لوبی
د افغانستان د پاورلفټینګ فډراسیون مشر نجیب الله ایوبي مړ شو
د نجیب الله ایوبي زوی ساحل ایوبي رسنیو ته ویلي، چې پلار یې تېره شپه ( د غبرګولي نولسمه)د کابل په یوه روغتون کې د “زړه د حملې” له کبله مړ شو.
د افغانستان د پاور لفټینګ فډراسیون او د مردان آهنین سیالیو رییس نجیب الله ایوبي په کابل کې د زړه د حملې له کبله مړ شو.
د نجیب الله ایوبي زوی ساحل ایوبي رسنیو ته ویلي، چې پلار یې تېره شپه ( د غبرګولي نولسمه)د کابل په یوه روغتون کې د “زړه د حملې” له کبله مړ شو.
نجیب الله ایوبي ۴۷ کلن و او له ډېرو کلونو راپدېخوا د افغانستان د پاورلفټینګ او مردان آهنین فډراسیون مشر و.
ایوبي ته د هغه د هڅو له کبله په ټول هېواد کې پر پراخه کچه درناوی کېده.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه11 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی2 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
