوري له ۲۰۰ ډېر یرغمل شوي اسرائیلیان خوشې کړي او ټینګار کوي، چې روغتونونه باید تش شي.
اروپايي ټولنې په غزه کې له روغتونونو او ملکي وګړیو څخه د انساني سپر په توګه د حماس کاراخیستل غندلي او له اسرائیلو یې غوښتي، چې د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره تر ټولو زیات زغم وښيي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل د یکشنبې پر ورځ د ۲۷ هېوادونو ټولنې پر استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي: روانه دښمني روغتونونه اغېزمنوي او ملکي وګړیو او طبي کارمندانو ته ډېر زیان رسوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي؛ حماس له روغتونونو او نورو ملکي ځایونو څخه د جنګیالیو او وسلو د ساتلو لپاره کار اخلي، چې د ده پر وینا د جګړې له قوانینو سرغړونه ده.
جیک سالیوان سي بي اس نیوز ته ویلي؛ امریکا نه غواړي، چې په روغتونونو کې د وسلهوالې جګړې لیدونکې وي؛ ځکه، چې بې ګناه خلک او تر پاملرنې لاندې ناروغان په جګړه کې بند پاتې کیږي او مونږ په دې اړه د اسرائیلو له دفاعي ځواکونو سره مشوره کړې ده.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی5 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
