Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي او نورو اقتصادي پروژو چارې پرانستل شوې

د ټاپي سیمه‌ییزه نللیکه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، ۱۸۲۱ کیلومټر اوږدوالی لري او د کلني لېږد ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مټر مکعب دی او له دې ټرانزیتي سند څخه به د افغانستان کلني عواید ۴۰۰ میلیون ډالره وي.

خپور شوی

د

نن چارشنبه د وږي یوویشتمه د اسلامي امارت د چارواکو او د ترکمنستان د ملي مشر په حضور کې ټاپي او نورې سترې پرمختیايي پروژې (تېل او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) په رسمي ډول پرانیستل شوې.

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو د پيل په مراسمو کې افغان – ترکمن چارواکو ګډون کړی و.

د افغانستان په شمول ټاپي پروژه د سیمي او ګاونډ هېوادونو لپاره د اقتصادي ثبات پروژه یادیږي.

افغان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې بشپړول مو یو لومړیتوب دی.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په خپله وینا کې د افغانستان او ترکمنستان خلکو، د ترکمنستان ملي مشر او ولسمشر، چارواکو او د غونډې ټولو ګډونوالو ته د دغې تاریخي ورځې مبارکي وویله.

رییس الوزراء ویلي: نن هغه ورځ ده، چې مونږ ورته کلونه کلونه سترګې پر لار وو او له سختیو او کړاوونو له تېرېدو وروسته دا سترې پروژې پرانېستل شوې.

ملا محمد حسن اخوند د دغو مهمو پروژو پرانیستلو ته په نغوته کې وويل، چې د دغو پروژو پرانیستل د ترکمنستان د ملي مشر او نورو چارواکو د ښه نيت او هوښيار سياست څرګندونه کوي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه پروژې به د افغانستان او ترکمنستان تر منځ دوستي نوره هم پراخه کړي او د دواړو هېوادونو ولسونو ته به ډېرې ګټې ورسوي.

د اسلامي امارت رییس الوزراء اړوند مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو پروژو د بشپړېدو لپاره په پوره امانتدارۍ، اخلاص او زغم کار وکړي.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې اړیکه نیولې وه ویلي، نن مونږ د ټاپي او ټاپ پروژو په ګډون د یو شمېر لویو پروژو د لاسلیک شاهدان یوو.

هغه زیاته کړې: د دواړو هېوادونو تر منځ دوستانه، ورورګلوي او ښه ګاونډیتوب د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو پلي کېدل نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان ګټه ده، بلکې د سیمې په ګټه هم دي.

په دې مراسمو کې د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف ويلي: نن د دواړو هېوادونو لپاره يوه تاريخي ورځ ده او د دواړو هېوادونو په اړيکو کې نوې پاڼه پرانيستل کېږي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل احترام، برابري، ورورولي او ښه ګاونډیتوب یې غوره بېلګه ده او په راتلونکي کې به دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

د ترکمنستان ملي مشر وایي، په ټرانسپورټي، مخابراتي، برښنايي، انرژۍ او نورو برخو کې د دواړو هېوادونو همکاري د افغانستان په ګټه ده او د رښتينې دوستۍ بېلګه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د یوې نوې پاڼې پرانيستل دي.

هغه ویلي: زمونږ د پالیسۍ مهمه برخه دا ده، چې مونږ د افغانستان له خلکو سره په اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

قربانقلي بردي محمدوف ويلي، يادې پروژې به د افغانستان پر اقتصادي پراختيا، د صنعت پر وده او ټولنيز ژوند مثبت اغېز وکړي، دولس زره افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي او هر کال به له دغو پروژو څخه د افغانستان لپاره شاوخوا يو ميليارډ ډالر عوايد هم رامنځته شي. د تاسیس شویو لارو له کارولو سره زمونږ محصولات اروپایي هېوادونو ته لېږدول کیږي او د مرکزي او سویلي آسیا په نښلولو کې مهم رول لوبوي.

د ټاپي سیمه‌ییزه نللیکه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، ۱۸۲۱ کیلومټر اوږدوالی لري او د کلني لېږد ظرفیت یې ۳۳ میلیارد مټر مکعب دی او له دې ټرانزیتي سند څخه به د افغانستان کلني عواید ۴۰۰ میلیون ډالره وي.

دغه راز د تورغوندۍ بندر د پراختیا پروژه، چې له هرات څخه تر صنوبر پورې د ۲۲ کیلومټرو پر اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ د غځولو دوه پړاوونه او د بار وړلو لپاره په یاده شوې لار کې د هنګرونو، تاسیساتو او د اوسپنې یوه فرعي پټلۍ جوړول شامل دي، چې عملي کېدا به یې شاوخوا ۴۰ ملیون ډالر لګښت ولري.

