Connect with us

سوداگري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدا سوداګر ۲۰۰ میلیون ډالر زیانمن کړل

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

خپور شوی

د

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ورځو کې د سوداګریزو لارو بندېدا د افغانستان او پاکستان سوداګرله پراخو اقتصادي زیانونو سره مخ کړي دي.

د “نیشن” د راپور له مخې؛ د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل کېدا د دواړو لوریو سوداګرو ته شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالر مالي زیانونه اړولي او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري یې هم پر ټپه ولاړه ده.

رسمي سرچینو ویلي، چې د اوکټوبر له دولسمې څخه تر یودېرشمې پورې د ۸ لارو د تړل‌کېدا په پایله کې له ۵۰ میلیون ډالرو څخه ډېر مستقیم زیانونه اړولي او زرګونه لارۍ او سوداګر د لارو دواړو خواوو ته بند پاتې دي؛ خوسا کېدونکي توکي په ګمرکونو کې له منځه تلي او سلګونه ټنه تازه میوو او خواړو زیانونه لیدلي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې: افغانستان هره میاشت له پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالر واردات لري او ۶۰ میلیون ډالر صادروي؛ خو د لارو تړلو دا بهیر په ګډوډ کړی دی. همدارنګه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات بند شوي دي.

د دې بحران په پایله کې زرګونه کارګران اغېزمن شوي او له زر څخه زیاتې لارۍ د کراچۍ په بندر کې ولاړې پاتې دي.

همدارنګه، راپورونه ښیي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې ۶ سلنه کمه شوې، چې تېر کال له ۵۰۲ میلیون ډالرو څخه ۴۷۵ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په سپتمبر کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم د تېر کال پر پرتله ۱۳ سلنه کم شوی دی.

سوداگري

سعودي دلتا شرکت په افغانستان کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او پراختیا تړونونه لاسلیک کړل

د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړه‌لیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.

Published

on

د سعودي عربستان «دلتا انرژي» شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، په هرات کې د طبیعي ګازو د کارونې او د سیمه‌ییزې ګاز نل‌لیکې د جوړولو د امکان ارزونې په برخو کې یو لړ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دلتا انرژي شرکت په هغه خبرپاڼه کې، چې د وږي پر پېنځلسمه / د سپټمبر پر شپږمه خپره شوې ویلي؛ دغه هوکړه‌لیکونه په هرات کې د کشک او تیرپل قراردادي ساحې رانغاړي، چې شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومټره مربع مساحت لري.

د هوکړه‌لیکونو له مخې؛ دلتا انرژي به ځمک‌پوهنیزې او جیو فزیکي څېړنې، زلزله‌پوهنې، اکتشافي برمه‌کاري او د زیرمو ارزونه ترسره کړي، چې د افغانستان د هایډروکاربني سرچینو کچه او سوداګریز ظرفیت یې معلوم شي.

دغه شرکت به په هرات صنعتي ښارګوټي، هرات ښار او نورو منظور شویو سیمو کې د طبیعي ګازو د کارونې او اړوند بېخبناوو په اړه د یوې هر اړخیزې څېړنې د تمویل او ترسره کولو مسوولیت هم پر غاړه واخلي. په دې څېړنه کې به د صنعتي فعالیتونو، برښنا تولید او نورو انرژۍ اړتیاوو لپاره د طبیعي ګازو احتمالي کارونې وڅېړل شي.

د هوکړه‌لیکونو په بله برخه کې د ۷۰۰ کیلومټره اوږدې«سنټ‌ګاز؛ د هوساینې دهلیز» ګاز نل‌لیکې د طرحې د ارزونې لپاره چوکاټ رامنځته شوی دی. وړاندیز شوې نل‌لیکه کولی شي د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته څېرمه د ګاز د ترلاسه کولو یوه نقطه د کندهار سپین‌بولډک ولسوالۍ ته څېرمه له یوې انتقالي نقطې سره ونښلوي.

دلتا انرژي اټکل کړی، چې د دې نل‌لیکې پلي کول به د ۱۰ کلونو په موده کې شاوخوا ۱۰ میلیارډ ډالرو پانګونې ته اړتیا ولري؛ خو د دې پروژې عملي کېدل د تخنیکي او اقتصادي څېړنو له ترسره کېدا، د مالي سرچینو له برابرېدا، د قانوني جوازونو له ترلاسه کولو او د پانګونې د وروستۍ پرېکړې له کولو سره تړاو لري.

