Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون اعلان کړ

خپور شوی

د

د افغانستان د احصایئ او معلوماتو ملي ادارې نن (چارشنبه د وري ۱۰ ) په کابل کې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال د احصائې د کالنۍ د خپرولو تر نامه لاندې په یوه غونډه کې د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون کسان اعلان کړ.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت معین عبدالطیف نظري د احصائې او معلوماتو ملي ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار او د اسلامي امارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د افغانستان د احصائې ملي ادارې ویلي؛ د افغانستان ټول نفوس ۳۴.۳ میلیون دی، چې ۱۷.۵ میلیون (۵۱٪) یې نرینه او ۱۶.۸ میلیون (۴۹٪) یې ښځې دي، چې ۲۴.۲ میلیونه یې (۷۰.۶٪) یې کلیوال او  ۸.۶ میلیون (۲۵٪) ښاري او ۱.۵ میلیون ۴.۴٪) نور یې کوچیان دي.

دې ادارې دا هم ویلي، چې د ۱۴۰۱ ل .هـ کال د نفوسو اټکل ښيي، چې د نفوسو ۴۵،۵ سلنه له  ۱۵ کلونو ل. عمر لري، ۴۹،۷ سلنه یې کاري عمرونه او ۲.۷ سلنه یې له  ۶۴ کلونو ډېر عمر لري.

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په ١٣٩٩ کال کې په هېواد کې ټولټال واردات ثبت شوي چې ارزښت يې ٦ ميليارده او ٥٣٨ ميليونه ډالره او ټول صادرات يې ٧٧٧ ميليونه ډالره و.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې: په تېر  (۱۴۰۰) کال کې ټول ثبت شوي واردات ۵۳۰۸ میلیون ډالره او صادرات ۸۵۰ میلیون ډالره دي.  

دغه اداره وايي، تېر کال (۱۴۰۰) ټول هېواد ته د ۵ میلیارده او ۳۰۸ میلیونو ډالرو په ارزښت واردات ثبت شوي او ټول صادرات یې ۸۵۰ میلیونه ډالره وو.

دغې ادارې د ۱۴۰۰ وژونکیو ناروغیو احصایې هم له رسنیو سره شریکې کړې.

دې ادارې ویلي، په ۱۴۰۰ل.هـ کال کې د وژونکیو ناروغیو احصائې ښيي، چې د نري رنځ ۲۶۴۵۴ پېښې او د ۳ زره او ۷۶۹ د ایډز پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د احصائې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر کال پر کرونا ویروس اخته ۱۹۹۹ کسان مړه شوي او ۸۲۳۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

 

Advertisement

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!