تازه خبرونه
د امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناهغوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.
د ټیکزاس ایالت د امریکا – اسلامي اړیکو شورا د امریکا د کډوالۍ په بند کې د یوه افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د هر اړخیزې او رڼې څېړنې غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ د امریکا د کډوالۍ او ګمرک مامورانو د روان کال د مارچ پر دیارلسمه افغان پناهغوښتونکی نذیر پکتیاوال نومی له خپل کور څخه بهر نیولی او یوه ورځ وروسته د مارچ پر څوارلسمه د بند پر مهال مړ شوی دی.
ویل کېږي، چې نوموړی له هغې وروسته ونیول شو، چې خپل ماشومان یې ښوونځي ته رسولي وه؛ خو همغه شپه په بندخونه کې له روغتیايي ستونزو سره مخ او بله ورځ چارواکو د هغه کورنۍ ته خبر ورکړ، چې نوموړی مړ شوی دی.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ پکتیاوال په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې وه. هغه د ۲۰۲۱ کال له بدلونونو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د پناهغوښتونکي په توګه امریکا ته لېږدول شوی و. نوموړی د څو ماشومانو پلار او د دالاس د افغان ټولنې یو پېژندل شوی غړی و.
د دې حقوقي بنسټ مسوولانو ویلي؛ د حکومت په بند کې د کسانو مړینه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي، چې ورته پېښې بیا تکرار نشي. دغه راز له امریکايي قانون جوړوونکو هم غوښتل شوي، چې د کډوالو د بند پر مرکزونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي او د دغه افغان پناهغوښتونکي د مړینې د لامل په اړه روڼ او روښانه ځواب وړاندې کړي.