دغه راز د نور الجهاد سب سټېشن د ۳۵۳۹۲۹۵ ډالرو پر لګښت د برښنا شرکت پر مالي مرسته رامنځته شو، چې د هرات ولایت د برښنا د تأمین او له ۱۱۰ څخه ۲۲۰ ته د ولتاژ له لوړولو سره به یې په تخنیکي ضایعاتو کې کموالی راشي. د نوري فایبر پروژه به افغانستان د ترکمنستان له لارې له اروپا سره ونښلوي او ترکمنستان به د افغانستان له لارې له پاکستان او نورو ګاونډ هېوادونو سره ونښلوي.

د دې پروژې طرح په ۱۹۹۷ ز.کال کې لومړي اسلامي امارت وړاندیز کړې وه و، چې اسلامي امارت یې په هغه وخت کې هرکلی وکړ؛ خو کله، چې امریکا او ناټو پر افغانستان برید وکړ ، نو دا پروژه له پیل مخکې ودرول شوه.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد طرحه لومړی د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ وړاندیز شوې وه او هند هم په ۲۰۰۸ ز.کال کې ورسره یوځای شو.

د ۲۰۰۲ ز. کال په ډسمبر میاشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د حکومتونو مشران د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې سره جرګه شول او د درې اړخیزه تړون پر لاسلیکولو یې د پروژې لپاره نوی بنسټ کېښود، چې ټاپ (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان) نومېده؛ خو کله، چې هند رسماً له ټاپ سره یو ځای شو بیا دا پروژه له ټاپ څخه ټاپي شوه.

په ۲۰۱۳ ز. کال کې افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خپل د ګازو دولتي شرکتونه معرفي کړل، چې هر یو د خپل دولت په استازیتوب د پروژې تخنیکي چارې مدیریت او پر مخ یوسي.

په ۲۰۱۵ کال کې د ټاپي کمپنۍ لمېټډ په نامه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ټاپي شرکت تاسیس شو، چې د پروژې د ډیزاین، تمویل او تطبیق چارې پرمخ یوسي.

اوس مهال د پروژې د مدیریت، تطبیق او تمویل چارې د همدې شرکت پر غاړه دي.

اسلامي امارت مسوولین وايي افغانان هغه ارمان ته ورسیدل، چې ۳۰ کاله ورته سترګې پر لار پاتې ول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي؛ افغان ولس نن هغه ارمان ته ورسید، چې درې لسیزې ورته پر تمه و. له دې سره به د افغانستان او افغانانو په ژوند کې مثبت اقتصادي بدلونونه رامنځته شي.

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي؛ د دې پروژې د پلي کېدو لپاره زمینه برابره ده او له شریکوهېوادونو څخه غوښتنه لري، چې د پلي کیدو لپاره پخپلو سیمو کې کار وکړي.  د دې پروژې ځنډیدو افغانستان او ترکمنستان ته میلیارډونه ډالر مالي زیان اړولی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود ویلي: د افغانستان او ترکمنستان د اقتصادونو لپاره د ټاپي پروژې پیل ډېر مهم دی. دواړه هېوادونه باید د دې سترې اقتصادي پروژې دعملي کېدو لپاره هڅې زیاتې کړي. هیله لرم، چې د دې پروژې چارې په افغانستان کې چټکې بشپړې شي. دا به د سیمې او افغانستان پر اقتصاد مهم اغېز ولري.

ځینې نور شنونکي بیا په دې باور دي، چې د دې پروژې تخنیکې ځانکړنې دا سې بیا نوي، چې د ترکمنستان له ګالکنېش ګازي ساحې څخه د پاکستان او هند تر سرحدي نقطې فاضیلکا پورې ۱۸۲۱ کیلومټره اوږده ګازنللیکه، چې کلنی ظرفیت يي  ۳۳ میلیارډ مټرمکعب دی؛ په افغانستان کې یې اوږدوالی۸۲۱ کیلومټره دی. د دې  پروژې ټول تخمیني لګښت ۶ او ۷ میلیارډ امریکايي ډالر ښودل شو. د پروژې عمر له ۳۰ څخه تر۵۰ کاله، د نللیکې قطر ۵۶ اینچه، د ټرانزیټ فیس (حق العبور) له درکه د افغانستان کلني عواید تخمیني ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د اقتصادي چارو شنونکي سیر قریشي ویلي؛ د دې پروژې د عملي کیدو لپاره په افغانستان کې زمنیه مساعده شوې ده. مونږ هیله لرو، چې د دې پروژې چارې په افغانستان کې بشپړې شي. دا به مو د هېواد پر ملي اقتصاد ډېر مثبت اغېز ولري او هیله ده، چې د پروژې په پليکېدا کې له چټک ګامونه پورته شي.