د وړاندیز شوې نل‌لیکې موخه د یوه سټراټیژیک انرژۍ دهلیز د رامنځته کېدا ارزونه بلل شوې، چې د تائید او عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان د پراختیا په حال کې د ګازو سرچینې له کورنیو او سیمه‌ییزو بازارونو سره ونښلوي.

دلتا انرژي ټینګار کړی، چې د دې نل‌لیکې د جوړولو هر ډول پرېکړه به د اکتشاف د بریالیتوب، د ګازو د زیرمو د بشپړتیا د اثبات، د تخنیکي او اقتصادي څېړنو، د اړینو جوازونو د ترلاسه کولو او د پروژې د مالي سرچینو له برابرېدا سره تړلې وي.

دغه شرکت ویلي، چې د انرژۍ جامع پروګرام یې ښايي په راتلونکو کلونو کې د لسګونو میلیارډونو ډالرو احتمالي پانګونه ولري. په دې پانګونه کې اکتشاف، د نفت او ګازو د ساحو پراختیا، د طبیعي ګازو کارونه، د ګازو د لېږد بېخبناوې او اړوند تاسیسات شامل دي.

د دلتا انرژي د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام ښايي د ۱۰ کلونو په موده کې د اکتشاف، د ساحو د پراختیا، د ګازو د کارونې، د نل‌لیکو د بېخبناوو او اړوند تاسیساتو په برخو کې شاوخوا ۶۰ میلیارډ ډالره احتمالي پانګونه ولري؛ خو دا اټکل هم د تخنیکي او سوداګریزې امکان‌سنجونې، مالي سرچینو، قانوني جوازونو او د پانګونې د وروستیو پرېکړو له ترسره کېدا سره مشروط دی.

د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې د مدیره پلاوي رییس شیخ بدر محمد الایبان ویلي، چې دغه پروژه یوازې د تېلو او ګازو په برخه کې پانګونه نه‌ده، بلکې د یوه ګډ او بشپړ انرژۍ نظام د رامنځته کولو فرصت دی، چې په اوږده مهال کې پر افغانستان او سیمه اغېز کولی شي.

هغه ویلي، د دې طرحې لپاره د «هوساینې دهلیز» نوم؛ ځکه غوره شوی، چې وروستی هدف یې خلک دي او د انرژۍ سرچینې هغه مهال تر ټولو ډېره ګټه رامنځته کوي، چې د صنعتونو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدا، سیمه‌ییزې نښلونې او اقتصادي فرصتونو لپاره زمینه برابره کړي.

الایبان زیاته کړې، د شرکت تګلاره به پړاو پر پړاو او پر کره ارزونو ولاړه وي او کار به له اکتشاف او تخنیکي ارزونو پیلېږي. د کار راتلونکي پړاوونه به یوازې هغه مهال تعقیب شي، چې د سرچینو شتون، اقتصادي توجیه، مالي سرچینې او اړین جوازونه یې ملاتړ وکړي.

د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې رییس او شریک چاهر التکي ویلي، چې دغه شرکت د افغانستان له کانونو او پټرولیم وزارت سره د همکارۍ له پیل او د هېواد د انرژۍ د پراختیا په نوي پړاو کې له ګډون څخه خوښ دی.

هغه ټینګار کړی، چې اکتشاف لومړیتوب لري او د کره ځمک‌پوهنیزو او تخنیکي څېړنو له لارې باید په قراردادي ساحه کې د شته هایډروکاربني سرچینو څرنګوالی او کچه معلومه شي.

د التکي د څرګندونو له مخې، د دغو ارزونو پایلې به د سرچینو د پراختیا لپاره مناسبه لاره وټاکي.

هغه زیاته کړې، چې شرکت په ورته وخت کې د انرژۍ پراخ بهیر هم ارزوي.

په هرات کې د ګازو د کارونې پروګرام به د صنعت او سیمه‌ییزې انرژۍ اړتیاوو د پوره کولو څرنګوالی وڅېړي او د «سنټ‌ګاز دهلیز» طرحه به د دې پروګرام سیمه‌ییز او اوږدمهاله اړخ جوړوي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري د دغو هوکړه‌لیکونو لاسلیک د هېواد د هایډروکاربني سرچینو د پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.

