Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په جنګ کې د جنګي جنایت پر تور تورن اسټرالیایي سرتېري ونیول شو

د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بې‌وسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په ​​شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړی؛ د سې‌شنبې پر ورځ د سیډني په هوایي ډګر کې هغه اسټرالیايي سرتېری او د ویکټوریا صلیب په ګډون د څو پوځي ویاړنو لرونکی بین رابرټس سمیت ونیول شو، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ ز.کلونو ترمنځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د ملکي وګړو د وژنې پر ۵ تورونو تورن پېژندل شوی دی.

د اسټرالیا فډرالي پولیسو ویلي، چې قربانیان د وژنې په وخت کې بې‌وسلې او د آسټرالیایي ځواکونو تر څارنې لاندې ول او ځینې یې رابرټس سمیت یا د هغه تر قومندې لاندې او د ده په ​​شتون کې وژل شوي او د هر تور لپاره پوره سزا عمري بند دی.

دا تورونه په ۲۰۱۸ ز.کال کې د رسنیو له یو لړ راپورونو وروسته، چې په کې پر یو بې‌وسلې افغان ځوان ډزې کول او د مرګ له امر مخکې له غره څخه د لاس تړلي بندي غورځول هم شامل ول.

رابرتس-اسمیت تر اوسه ټول تورونه رد کړي او له دې سره تړلې حقوقي قضیې، چې په کې په استرالیا کې د لوړ لګښت افترا قضیه هم شامله ده؛ په وروستیو کلونو کې د لوړو محاکمو له‌خوا ارزول شوي دي.

د ځانګړو څېړنو دفتر او د آسټرالیا فډرالي پولیسو په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو له‌خوا د ترسره شويو جنګي جرمونو په اړه د ۵۳ دوسیو څېړنه روانه ساتلې، چې ۱۰ یې اوس هم تر کار لاندې دي. چارواکو ویلي؛ د اړتیا له مخې به د نورو ښکېلو خلکو محاکمه هم په پام کې ونیول شي.

ټاکل شوې، چې رابرټس سمیت نن سې‌ شنبې د نیو ساوت ولز ایالت سیمه‌ییزې محکمې ته حاضر شي.

تازه خبرونه

ایران او افغانستان له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي – ایرانی ډیپلوماټ

مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ويلي؛ ایران او افغانستان په اوسنیو سیمه‌ییزو او نړیوالو شرایطو کې له ګډو فرصتونو او ګواښونو سره مخ دي او د دغو موضوعاتو د څېړلو لپاره د دواړو هېوادونو نږدې همکاري اړینه ده.

مرتضوي له راډیو دري سره په مرکه کې ویلي، چې کندهار او بلخ ولایتونو ته یې د وروستیو سفرونو او له سیمه‌ییزو چارواکو سره د لیدنو موخه د ګډو موضوعاتو له نږدې څارنه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا وه.

هغه ویلي، ایران او افغانستان باید خپلې ګډې ستونزې له نږدې وڅېړي او د دواړو هېوادونو او اسلامي امت د ګټو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

مرتضوي کندهار ته، چې د اسلامي امارت مشرتابه په کې حضور لري؛ ځانګړی اهمیت ورکړی او ویلي یې دي، چې ایران د سیمې نورو هېوادونو ته ورته د کابل ترڅنګ په کندهار کې هم مهمې او اغېزمنې موضوعګانې څاري.

نوموړي زیاته کړې، چې له کندهار والي ملا شیرین سره په څو ساعته لیدنه کې د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتوترڅنګ پر امنیتي، اقتصادي او سرحدي همکاریو هم خبرې شوې دي.

د مرتضوي د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د سیمې روان بدلونونه هم وڅېړل شول او د جګړې او بندیزونو په شرایطو کې د دواړو هېوادونو پر پرله‌پسې همکارۍ او ملتیا ټینګار وشو.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، چې په کندهار کې د ایران سرقونسل محمدرضا نفر به د دې لیدنې د پایلو د تعقیب چارې پر غاړه ولري.

مرتضوي کندهار ته د خپل سفر پر مهال د اسلامي امارت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د لیدنې خبر هم ورکړی او څرګندوي، چې په دې لیدنه کې د رسنیزې برخې په اړه پر دوه‌اړخیزو همکاریو هم خبرې شوې دي.

هغه بلخ ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي یوسف وفا سره د لیدنې په اړه ویلي، چې په دې لیدنه کې د ګډو موضوعاتو ترڅنګ، د ایران او افغانستان د اړیکو پر مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

مرتضوي زیاته کړې، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د متقابل امنیت پر ټینګښت او د بې‌ثباته کوونکو او امنیت ضد اقداماتو پر مخالفت ټینګار کړی او د ترهګرۍ او امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې ګډه همکاري مهمه بللې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د بلخ له والي سره په لیدنه کې پر اقتصادي موضوعاتو او د سیمې پر کچه د اقتصادي همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په روسیه کې د مسکو فارمټ اتمه غونډه سبا جوړېږي

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

Published

on

ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه سبا دوشنبه(د تلې دیارلسمه / د اوکټوبر پېنځمه) په مسکو کې جوړه شي. د افغانستان پلاوی به د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل آریانا نیوز ته ویلي، چې امیر متقي به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ییزو تحولاتو او په افغانستان کې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړي.

دغه غونډه په داسې وخت کې جوړېږي، چې د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي او روسیې هم د دغو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره پر خبرو اترو ټینګار کړی دی.

د غونډې مهم بحثونه به د کابل او اسلام‌‌آباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې، سیمه‌ییز تحولات، اقتصادي همکاري، سوداګري او ټرانزیټ وي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، چین، هند، ایران او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازي هم ګډون کوي او تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه خپره شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مونږ د افغانانو او پاکستانيانو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼو- عبداللطیف منصور

منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځان‌بساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.

Published

on

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم د بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانانو او پاکستانيانو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼي؛ ځکه دواړه لوري مسلمانان دي.

منصور د بدخشان په واخان کې د ۱۲۱ کیلومټره سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې ځینې کسان د «ورځني بمبارډ» په غبرګون کې احساساتي کېږي؛ خو افغانستان باید د ځان‌بساینې داسې کچې ته ورسېږي، چې له خپلو وګړو دفاع وکړی شي.

نوموړي ویلي:« مونږ باید دا نظام داسې پیاوړی کړو، چې ځان‌بساینې ته ورسېږو او له هر افغان څخه داسې دفاع وکړی شو، چې زیان‌رسوونکی کس په خپل هېواد کې شنډ کړو.»

منصور زیاته کړې، اوسنی نظام اوس هم په بشپړه توګه پر ځان‌بسیا شوی نه‌دی؛ خو هڅه کېږي، هم له افغانانو دفاع وشي او هم وضعیت دې پړاو ته ونه‌رسېږي، چې «وینه تویېږي، جنازې روانې وي او موخه معلومه نه‌وي.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ویلي:« مونږ د خپلو خلکو بې‌ځایه وینه تویول ناروا ګڼو او د پاکستانيانو وینه تویول هم ناروا ده؛ ځکه هغوی هم مسلمانان دي.»

د پاکستان پوځي چارواکي تل ادعا کوي، چې په دې هېواد کې د وسله‌والو بریدونه په افغانستان کې تنظیمېږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول نه‌دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!