لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یوه ورځنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماتې وخوړله
دا لوبه د شنبې پر ورځ ( د لړم نولسمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دوهیمه یوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش پر وړاندې د ۶۸ منډو پر ټوپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه د شنبې پر ورځ ( د لړم نولسمه) د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې د افغانستان پر کوربتوب ترسره شوې ده.
د دغه لوبلړ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې او اوس دواړه لوبډلې ۱-۱ مساوي دي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
په پرونۍ لوبه کې (شنبه د لړم نولسمه) بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغې لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو ۲۵۲ منډې جوړې کړې.
د بنګله دېش لپاره د دې لوبډلې لوبډلمشر نجمالحسین شانټو وکړې تر ټولو زیاتې ۷۶ منډې وکړې.
د افغانستان په توپاچوونکیو کې ننګیالی خروټی د خپلو ملګرو پر پرتله ښه وځلید او درې ویکټې یې واخیستې.
په دوهیمه پاڼۍ کې د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او هیڅ یو لوبغاړی ونه توانید، چې پر ویکټو اخیستو راوڅرخیږي.
د افغانستان له لوري رحمان الله ګربز یوازې دوه منډې وکړې او ژر له لوبې ویستل شو.
یوازې رحمت شاه زرمتي د ۵۲ منډو پر جوړولو تر نورو ښه و او نور لوبغاړي په دې لوبه کې ښه نهول.
افغانستان په ۴۳.۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۱۸۴ منډې یې جوړې کړې.
ټاکل شوې دواړه لوبډلې د دوشنبې پر ورځ (د لړم یوویشتمه) د درې، پنځوس اوریزو لوبو په وروستۍ لوبه کې له یو بل سره مخ شي. د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د لوبلړ ګټونکې وي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه16 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ22 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
لوبی3 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
