تازه خبرونه

د افغانستان د کرکټ د ودې اغېزمن لوبغاړی شاپور ځدراڼ مړ شو

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ‌اچوونکی شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ په نړیوال پرمختګ کې یې مهمه ونډه لرله، له یوې سختې ناروغۍ وروسته د ۳۸ کلونو پر عمر د هند په یوه روغتون کې مړ شو.

د هغه ورور او د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي دولت ځدراڼ د سې‌شنبې پر ورځ د خواخوږۍ او خواشینۍ په یوه پیغام کې لیکلي:« د خپل ګران ورور او ملګري شاپور ځدراڼ پر مړینه ډېر خواشینی یم او د دې سترې ضایع د بیانولو لپاره هېڅ الفاظو د بیانولو وس نه‌لرم.»

نوموړی د هموفاګوسیټیک لنفوهیسټیوسیټوزیس (HLH) نومې پر یوې مرګونې ناروغۍ اخته و او د روان کال له جنورۍ راپدېخوا د هند د نوي ډیلي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و. که څه هم روغتیا ‌یې د لنډ مهال لپاره ښه شوې وه؛ خو وروسته یې ناروغي بېرته سخته شوه او یو ځل بیا روغتون ته ولېږدول شو.

ځدراڼ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لومړني نسل له مهمو لوبغاړو څخه و. هغه خپله لومړۍ نړیواله لوبه په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې ترسره کړه او وروستی ځل په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان لپاره ولوبېد.

نوموړي د افغانستان لپاره په ټولیز ډول ۸۰ نړیوالې لوبې ترسره کړي، چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې ۴۳ او په شل‌آوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.

شاپور ځدراڼ درې ځله د شلآاوریز نړیوال جام برخه‌وال و او په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د هېواد د لومړي پنځوس‌آوریز نړیوال جام په لوبډله کې ولوبېدو.

د هغه د لوبې له تر ټولو یادګاري شېبو څخه یوه د ۲۰۱۵ نړیوال جام پر مهال د نیوزیلنډ په ډونېډین ښار کې وه، چې افغانستان سکاټلنډ ته پر یوه ویکټه ماتې ورکړه او د نړیوال جام په تاریخ کې یې خپله لومړۍ بریا خپله کړه. شاپور ځدراڼ، چې تر ډېره د توپ‌اچوونکي په توګه پېژندل کېده؛ د هماغې لوبې بریالۍ منډې یې وکړې او د افغانستان تاریخي بریا یې بشپړه کړه.

شاپور ځدراڼ له نړیوال کرکټ څخه له څو کلونو لرې پاتې کېدا وروسته د ۲۰۲۵ زېږدیز کال په جنورۍ کې له کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه د خپلې مخه‌ښې په پیغام کې لیکلي وه:« نن هغه ورځ ده، چې هیڅکله مې نه غوښتل ورسره مخ شم؛ خو دا ورځ د هر لوبغاړي په ژوند کې راځي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې له ۲۲ کلونو خدمت، قربانۍ او له کرکټ سره له مینې وروسته له دې لوبې سره مخه ښه کوي.

ځدراڼ ویلي وه:« کرکټ زما لپاره یوازې یوه لوبه نه‌وه، بلکې زما شوق، هویت او د ژوند موخه وه.» هغه ټینګار کړی و، چې له ماشومتوبه یې هیله وه د افغانستان استازیتوب وکړي او ویاړي، چې د نړۍ په ډګر کې یې د خپل هېواد د بیرغ په رپولو کې ونډه لرلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ هم د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د تقاعد د اعلان پر مهال شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ودې له مهمو څېرو څخه بللی و او د دې لوبې په پرمختګ کې یې د هغه ونډه ستایلې وه.

شاپور ځدراڼ د هغو لوبغاړو له ډلې و، چې د افغانستان کرکټ یې له ناپېژندګلوۍ تر نړیوالو سترو سیالیو ورساوه. د هغه چټکه توپ‌اچونه، پیاوړی حضور او د ویکټې له اخیستو وروسته ځانګړې خوشحالۍ به د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې تلپاتې پاتې وي.

Trending

Exit mobile version