Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان مشران پر اقتصادي اتصال وغږیدل

خپور شوی

د

د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان مشرانو په یوه ویدیوي ناسته کې د سوداګریزو اړیکو او لیږد را لیږد پر پراختیا او د یوې ګډې جرګه ګۍ د جوړیدا په اړه، چې وکړای شي، سیمه ییز اقتصادي اتصال، د اورګاډي پټلۍ د پراختیا، نوري فایبر او ترانسپورتي چارو خبرې وکړي.

په دې ناسته کې ولسمشر اشرف غني، د هغه ترکمن او آذري سیالانو؛ قربان قلي بیردي محمدوف او الهام علي اف ګډون کړی و.

درې واړو مشرانو د آذربایجان د ولسمشر په وړاندیز سلا شول، چې د درې واړو هېوادونو د ترانسپورت وزیرانو او نورو اړوند چارواکو په شتون کې به یو ګډ پلاوی جوړیږي.

په دې ناسته کې د ترکمنستان ولسمشر د آقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې د سوداګریزو مالونو د لا ښه لېږد له طرحې ملاتړ وکړ.

 

ولسمشر غني د آذربایجان د ولسمشر له وړاندیزه ملاتړ وکړ او څرګنده یې کړه او په افغانستان کې دننه یې د اورګاډي پټلۍ له پراختیا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه: د اقتصادي پراختیا لپاره له څلور تر ۶ زره کیلو متره د اورګاډي پټلۍ ته اړتیا ده او نړیوالو همکارانو په دې لار کې د همکاري لپاره ټټر ډبولی دی.

اشرف غني زیاته کړې؛ مونږ به په افغانستان کې اته وچ بندرونه معیاري کړو او په دې اړه امریکا، اروپایي ټولنې او د آسیا پراختیایي بانک د مرستې لپاره مالي تضمین ورکړی دی.

ترکمنستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د اورګاډي پټلۍ له آقینې تر توغنډۍ  غزولې او افغان حکومت ورته معیاري بندرونه جوړوي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان  سوداګریزه راکړه ورکړه تر ډېره د پاکستان د کراچۍ له بندر سره تړلې وه . د چابهار بندر له پرانیستو سره او د نویو بندرونو له لارې افغانستان په وروستیو کلونو کې نه یوازې له پاکستانو بلکې د منځنۍ آسیا له هېوادونو، ایران، او ټولې نړۍ سره منظمې سوداګریزې اړیکې لري.

 

تازه خبرونه

د افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، د دغه ډول هوکړه‌لیکونو له لارې هېوادوالو ته د مناسبو او بېلابېلو اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او مالي سرچینو ته د کاروبارونو د لاسرسي فرصتونه پراخېږي.

Published

on

Last Updated on: تله ۶, ۱۴۰۵

د افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ په کابل کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې موخه یې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو پیاوړتیا او مالي سرچینو ته د لاسرسي پراخول دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد ویلي، د دغه ډول هوکړه‌لیکونو له لارې هېوادوالو ته د مناسبو او بېلابېلو اسلامي مالي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره او مالي سرچینو ته د کاروبارونو د لاسرسي فرصتونه پراخېږي.

هغه زیاته کړې، په لومړي پړاو کې به بانکونو او مالي بنسټونو ته تخنیکي او مسلکي ملاتړ برابر شي. همدارنګه د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ له‌خوا پېنځه بانکونو او یوه کوچني تمویلوونکي بنسټ ته د شاوخوا یو میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت بلاعوضه مرستې ورکول کېږي، چې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو د تمویل په برخه کې به ترې کار واخیستل شي.

خالد ویلي، په راتلونکو پړاوونو کې به وړ بانکونه او تمویلوونکي بنسټونه هم له دغو مرستو او آسانتیاوو برخمن شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، راستنېدونکو هېوادوالو ته به هم د کوچنیو کاروبارونو د جوړولو او مالي سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې پاملرنه وشي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي؛ د هېواد بانکدارۍ او مالي سکټور په وروستیو کلونو کې د پام وړ وده کړې او دغه بانک هڅه کوي هېوادوالو ته د تمویل مناسب فرصتونه برابر کړي، چې د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا او د ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کېدا زمینه برابره شي.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې؛ دواړه لوري به د مالي سکټور د پیاوړتیا، کوچنیو، وړو، منځنیو او لویو کاروبارونو لپاره مالي سرچینو ته د لاسرسي د پراختیا، د اسلامي مالي خدمتونو د پراختیا او د مالي بنسټونو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري کوي.

همدارنګه مالي بنسټونو ته به تخنیکي او مسلکي ملاتړ، روزنیز پروګرامونه او د ظرفیت لوړولو فرصتونه برابر شي.

په هوکړه‌لیک کې د مالي سکټور د روڼتیا، حساب‌ورکولو او سالمې ادارې پر پیاوړتیا او د اسلامي مالي محصولاتو پر بنسټ د تضمیني میکانیزمونو د اغېزمنتیا پر زیاتولو هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ د مدیره پلاوي مشر راجر ټوماس پیلټر هم په دې غونډه کې د هوکړه‌لیک له لاسلیک څخه هرکلی کړی او د دغه بنسټ او د افغانستان بانک ترمنځ یې د همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

د دغه هوکړه‌لیک د لاسلیک موخه د افغانستان د مالي سکټور د پیاوړتیا، اسلامي مالي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا او کوچنیو، وړو او منځنیو کاروبارونو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو لپاره د دواړو لوریو ترمنځ د منظمې همکارۍ د چوکاټ رامنځته کول بلل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین دا څرګندونې د شنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ یواتیاومې غونډې ته واورولې.

