Connect with us

لوبی

د افغانستان فوټسال لیګ د څلورم پړاو لومړۍ نیمایي د اتحاد پر بریا پای ته ورسېده

د جولای پر اتمه به د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو د پېنځه‌څلوېښتمې دوه‌یمې نیمایي سیالیو راستنېدا پیل شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۱۱, ۱۴۰۴

د افغانستان فوټسال غوره لیګ په لړ کې اتحاد اف‌سي لوبډلې وکولی شول، چې د سې شنبې پر ورځ د دې پړاو د لومړۍ نیمایي په پېنځه‌څلوېښتمه او وروستۍ لوبه کې  ۱۰ پر ۲ دیار سنايي لوبډلې ته زړه‌راکښونکې ماتې ورکړي او سیالي وګټي.

د جولای پر اتمه به د افغانستان فوټسال غوره لیګ د څلورم پړاو پېنځه‌څلوېښتمې لوبې د دوه‌یمې نیمایي سیالیو راستنېدا پیل شي.

په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌وال کولی شي د دغو ۴۵ لوبو د دوه‌یمې نیمایي لوبو پیل ته پر تمه واوسي او د جولای پر اتمه یې له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه وګوري.

لوبی

په جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

Published

on

د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې پر ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو مراسمو پر ترسره کېدا پیل شو او د اوکټوبر تر څلورم به روان وي.

د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.

د آسیا د المپیک شورا مشر د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي؛ د آسیا په لوبو کې ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي، چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او ښيي، چې سپورټ اوس هم د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابلې همغږۍ او ملګرتیا لپاره ځواک کېدی شي.

د آسیا دا لوبې د توکیو له المپیک پېنځه کاله وروسته ترسره کېږي؛ هغه لوبې، چې د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو له کبله پرته له نندارچیانو ترسره شوې وې.

په دې پړاو کې له ۱۱ زره ډېر لوبغاړي د آسیا له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې به له یو بل سره لوبې وکړي.

په دغو لوبو کې د افغانستان اته سپورټي ډلې د ۳۴ لوبغاړو په ګډون حضور لري.

ټاکل کیږي، چې نن څلور افغان لوبغاړي؛ محمد جعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول

د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۵

ابومسلم فراه او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دیارلسمه لوبه کې نن (شنبه) سره مخ شول، چې لوبه یې له کوم ګول پرته په مساوي ډول پای ته ورسېده.

دواړو لوبډلو په دواړو نیمایي کې د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو هېڅ یوې لوبډلې ونه‌شو کولی له خپلو رامنځته شویو دریځونو ګټه واخلي او لوبه ۰-۰ پای ته ورسېده.

د ابومسلم فراه فوټبال لوبډلې لوبغاړی مصطفی عمرخېل د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

ابومسلم فراه به په خپله راتلونکې لوبه کې له سرخ‌پوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به له استقلال کابل سره لوبه وکړي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول

عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۹, ۱۴۰۵

عینو مېنه کندهار او عمر ځواک هرات د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دولسمه لوبه کې نن(‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې سره مخ شول، چې لوبه یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

عینو مېنې لوبه ښه پیل کړه او محمد یعقوب د لوبې په شپږمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه او خپله لوبډله یې مخکې کړه.

دغه راز عمر ځواک هرات اته دقیقې وروسته ځواب ورکړ او نعمت‌الله کریمي په څوارلسمه دقیقه کې د عینو مېنې پر دروازې توپ وردننه کړ او لوبه یې مساوي کړه.

د لوبې په دوام کې دواړو لوبډلو د بریا ګول وهلو هڅې وکړې؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې رامنځته شوې هڅې پر ګول بدلې نه‌شوې او لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

د عینو مېنه کندهار لوبډلې اهل‌الله درمان د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

عینو مېنه کندهار به په راتلونکې لوبه کې له سرسبز یاشلر فاریاب سره لوبه کوي او عمر ځواک هرات به له آرمان اف‌سي سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!