سیمه ییز خبرونه
د افغانستان او پاکستان پر پوله په نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي
پاکستان ادعا کړې، چې د ترهګرو یوې لویې ډلې د چارشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال کې د افغانستان پولې ته نږدې پر امنیتي پوستو برید کړی دی.
د پاکستانيو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د کالاش د سرحدي درې پر دوه بېلابېلو پوستو د برید په پایله کې ۴ پاکستاني پوځیان او ۱۲ بریدګر وژل شوي دي.
پوځ څرګنده کړې؛ له پوځیانو سره نښتې هغه مهال پیل شوې، چې د ترهګرو یوې لویې ډلې پر پوره نویو وسلو د پاکستان پر دوه پوځي پوستو برید وکړ.
اسوشیتید پرس راپور ورکړی، چې چارواکو د بریدګرو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو وایي، چې دوی له ګاونډ افغانستان سره اړیکې لري.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي؛ پاکستان په افغانستان کې د اسلامي امارت له حکومت څخه تمه لري، چې خپلې ژمنې پوره کړي او د پاکستان پر ضد د تروریستي هڅو له ترسره کولو او د افغان خاورې له کارولو ډډه وکړي.
د پوځ لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ پوځیانو دغه برید پر شا تمبولی او زیاتوي، چې بریدګر پر وروستیو وسلو سمبال ول.
ویل کیږي، چې وسلهوال د افغانستان له پولې څخه راغلي وه.
له دې مخکې د دغه برید پړه تحریک طالبان پاکستان یا TTP پر غاړه اخیستې وه.
دغې ډلې ویلي، چې د دوی جنګیالیو پاکستانيو پوځیانو ته درنده مرګ و ژوبله اړولې او د پوستو د نیولو پر مهال یې وسلې هم لاس ته ورغلي دي.
پاکستانيو چارواکو ويلي، TTP او نورې وسلوالې ډلې افغانستان ته تښتېدلي او پناه یې اخیستې ده.
اسلامي امارت دغه تورونه ردوي او وايي، هیڅوک نهشي کولی د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته د ګواښ لپاره وکاروي.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه11 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی2 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
