تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر د یوه پلاوي پر مشرۍ عربستان ته روان شو

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتیایي همکاري او د همغږۍ پیاوړتیا، د تجربو تبادله او په بشري او روغتیا برخو کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي نن (سېشنبه د لړم شپږمه) د سعودي عربستان د روغتیا وزیر پر بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ سعودي عربستان ته سفر وکړ.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتیایي همکاري او د همغږۍ پیاوړتیا، د تجربو تبادله او په بشري او روغتیا برخو کې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد سفر، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د روغتیايي همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا، تجربو شریکولو او د ګډو هڅو د رامنځته کولو لپاره تر سره کېږي؛ په کې به د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، ګېټس بنسټ او د شاه سلمان خیریه او بشري مرستو بنسټ له استازو سره هم جلا جلا لیدنې او خبرې اترې ولري.

ویل کیږي، چې نور جلال جلالي به د دې هېواد د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې هم برخه واخلي.

Trending

Exit mobile version