Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان، روسیې او امریکا درې اړخیزه ناسته تر سره شوه

خپور شوی

د

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې تېره ورځ په یو وډیو کنفرانس کې د دې وزارت چارسمبالي محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د سیمې لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان د سولې په اړه درې اړخیزې خبرې اترې کړې دي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په واک او مشرۍ د سولې پر بهیر او د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو تر څنګ پر لاندې برخو ټینګار رامنځته شو:
۱-  د روسیې او امریکا حکومتونه د طالب بندیانو خلاصون د خپلمنځي خبرو د ژر پیلیدو لپاره یو اړین ګام بولي او د افغان حکومت له ژمنې هرکلې کوي. درې واړو اړخونو پر طالبانو هم غږ کړی، چې د دوحې له هوکړه لیک سره سم دې د افغان حکومت د بندیانو له خوشې کولو سره د افغان حکومت د دغه اقدام مثبت ځواب هم ورکړي.

۲-  د پلان شویو خپلمنځی خبرو لپاره د مثبت چاپېریال اهمیت ته په کتو، درې واړو اړخونو د باور رامنځته کولو لپاره په روان تاوتریخوالي  کې د پام وړ کموالي راوستلو غوښتنه وکړه. په تاوتریخوالي کې د کموالي راوستلو د هوکړې د پلې کولو لپاره د څارنې په موخه د یو داډمن جوړښت رامنځته کول هم اړین ګڼل شوي دي.

۳-  د غونډې ګډونوالو د خپلمنځی خبرو د ژر پیل او له دې وړاندې د دواړو خواوو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خپلمنځي ناستې د اجنډا لپاره د مقدماتي غونډې له تر سره کولو هرکلی شوی او د دوحې له هوکړې سره سم، دایمي او پراخ اوربند ته د رسیدو لپاره خبرې به د خپلمنځی خبرو د اجنډا په سر کې ځای ولري.

 ۴-  درې واړو اړخونو د خپلمنځی خبر او د سولې بهیر د بریا او اغېزمن بهیر د ملاتړ په توګه د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ پر اهمیت هوکړه وکړه .

 ۵-  افغانستان، روسیی او امریکا هوکړه وکړه، چې د خپلمنځي خبرو د بهیر د پرمختګونو په اړه د بحث لپاره به د همدې غونډې په چوکاټ کې بیا سره ناسته وکړي. د راتلونکې درې اړخیزې غونډې مهالوېش به د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې وټاکل شي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، چې په دې ناسته کې درې واړو هېوادونو د تاوتریخوالي پر کمښت او د باور پر رامنځته کولو ټینګار کړی او باید، چې د خپلمنځي خبرو په اجنډا کې پراخ اوربند ته لومړیتوب ورکړ شي.   

د ناټو سازمان عمومي منشي د دغه تړون د دفاع وزیرانو له ناستې مخکې د افغانستان وضعیت ماتیدونکی ګڼي او وایي، د سولې تړون د بریالیتوب لپاره باید طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي: وضعیت همدارنګه ستونزمن او ماتیدونکی دی؛ ناټو د سولې له بهیر څخه د ملاتړ په موخه په افغانستان کې خپل حضور تنظیموي، خو د سولې د بریالیتوب لپاره طالبان باید پخپلو ژمنو عمل وکړي او له القاعده او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په ښه نیت خپلمنځي خبرو ته وردننه شي.

دغه راز په ناټو کې د امریکا استازې ولیي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پخپلو ژمنو عمل کړی دی.

  په ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاچیسن وایي:  تمه لرو؛ د خپلمنځي خبرو په پایله کې هوکړه وشي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسیږي، بشري حقونه خوندي شي، قانون له هرڅه لوړ وي او د ترهګرو پټنځایونه د تل لپاره له منځه یووړل شي.

 د افغانستان په حکومت کې ځینو سر چینو ویلي؛ هوکړه شوې، چې د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو په نږدې ورځو کې د دوحې په کوربتوب ترسره شي، خو طالبانو د خبرو پيل له پېنځه زره طالب بندیانو له خلاصون سره تړلی دی.

تراوسه له ۳۰۰۰ ډېر طالب بندیان د حکومت لخوا او نږدې پېنځه سوه دولتي بندیان د طالبانو لخوا خوشې شوي؛ خو د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په پام کې ده، چې نږدې دوه زره نور طالب بندیان په یوه اوونۍ کې دننه خوشي شي.

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

Published

on

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ خطرناک پړاو ته رسېدلی او دواړه خواوې باید د مرګونو بریدونو د مخنیوي لپاره ډیپلوماسۍ ته راستانه شي.

د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.

د دغې ارزونې له مخې؛ د دواړو خواوو ترمنځ د هوایي بریدونو او توپخانې تبادلې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ نازکې اړیکې له مستقیمو نښتو سره مخ کړي دي.

پاکستان پر افغانستان د وسلوالو ډلو؛ په ځانګړي توګه تحریک طالبان پاکستان ته د پناه ورکولو تور لګوي؛ هغه تور، چې کابل رد کړی دی.

دغه راز افغان چارواکو د پاکستان بریدونه له ملي حاکمیت سرغړونه بللې او هغه یې “نا توجیه کېدونکي” بللي دي.

د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی، چې د دې رجحان دوام کولی شي د پراخې سیمه‌ییزې شخړې لامل شي؛ ځکه، چې په ځانګړي توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري ژوره شوې ده.

دې ډلې ویلي، چې ټولې نښې نښانې د تاوتریخوالي زیاتوالي ته نغوته(اشاره) کوي؛ خو پاکستان به د لوړ لګښت سره – سره له جګړې څخه لږ ګټه پورته کړي.

له پاکستان سره جګړې ممکن د اسلامي امارت لپاره ملاتړ زیات کړی وي، ځکه افغانان د ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي؛ خو دې پر نړیواله کچه افغانستان نور هم منزوي کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امید پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د هوايي برید له کبله ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

Published

on

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوه‌یمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم له‌خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.

دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.

د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

Published

on

د آلمان ای‌آر‌ډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.

د راپور له مخې: نبراس‌الحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ​​ورته وخت کې د اسلامي امارت له‌خوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.

په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.

دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.

آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نه‌پېژني.

د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.

د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!