هغه ویلي، له دلتا انرژي سره همکاري د اکتشاف د بهیر د پرمختګ، د افغانستان د طبیعي ګازو د سرچینو د ظرفیت ارزونې او د هغو بېخبناوو د پراختیا لپاره فرصت برابروي، چې د اقتصادي فعالیتونو او د هېواد د انرژۍ د خوندیتوب ملاتړ کولی شي.

د کانونو او پټرولیم وزیر په افغانستان کې د تېلو او ګازو په برخه کې د پانګونې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه وزارت د پروژو د اکتشاف، ارزونې او پراختیا په ټولو پړاوونو کې له دلتا انرژي سره همکارۍ ته چمتو دی.

د دلتا انرژي د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروګرام د انرژۍ د پورته‌لاس برخې د سرچینو د اکتشاف او تولید له بهیر سره د ګازو د کورنۍ کارونې او سیمه‌ییزو بېخبناوو د نښلولو لپاره طرحه شوی دی. د اقتصادي توجیه په صورت کې دغه پروګرام کولی شي د صنعتونو له پراختیا، انرژۍ ته د لاسرسي له زیاتېدا، د کاري فرصتونو له رامنځته کېدا او د سیمه‌ییزې نښلونې له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

وړاندیز شوی «سنټ‌ګاز؛ د هوساینې دهلیز» نل‌لیکه هم د عملي کېدا په صورت کې کولی شي د افغانستان ونډه د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د انرژۍ او ټرانزیټ له اړخه پیاوړې کړي.

دلتا انرژي د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت او د «دلتا انټرنشنل هولډینګ» ډلې غړی دی، چې د انرژۍ د پراختیا، د هایډروکاربنونو د اکتشاف او تولید، طبیعي ګازو، د انرژۍ د بېخبناوو، نل‌لیکو او اړوند پروژو د پراختیا په برخو کې فعالیت کوي.

دغه شرکت ویلي؛ د نړیوالو همکاریو او پروژو د پراختیا له لارې د انرژۍ او بېخبناوو پر هغو لویو فرصتونو تمرکز کوي، چې د کوربه هېوادونو، پانګوالو او سیمه‌ییزو لوریو لپاره د اوږدمهاله اقتصادي ارزښت د رامنځته کولو وړتیا ولري.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د امام ابوحنیفه په پېنځم نندارتون کې له شل ډېر بهرني استازي ګډون کوي

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي؛ د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون پېنځم پړاو به د روان کال د تلې له پېنځلسمې څخه تر یوویشتمې پورې په کابل کې جوړه شي.

د دې خونې مسوولان وايي؛ په دې نندارتون کې به له شل څخه د ډېرو هېوادونو استازي ګډون وکړي، چې د روسیې، هند، ترکیې او جاپان استازي به هم په کې وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم د دغه نندارتون جوړېدل د سوداګرو، پانګوالو او تولیدوونکو لپاره د محصولاتو او تولیداتو د معرفي کولو او له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بولي.

دغه راز یو شمېر اقتصادي کارپوهان د نړیوالو سوداګریزو نندارتونونو جوړول د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د بهرنیو پانګونو د راجلبولو لپاره مهم بولي.

د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون څلورمه دوره هم تېر کال په کابل کې جوړه شوې وه او د مسوولانو د څرګندونو له مخې، په څنډه کې یې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د څه باندې ۷۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړه‌لیکونه او سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي وه.

Continue Reading

سوداگري

افغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

Published

on

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو له وزیر نیکیتا کورنیینکو او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي روسیې ته د افغانستان د صادراتو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي:« چمتو یو، چې په افغانستان کې د روسي توکو د وړاندې کولو لپاره یو مرکز او همدارنګه په دې ولایت کې د افغان توکو د وړاندې کولو لپاره یو بازار جوړ کړو.»

د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو وزیر هم له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د اسلامي امارت او خصوصي سکټور د استازو په ګډون له پلاوي هرکلی کړی او بلنه یې ورکړې، چې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دې ولایت ته سفر وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره وبلله او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!