تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې غونډه مثبته وه ـ مولوي متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې له ګډون وروسته کابل ته راستون شو.
مولوي متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریوټولنې لخوا د مرستو صندوق جوړېدل او د افغانستان لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي ټاکنې ته په نغوته کې پاکستان ته خپل سفر بریالی وباله.
هغه هېواد ته له رارسېدو سره سم خبريالانو ته ویلي، چې په دې غونډه کې ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختيايي همکاريو ژمنه وکړه.
نوموړي زیاته کړې؛ د یادې ټولنې په غونډه کې ټولو غړیو هېوادونو او د بېلابېلو بنسټونو مشرانو د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.
هغه د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په اړه څرګنده کړه: دا یو څرګند حقیقت دی، چې کله مونږ کوم هېواد ته سفر کوو؛ تود هرکلي مو کیږي. مونږ غونډې لرو. د هرې ورځې له تېرېدو سره په کابل کې د بهرنیو سفارتونو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او زمونږ سفیران او ډیپلوماټان نورو هېوادونو ته استول کېږي.
مولوي متقي د افغانستان لپاره د داعش د ګواښ په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړې، مونږ د نورو پر پرتله داعش ښه کنټرول کړی دی.
هغه زیاته کړې ده، که عمران خان دې ته نغوته لري، چې د افغانستان کمزوری حکومت د داعش ګواښ نشي کابو کولی؛ دا بیا بله خبره ده او هیله من دی، چې کار تر دې ځایه راونه رسیږي.
د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړې غونډه، چې د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په غوښتنه په اسلام آباد کې جوړه شوه؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازیو په کې ګډون کړی و.
تازه خبرونه
څار: د پاکستان پر سیاستونو نیوکې
تازه خبرونه
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سېشنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د بشردوستانه او ښه نیت پر بنسټ کوي او باور لري چې دا ډول ګامونه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.
یاد وزارت همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د همغږۍ او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته حل لارې ومومي.
اسلامي امارت په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکارۍ ستاینه هم کړې ده.
دغه راز د کویل د خوشې کېدا لپاره یو امریکایی پلاوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کې دی؛ نن (سېشنبه د وري څلورمه) د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف محمد الکتبي او د بندیانو د کورنۍ یوه غړي هم ګډون درلود.
د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې امیر خان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ هېواد هېڅ وګړی نهدی بندي کړی، بلکې نیول شوي کسان له قوانینو څخه د سرغړونې پایله وه او اشخاص د قضايي پروسیجرونو له تېریدو وروسته خوشې شوي دي.
په دې ناسته کې زلمي خلیلزاد هم د اسلامي امارت له دې اقدام ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو مسلو په اړه د خبرو اترو دوام یې اړین وباله او په راتلونکي کې یې د نور پرمختګ هیله څرګنده کړه.
متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې کابل او متحده عربي امارات باید خپلو وګړو ته معیاري قونسلګري خدمات وړاندې کړي او د افغانستان حکومت په دې برخه کې بشپړ چمتو دی.
هغه د متحده عربي اماراتو له رییس محمد بن زاید آل نهیان څخه د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د رغنده رول له کبله مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې ملګری وباله.
امیر خان متقي مخکې هم د اسلامي امارت او د بندیانو د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو په تبادله کې د قطر د حکومت له هڅو ستاینه کړې وه.
ویل کیږي، چې د متحده عربي اماراتو سفیر د خپل هېواد چمتووالی وښود، چې په بشري ادارو کې خپل رول ولوبوي او دا ډول پرمختګونه یې د ټولو پر ګټه وګڼل.
تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.
د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.
له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه19 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