Published

on

Last Updated on: تله ۶, ۱۴۰۵

تاجکستان یو ځل بیا له افغان ولس څخه د خپل ملاتړ پر دوام ټینګار کړی او څرګندوي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او اقتصادي فرصتونه د سیمې له امنیت او تلپاتې پرمختګ سره نږدې اړیکه لري.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین دا څرګندونې د شنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ یواتیاومې غونډې ته واورولې.

هغه ویلي:« افغانستان سولې، ثبات او اقتصادي فرصتونو ته اړتیا لري.»

مهرالدین زیاته کړې، تاجکستان به له افغان ولس څخه خپل ملاتړ او د سوله‌ییز او باثباته افغانستان لپاره سیمه‌ییزې رغنده همکارۍ روانې وساتي.

هغه ویلي:« کله، چې تاجکستان د سولې په اړه خبرې کوي؛ مونږ د خپلې تجربې په اړه هم خبرې کوو.»

دغه راز د سیاسي چارو شنونکو ويلي، د افغانستان پر ثبات د تاجکستان ټینګار په مرکزي آسیا کې د دغه هېواد د امنیتي او اقتصادي ارزښت ښکارندويي کوي. د هغوی پر باور، په افغانستان کې بې‌ثباتي کولی شي د سیمې پر هېوادونو د پولو امنیت، سوداګرۍ او اړیکو اغېز وکړي.

افغان چارواکو او کارپوهانو هم څو ځله ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د ګاونډ هېوادونو چلند باید یوازې پر امنیتي اندېښنو ولاړ نه وي، بلکې اقتصادي همکاري او د ګډو فرصتونو رامنځته کول کولی شي په سیمه کې له ثبات سره مرسته وکړي.

د هغوی د څرګندونو له مخې، د افغانستان او سیمې د هېوادونو؛ له شمالي ګاونډیو سره د خبرو دوام کولی شي د همکاریو د پراختیا او د امنیتي اندېښنو د کمېدا زمینه برابره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

نږدې ۵۰۰ افغانان په آلمان کې د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

د دې کسانو شمېر د آلمان د حکومت په لیکلي ځواب کې د دغه هېواد د پارلمان د چپ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې خپور شوې دی. دا معلومات له هغو غوښتنو سره تړاو لري، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له اتمې څخه د سپټمبر تر اته‌لسمې پورې فډرالي پولیسو ته سپارل شوي دي.

Published

on

د آلمان د بېلابېلو ایالتونو چارواکو د ۴۸۸ افغانانو د ایستلو چارې د دغه هېواد فډرالي پولیسو ته سپارلې دي. په دې کسانو کې ۲۶۷ کسان هیڅ ډول جزايي محکومیت نه‌لري.

د دې کسانو شمېر د آلمان د حکومت په لیکلي ځواب کې د دغه هېواد د پارلمان د چپ ګوند د استازې کلارا بونګر د پوښتنې په ځواب کې خپور شوې دی. دا معلومات له هغو غوښتنو سره تړاو لري، چې د ۲۰۲۶ز.کال د جولای له اتمې څخه د سپټمبر تر اته‌لسمې پورې فډرالي پولیسو ته سپارل شوي دي.

د اړوند معلوماتو له مخې: د برېمن او مکلنبورګ-فورپومرن له ایالتونو پرته د آلمان ټولو ایالتونو د افغانانو هغه دوسیې، چې افغانستان ته د ستنولو لپاره دي؛ فدرالي پولیسو ته سپارلې دي.

همداراز اووه افغانان له ایستلو مخکې په بند کې ساتل کېږي او یو بل افغان آلمان ته د ننوتلو د مخنیوي له بهیر سره تړلي بند کې دی.

دا بدلونونه په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د آلمان حکومت د افغان وګړو د بېرته ستنولو تګلاره پراخوي.

د آلمان کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینډټ له دې مخکې ویلي وه؛ د افغانانو ایستل به یوازې پر هغو کسانو محدود نه‌وي، چې جزايي محکومیت لري یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

په آلمان کې د اوسني ائتلافي حکومت له جوړېدا راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړ شوي دي؛ خو وروستي راپورونه ښيي، چې تر اوسه د ایستلو په الوتنو کې ډېری هغه کسان شمېرل شوي، چې جرمي سابقه یې لرله. په سپټمبر کې هم ۱۳ افغانان کابل ته ستانه شول، چې ټولو یې جرمي سابقه لرله.

د دې تګلارې پراخېدا د یو شمېر مخالفو سیاستوالو او د پناه‌غوښتونکو د حقونو د دفاع بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.

منتقدانو له جزايي محکومیت پرته د کسانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ۴۸۸ کسانو دوسیې فډرالي پولیسو ته سپارل په دې معنا نه‌دي، چې ټول به یې حتمي له آلمان وایستل شي؛ بلکې دا شمېر د هغو کسانو ښودنه کوي، چې ایالتونو یې دوسیې د ایستلو د بهیر د تعقیب لپاره فډرالي پولیسو ته سپارلې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!