Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان ګوښه‌کېدا د حل لاره نه‌ده – قطر

خپور شوی

د

د قطر د لومړي وزیر د مرستیال سلاکار ماجد الانصاري ويلي، د افغانستان ګوښه‌کېدا او انزوا د حل لاره نه‌ده؛ نړۍ باید د افغانستان له اسلامي امارت سره ښکېلتیا او تعامل ولري.

انصاري له المانیتور سره په مرکه کې ویلي، چې د پخواني حکومت له ړنګېدا او د اسلامي امارت له رامنځته کېدا راپدیخوا؛ قطر نړۍ ته د یوه منځګړي په توګه څرګنده کړې، چې د افغانستان ګوښه کېدا او انزوا د حل لاره نه‌ده او د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.

نوموړی ویلي: په افغانستان کې د حکومت له ړنګېدا او هلته د طالبانو د چارسمبالي حکومت ( اسلامي امارت) له جوړېدا راپدیخوا زمونږ اصلي اندېښنه دا وه، چې نورې نړۍ ته ووایو؛ مونږ د طالبانو ( اسلامي امارت) د منزوي کولو او د دوی پر ضد مو د جګړې هڅه کړې ده.

د انصاري د څرګندونو له مخې؛ دې [هیڅ] نه‌دی بدل کړي، په افغانستان کې یې د ښځو وضعیت ښه کړی نه‌دی، په افغانستان کې یې د رادیکالۍ وضعیت ښه کړی نه‌دی. د پرمختګ یوازنۍ لار ښکېلتیا ده.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د دې لپاره قطر ته اړین دی، چې دوحه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

نوموړي دا هم څرګنده کړې؛ مونږ پوره پوهیږو، چې د افغانستان وضعیت نن د نړیوالې ټولنې لپاره تعامل او ښکېلتیا ته داسې آسانه نه‌دی، چې له اوسني حکومت سره تعامل ولري؛ خو بشپړه ګوښه کېدا هم د حل لاره نه‌ده. دې کار ورنه‌کړـ کار به هم ورنه‌کړی او حکومت به تر فشار لاندې ونیسي. ګټه به نورو هغو دولتونو ته ورسیږي، چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو له بشري حقونو سره ډېره لیوالتيا نه‌لري. له همدې کبله، مونږ د منځګړي په توګه خپل دریځ ساتلی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې ډېر هېوادونه غواړي له اسلامي امارت سره اړیکي ولري؛ خو د سیاسي دلایلو له کبله نه‌غواړي، چې اړیکه ونیسي.

د اسلامي امارت چارواکو هم پر ځلونو له قطره مننه کړې، چې له نورو هېوادونو سره د خبرو اترو د بندو دروازو د پرانستلو لپاره منځګړیتوب کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: امریکا ځینو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي، چې په دې اړه راوړاندې شي؛ ځکه، چې د امریکا او نورو هېوادونو ترمنځ سیاسي ګټې شته او نه غواړي ځانونه په دیپلوماتیکه توګه ښکېل او له ستونزو سره مخ شي. همدا لامل دی؛ که نه، نو د افغانستان اسلامي امارت ټول هغه شرطونه پوره کړي، چې پر رسميت وپېژندل شي.

ویل کیږي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې د قطر په ګډون د سیمې د څه باندې ۱۴ هېوادونو دیپلوماټیک ماموریتونه شته او اسلامي امارت په دغو هېوادونو کې متقابل سفارتي حضور لري.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!