لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو ته د چمتووالي لپاره انګلستان ته ورسېده
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه، پنځوس آووریزو سیالیو د چمتووالي لپاره د انګلستان برمنګهم ښار ته رسېدلې ده.
د سادات د څرګندونو له مخې، افغان لوبغاړي به د اګست تر لومړۍ نېټې پورې په انګلستان کې روزنیزې هڅې ترسره کړي او وروسته به د رسمي نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره ایرلنډ ته ولاړ شي.
ټاکل شوې، چې د دغې لوبلړۍ لومړۍ سیالي به د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د ایرلینډ په بریډي ښار کې ترسره شي.
د کرکټ مینهوال کولی شي دغه سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶ داکار ځوانانو المپیک سیالۍ خپروي
دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربهتوب یې د افریقا لویه وچه کوي.
آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال داکار ځوانانو المپیک سیالیو د ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرونو ځانګړي حقونه ترلاسه کړي دي.
دغه سیالۍ به د اوکټوبر له یودېرشمېې د نومبر تر دیارلسمې د سنګال په پلازمېنه کې ترسره شي. دا د المپیک لومړنۍ سیالۍ دي، چې کوربهتوب یې د افریقا لویه وچه کوي.
په دغو سیالیو کې به د څه باندې ۲۰۰ ملي المپیک کمیټو شاوخوا ۲۷۰۰ لوبغاړي ګډون وکړي. سیالۍ به په داکار، دیامناډیو او سالي ښارونو کې ترسره شي.
د سیالیو پروګرام ۲۵ سپورټي څانګې او د مډالونو ګټلو ۱۵۳ سیالۍ رانغاړي. لوبغاړي به په منډو، لامبو، باسکټبال، سوکوهنې، جمناسټیک، بایسکلځغلونې، غېږنیونې، جوډو، تورېوهلو، اووهکسیز رګبي او ساحلي والیبال کې سیالي وکړي.
د دغو سیالیو شعار« افریقا هرکلی کوي، داکار جشن نیسي» دی. دغه سیالۍ د ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د ښودلو، کلتوري تبادلې او د بېلابېلو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ملګرتیا د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېږي.
دغه راز د افغانستان له ۱۸ کلنو ټیټ عمره فوټسال ملي لوبډله هم د سیالیو له پیل مخکې د سنګال پلازمېنې داکار ته رسېدلې ده.
د افغانستان فوټبال فډراسیون ویلي، چې دغه لوبډله به د سیالیو له پیل مخکې شپږ ورځنی روزنیز کمپ ترسره کړي.
د آریانا ټلویزیون لهخوا د دغو سیالیو ځانګړې خپرونې افغان مینهوالو ته زمینه برابروي، چې د نړۍ د ځوانو لوبغاړو سیالۍ وګوري او په نړیوال سپورټي ډګر کې د هغوی له کړنو خبر شي.
آریانا ټلویزیون د دغو سیالیو له ټلویزیوني او ډیجیټلي خپرولو سره په افغانستان کې د نړۍ د مهمو سپورټي سیالیو پوښښ پراخوي او هڅه کوي، چې افغان لیدونکي له نړیوالې سپورټي ټولنې سره ونښلوي.
د داکار ځوانانو المپیک سیالیو پرانیستغونډه به د اوکټوبر پر یودېرشمه ترسره شي او سیالۍ به د نومبر تر دیارلسمې روانې وي.
مینهوال کولی شي د تازه خبرونو، معلوماتو او سیالیو د مهالوېش لپاره د آریانا ټلویزیون خواله رسنۍ وڅاري.
لوبی
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډله د فیفا نړیوال جام درېیمې درجې ته لار پیدا کړه
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام او فوټبال نندارې د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې سوډان ته درې پر یوه ماتې ورکړه او د شپږ لوبډلو تر منځ یې درېیم مقام خپل کړ؛ له دې سره یې د سیالیو درېیمې درجې ته لار وموندله.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
د هېواد تنکیو ملي لوبغاړو له دې مخکې هم سیرالیون او جیبوټي ته ماتې ورکړې وې.
روسیې د ډلې لومړی او ترکیې دوهیم مقام خپل کړی دی.
روسیه او ترکیه به پر ترتیب په لومړۍ او دوهیمه درجه کې سیالي وکړي؛ خو افغانستان به په درېیمه درجه کې د ټولیز لښتیلیک(جدول) د پنځهشپېتم او شپږنوییم مقام تر منځ د ځای خپلولو لپاره ولوبېږي.
د سیالیو راتلونکی پړاو به په حذفي بڼه ترسره شي او ټولې ۱۸۹ ګډونوالې لوبډلې به د خپلو وروستیو مقامونو د ټاکلو لپاره سیالي وکړي. ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د اوکټوبر پر دېرشمه پای ته ورسېږي.
آذربایجان د ۲۰۲۶ز.کال فیفا د ۱۵ کلنو ټیټ عمره فوټبال نړیوال جام او نندارې کوربه دی.
لوبی
ابومسلم فراه لوبډلې آریانا خوست ته یو پر صفر ماتې ورکړه
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په نههپنځوسمه لوبه کې د ابومسلم فراه لوبډلې د آریانا خوست لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د دوشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شوه، چې امید پوپلزي د لوبې په شلمه دقیقه کې د ابومسلم فراه د بریا ګول وواهه او خپلې لوبډلې ته یې درې امتیازونه وګټل.
له دې بریا سره ابومسلم فراه لوبډلې د ۲۸ امتیازونو پر لرلو د نومرو په لښتیلیک(جدول )کې خپل دوهیم مقام پیاوړی کړ.
په دې لوبه کې د آریانا خوست لوبډلې ۲۰ او ابومسلم فراه ۱۵ خطاوې وکړې. دواړو لوبډلو یو ـ یو کارنر ترلاسه کړ. د آریانا خوست لوبغاړي یو ځل او د ابومسلم فراه لوبغاړي دوه ځله په آفسایډ کې ونیول شول.
د آریانا خوست لوبغاړو دوه ژېړ کارتونه او د ابومسلم فراه لوبغاړو درې ژېړ کارتونه ترلاسه کړل. په دې لوبه کې کوم لوبغاړي سور کارت ترلاسه نهکړ.
د افغانستان د اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ د آریانا ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپرېږي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د فوټبال مینهوال کولی شي دغه سیالۍ وګوري.
-
لوبی2 days agoفضلالحق فاروقي په نړیوال۲۰آوریز لیګ کې د داوطلبۍ ریکارډ مات کړ او له اماراتو سره یوځای شو
-
لوبی4 days agoافغانستان زیمبابوې ته پر ماتې ورکولو د درېاړخیزو کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه
-
لوبی3 days agoآرمان افسي د دوه ناوخته ګولونو سره-سره له سرخپوشان خوافي ماتې وخوړه
-
لوبی3 days agoطوفان هرات آریانا خوست ته پر یو ګول ماتې ورکړه
-
Opinion3 days agoد چین کمونست ګوند د مرکزي کمیټې د شلمې دورې د پېنځمې عمومي غونډې په اړه هر اړخیزه تبصره
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان په بریدونو کې ۱۱۱۹ عامو افغانانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه2 days agoافغان او ترکمن استازي د هرات ګازنللیکې او د هغې د وېش پر پراختیا خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoعینو مېنه عمر ځواک ته ۵ پر ۴ ماتې ورکړه
