تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه ډېر ژر پای ته رسوم
هغه دا څرګندونې په کوالالمپور کې د سویل ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې (آسیان) د سرمشریزې په څنډه کې د تایلینډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وکړې او په نړۍ کې یې د سولې د ودې لپاره د خپلې ادارې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ژمنه وکړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه به “ډېر ژر” پای ته ورسوي او د پاکستان رهبران یې د “ښه خلکو” په توګه وستایل.
هغه دا څرګندونې په کوالالمپور کې د سویل ختیځې آسیا د هېوادونو د ټولنې (آسیان) د سرمشریزې په څنډه کې د تایلینډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وکړې او په نړۍ کې یې د سولې د ودې لپاره د خپلې ادارې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ ویلي؛ “مونږ له تېرو اته میاشتو راپدېخوا اته جګړې پای ته رسولي؛ پر منځنۍ کچه په میاشت کې یوه جګړه؛ اوس یوازې یوه پاتې ده. که څه هم ما اوریدلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ بیا تاوتریخوالی پیل شوی؛ خو زه به یې ډېر ژر حل کړم. زه دواړه پېژنم؛ د پاکستان مارشال او د پاکستان لومړی وزیر – دواړه عالي خلک دي او زه ډاډه یم، چې دا به هم ډېر ژر پای ته ورسیږي.”
هغه زیاته کړې؛ د نړیوالو شخړو حل کول د هغه یو ځانګړې موخه ده او وایي: “که وکولی شم وخت وټاکم او د میلیونونو خلکو ژوند وژغورم؛ دا به غوره کار وي، چې کولی شم تر سره یې کړم. د سولې له راوستلو پرته بل لوی کار نشته.”
ټرمپ ټینګار وکړ، چې هیڅ امریکایي ولسمشر د جګړو په پای ته رسولو او د سولې تړونونو په لاسلیک کولو کې دومره بریالی نهو او زیاته یې کړه؛:”هغو جګړې پیلوي؛ خو نه یې حل کوي.”
هغه د تایلینډ- کمبوډیا د سولې هوکړه “تاریخي لاسته راوړنه” یاده کړه او په نړیواله ډیپلوماسۍ کې یې د واشنګټن د فعال رول د بېرته راستنېدا نښه وبلله.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې په وروستیو اوونیو کې د ټرمپ او پاکستاني مشرانو ترمنځ اړیکې ښې شوې دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې وروستیو کې پر کشمیر د اپریل د ۲۲مې له ترهګریز برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو کې د ټرمپ له هڅو ستاینه کړې وه.