تازه خبرونه
د افغانستان بانک چارواکو له قانون سرغړونه کړې- مشرانو جرګې غړي
د مشرانو جرګې غړي وایي؛ د افغانستان بانک چارسمبالي اجمل احمدي د قانون خلاف د خپلو مرستیالانو او کارمندانو پرمنفکولو لاس پورې کړی او دا کار نه یوازې د زورواکۍ یوه بڼه ده، بلکې له قانون ښکاره سرغړونه هم ده.
دوۍ څرګنده کړې؛ د افغانستان بانک چارسمبالي او سرپرست له کوم قانونې دلیل پرته پر دغو کړنو لاس پورې کړی او ملت ته یې دا سې اسناد ندې وړاند کړي، چې اړوند ګوښه کیدنې پرې قانونې ثابتې شي.
په هغه انځوریزو څرګندونو کې، چې ټولنیزو رسنیو خپرې کړي؛ لیدل کیږي، چې ساتونکي دغه بنسټ ته د افغانستان بانک د ګوښه کړ شوي لومړي مرستیال وحید نوشېر د وردننه کیدو خنډ کیږي.
له دې مخکې د افغانستان بانک د دوه یم مرستیال په ګډون یو شمېر نور لوړ پوړي مامورین هم له ورته برخه لیک سره مخ شوي وه.
د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نو ساپۍ هم په د افغانستان بانک کې له روان وضیعته اندېښنه لري او وروستۍ کړنې د قانون خلاف بولي.
هغه په ډاګه کوي، چې که د افغانستان بانک مامورین د فساد قضیه لري؛ باید د عدلي او قضایې بنسټنو لخوا تر څارنې لاندې راشي.
د افغانستان بانک دوه یم مرستیال قسیم رحیمي هم رامنځته شوې کړنه د افغانستان بانک قانون د شلمي مادې او پېنځمې فقرې خلاف بولي او وایي: زمونږ په اړه شوې پرېکړه د هېواد له تولو بانکي قوانینو سرغړونه ده. که مجرم یم؛ نو باید د محکمې د حکم پر بنسټ پرېکړه شوې وای.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړي د افغانستان بانک پر مرستیالانو تر سره شوې کړنه د بانک د قانون خلاف عمل دی.
د افغانستان د حقوق دانانو تولنې رییس وحید فرضه یي وایي، چې: هغه کړنه، چې د افغانستان بانک مسوولینو په دې وروستیو کې تر سره کړې د بانک د قانون خلاف ده. که اشخاص پر فساد تورن وې؛ باید د عدلی بنستونو له پرېکړې وروسته منفک شوي وای.
د افغانستان د روڼتیا او څار ادارې مشر سید اکرام افضلي هم د افغانستان بانک د مسوولینو لخوا وروستۍ کړنې د اندېښنې وړ ګڼي او وايي؛ که دا لړۍ همداسې روانه وي، دهېواد دا سترمالي بنسټ به هم د سیاسي تربګڼۍ ښکارشي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په د افغانستان بانک کې داسې بې باکه کړنې د افغانستان دغه مالي بنسټ ته خطر بولي او وایي، چې باید قانون ته درناوی وشي.
د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وایي: مونږ پوهیږو، چې د اجمل احمدي وروستۍ کړنې قانونې نه، بلکه عقده یي دي او دا کار د افغانستان بانک له خطر سره مخ کولی شي.
دا، چې د افغانستان بانک نو ي مشر د کوم دول فساد په قضیه کې د دې بانک دوه مرستیالان له د ندو ګوښه کړي؛ په اړه یې له څه ویلو ډډه کوي؛ خو په یوه اعلامیه یې څرګنده کړې، چې وروستۍ کړنې یې د افغانستان بانک د قانون د شلمې مادې او درېیمې فقرې پر بنسټ تر سره کړی دی.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه21 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی21 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه20 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
