تازه خبرونه
د افغانستان ښځو او نجونو ته د عدالت خوندیتوب بریالی نه و – ملګري ملتونه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي [یوناما] او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ موندنې ښیي، چې د هېواد عدلي جوړښت د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي په جرمونو کې د افغان میرمنو او نجونو لپاره د عدالت په برابرولو کې پاتې راغلی دی.
دغه راپور، چې د میرمنو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په جرمونو کې د عدالت د لټون تر سرلیک لاندې د ۲۰۱۸ کال له دسمبره تر د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ چمتو شوی او د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې قربانيانو ته د قضایي او عدلي بنسټونو پر ځواب او ډاډ راڅرخي.
په دې راپورکې راغلي، چې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي په وړاندې د قضایي جوړښت غبرګون مخ پر ښه کېدو دی؛ خو پرمختګ یې محدود دی.
د راپور موندنې ښیي، چې له راپور شويو جرمونو یوازې نیمایي لومړنیو محکمو ته رسېدلي او د ثبت شویو قضیو شاوخوا ۴۰ سلنه مجرمین محکوم شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی دیبرا الینز ویلي؛ ښکاره حقیقت دا دی، چې یو زیات شمېر ښځې او نجونې تراوسه ندي توانیدلي، چې ور سره د مخ شوي تاوتریخوالي په اړه له عدالت سره مخ شي؛ ځکه بښنه له مجازاتو ډېره ده.
د راپور د څرګندونې له مخې؛ په هغه قضیو کې، چې د یوناما لخوا مستندې شوي، په هرو پېنځه ښځو کې یوې میرمنې پرېکړه کړې، چې خپله قضیه د محکمو له لارې ونه څاري یا خو هلته شکایت نکوي یا خپل شکایت بېرته اخلي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ د میرمنو پروړاندې د تاوتریخوالي جرمونو په څارنه کې د حکومتي چارواکو ناکامي، په ځانګړي توګه د ماشومانو ودونه، چې امکان نلري قربانیان یې پخپله قضایي بنسټ ته ورشي او د ځان په اړه د عدالت غوښتنه وکړي، یاد بنسټ اندېښمن کړی دی.
په راپور کې راغلي، چې ډېري میرمنې د تاوتریخوالي له کبله ځان سوځونې یا ځانوژنې ته مخه کوي. دا کار ښیي؛ د تاو تریخوالي قربانیان احساس کوي، چې قضا سیستم د دوی د ژغورنې لپاره عملي لار وړاندې کولی نشي.
د یوناما د بشري حقونو د برخې مسووله او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ استازې فیونا فریزر ویلي؛ په ځلونو قضایي سیستم د دې پر ځای، چې د قربانیانو په استازیتوب کار وکړي، بیا قرباني شوي دي. دا بهیر باید ودرول شي. باید جدي هڅې وشي، چې ښځې او نجونې عدالت ته لاسرسی ومومي او دا ډاډ تر لاسه کړي، چې قضایي سیستم یې ورسره ښه چلند کوي؛ عزت او کرامت ته یې درناوی لري.
یوناما دا وړاندیزهم کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون په چوکات کې د ټولو جرمونو د څیړنې او څارنې لپاره دې د چارواکو د واک پراخولو لپاره په قانون کې تعدیل رامنځته شي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
