لوبی
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې اسټرالیا ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې له نړیوال جام څخه مخکې په خپله لومړۍ روزنیزه لوبه کې د اسټرالیا له ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرکټ لوبډلې ته پر شپږ ویکټو ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې، چې د یکشنبې پر ورځ د نامیبیا په پلازمېنه کې ترسره شوه؛ اسټرالیا له ټاس ګټلو وروسته لومړی توپوهنه وکړه او په ۴۳.۵ اورونو کې یې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
د باران له کبله ټاکلې هدف ۱۶۴ منډو ته واوښته او افغانستان په ۳۵.۴ اورونو کې د څلورو ویکټو پر زیان ترلاسه کړ.
د هیواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډله به د چارشنبې پر ورځ په خپله راتلونکې روزنیزه لوبه کې له سریلانکا سره مخ شي.
لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې نامیبیا ته ۶-۲ ماتې ورکړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې په آذربایجان کې د فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام او فوټبال نندارې په سیالیو کې د نامیبیا لوبډلې ته ۶-۲ ماتې ورکړه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اوومه لوبه وه.
ټاکل شوې، چې د افغانستان ملي لوبډله خپله راتلونکې لوبه نن (پنجشنبه) د هند پر وړاندې ترسره کړي.
لوبی
افغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپوهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپاچوونکي تر فشار لاندې راوستل.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شلآوریزو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې د سېشنبې پر ورځ په شارجه کې زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان د لوبې په دولسم آور کې د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۶ منډې کړې وې؛ خو د اعجاز احمدزي پر توپوهنه د لوبې بهیر بدل شو. هغه یوازې پر ۲۰ توپونو پنځوس منډې وکړې او په پیاوړو ګوزارونو یې د زیمبابوې توپاچوونکي تر فشار لاندې راوستل.
احمدزي او شاهدالله، چې پر ۴۲ توپونو یې ۴۶ منډې کړې وې؛ د افغانستان د منډو د زیاتولو لپاره هڅې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو په ۴.۵آورونو کې د لوبډلې پر منډو ۶۱ منډې ورزیاتې کړې او افغانستان یې له ستونزمن حالت څخه وایست.
راشدخان هم د توپوهنې په وروستیو شېبو کې وځلېد او په یوازې ۱۰ توپونو یې ۳۰ منډې وکړې، چې څلور شپږیزې او یوه څلوریزه هم په کې وه.
افغانستان د خپل وار تر پای ته رسېدا یو توپ مخکې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو بیا یې هم د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.
نیومن نیامهوري د زیمبابوی تر ټولو بریالی توپاچوونکی و، چې د ۳۱ منډو په بدل کې یې څلور لوبغاړي وسوځول.
زیمبابوی د ۱۷۸ منډو د هدف په تعقیب کې د افغانستان د منظمو توپاچونو پر وړاندې ستونزې درلودې او د ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې یوازې ۱۴۰ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.
راشدخان د ۲۰ منډو په بدل کې دوه لوبغاړي وسوخول. فضلالحق فاروقي هم درې لوبغاړي وسوځول او زیمبابوی لوبدله یې د هدف له پوره کولو راوګرځاوله.
افغانستان په منځنیو آورونو کې د راشدخان او مجیبالرحمان پر غوره توپاچونې پر زیمبابوی فشار زیات کړ. مجیب هم دوه لوبغاړي وسوځول.
دا د زیمبابوی پر وړاندې په نړیوالو شلآوریزو سیالیو کې د افغانستان شپږمه پرلهپسې بریا وه.
له دې بریا سره د دواړو لوبډلو ترمنځ په شلآوریزو سیالیو کې د افغانستان د بریاوو شمېر ۲۰ ته ورسېد. په داسې حال کې، چې زیمبابوی یوازې دوه لوبې ګټلې دي.
دواړه لوبډلې به د پنجشنبې پر ورځ په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې یو ځل بیا د سیالۍ ډګر ته ووځي.
لوبی
سرخپوشان خوافي طوفان هرات ته درې ګوله ورکړل
دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په شپېتمه لوبه کې سرخپوشان خوافي لوبډلې طوفان هرات ته ۳ پر صفر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.
د لوبې په لومړۍ نیمايي کې سهراب افغان په پڼځهدېرشمه دقیقه کې د سرخپوشان خوافي لومړی ګول وواهه.
سرخپوشانو خوافي په دوهیمه نیمايي کې هم خپل بریدونه روان وساتل او په دوهپنځوسمه دقیقه کې یې دوهیم ګول وواهه. یارمحمد ذکرخېل هم په دوهاویایمه دقیقه کې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه او د لوبې پایله یې ۳ پر صفر کړه.
د طوفان هرات لوبډلې لوبغاړو د هڅو سره – سره ونهشو کړی د سیالې لوبډلې دروازه پرانیزي.
د انضباطي احصائیو له مخې؛ سرخپوشان خوافي پنځه سرغړونې وکړې؛ خو طوفان هرات ۱۵ سرغړونې وکړې او یو ژېړ کارت یې هم ترلاسه کړ.
سرخپوښان خوافي به د اوکټوبر پر دېرشمه له ابومسلم فراه سره مخ شي او طوفان هرات به د اوکټوبر پر یودېشمه له خراسان فاریاب سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ د شپږم پړاو لوبې د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.
-
لوبی3 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
تازه خبرونه2 days agoد سعودي، ایران، پاکستان او ترکیې اتحاد د افغانستان د ستونزو په اواري کې مرسته کولی شي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان ته ولیږدوي – بلومبرګ
-
تازه خبرونه4 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
-
نړۍ3 days agoحوثیانو د سعودي عربستان د ریاض پر هوايي ډګر او د تېلو تاسیساتو له بریدونو خبر ورکړ
-
لوبی4 days agoعینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