دا د انرژۍ یوه پروژه ده، چې انرژي نن سبا د اقتصادي ودې لپاره اساسي شرط ګڼل کېږي؛ په ځانګړي توګه د افغانستان لپاره دا پروژه مستقیمې ګټې لري. که څه هم تر اوسه د افغانستان، هند او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ تړون نهايي شوی ندی؛ خو په ۲۰۱۲ ز.کال کې د یوې لومړنۍ هوکړې او محاسبې پربنسټ به له هر هېواد څخه په کال کې شاوخوا ۲۱۲ میلیون امریکايي ډالر د ټرانزیټ فیس اخیستل کېږي. د ټاپي ګاز نللیکې د ساختمان او عملیاتو په پړاوونو کې به زرګونه افغانان کار وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نذیر احمد خلیل وایي: د دې پروژې عملي کېدل کولي شي په هېواد کې د عمومې بېکارې کچه راټیټه کړې او په ټولو برخو کې به زرګونه هېوادوالو ته مستقیمه او غیز مستقیمه کاري زمینه برابره شي او د دې ترڅنګ نورې اقتصادي پروژې هم شته، چې ګټه به يي افغانستان ته زیاته وي او دا کار د ستاینې وړدی.

دا، چې ټاپي ګازنللیکه د افغانستان له درې مهمو صنعتي، زراعني  او تجارتي ولایتونو لکه هلمند، هرات او کندهار څخه تېرېږي؛ نو له ارزانې او پایدارې انرژۍ څخه برخمن شي. د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لس کلونو کې  افغانستان پېنځه سوه ميليون مترمکعبه ګاز ترلاسه او دوه‌يمه لسيزه کې به يو ميليارډ مټرمکعبه او درېيمه لسيزه کې به یو نیم میلیارډ مټر مکعب ګاز له دې پروژې تر لاسه کړي.

تازه خبرونه

پاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

Published

on

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له پاکستان غوښتي، چې د کابل د روږدو د درملنې پر روغتون دې د برید څېړنه وکړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې په کابل کې د روږدو پر امید روغتون د پاکستانیو پوځیانو د وروستي هوایي برید د غندلو تر څنګ ویلي، چې له کبله یې سلګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې او دا په اسلام کې یوه لویه ګناه ده او د دواړو ګاونډیو ترمنځ د روانې وینې تویېدنې په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

د یادې ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ دا برید د روژې په وروستیو لس شپو کې رامنځته شوی، چې په کې د ژوند پر درناوي ټینګار کیږي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د روغتیایي ودانیزو بنسټونو پر نښه کول له نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره سرغړونه ده او باید په هر حالت کې روغتونونه خوندي پاتې شي.

دې ټولنې د پاکستان پر حکومت او پوځي مشرتابه غږ کړی، چې سمدلاسه دا ډول کړنې ودروي، خپل مذهبي، اخلاقي او بشري مسوولیتونه درک کړي او د ملکي تلفاتو د څېړلو لپاره یوه بې‌پرې او رڼه کمیټه جوړه کړي.

د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې له دواړو لوریو وغوښتل، چې دښمني ودروي؛ د قرآن کریم له آیتونو سره سم پخلا شي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړي.

دغه راز ټینګار شوی، چې د مسلمانو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې او همکاري دواړه مذهبي دنده او د سیمه‌ییز ثبات لپاره یوه اړتیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

Published

on

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ امیر خان متقي د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازیو سره په انلاین ناسته کې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او د روږدو د درملنې پر امید روغتون د ترسره شوي ظالمانه هوایي برید په اړه، چې په کې سلګونه هېوادوال شهیدان او زخمیان شول معلومات وړاندې کړل او هغه یې له بشري اصولو ښکاره سرغړونه وګڼله.

د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي د ټولو استازولیو مسوولان وهڅول، چې په هېواد کې د وروستي وضعیت په اړه د اسلامي امارت دریځ تر نړیوالو ورسوي.

ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه دریځ، بهرني سیاست او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

Published

on

په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین ويلي، چې پاکستان نه غواړي افغانستان د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره عادي اړیکې ولري.

سهیل شاهین له انډیا ټوډی سره په یوه مرکه کې ویلي؛ اسلام‌آباد ممکن د افغانستان لپاره نور پلانونه ولري او پر ملکي وګړو پراخ بریدونه د فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، چې پر کابل خپلې غوښتنې ومني.

دې ډیپلوماټ له ان‌ډي‌ټي‌وي خبري سرچینې سره په یوه بله مرکه کې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان برید سخت وغانده او دا یې “د انسانیت پر وړاندې جنایت” وباله.

په دې برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.

د شاهین د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې له بریدونو  موخه د ټي‌ټي‌پي د غړو پر نښه کول دي؛ خو دا ادعاوې بې بنسټه دي.

شاهین د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د پردې تر شاه د خبرو تورونه هم رد کړل.

هغه وایي: « اوسمهال د پردې تر شاه خبرې اترې نشته. دوی پوځي لار غوره کړې ده. په داسې حال کې، چې مونږ تل د مسایلو لپاره سوله‌ییز حل غوښتی دی. هغو لومړی پر افغانستان برید غوره کړی؛ نو فکر کوم، چې دا مسله به د هغو پخپله ژبه ځواب شي.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!