Connect with us

تازه خبرونه

د بایدن څرګندونې په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو پرنه‌شتون اعتراف دی – اسلامي امارت

خپور شوی

د

د افغانستان اسلامي امارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړه؛ په افغانستان کې د القاعدې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایدن څرګندونې پر دې اعتراف دی، چې په هېواد کې هیڅ وسلهواله ډله نشته.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار تویت کړی: مونږ په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د نه‌شتون په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایدن څرګندونې د حقیقت درک بولو او په ډاګه کوو، چې دا څرګندونې په افغانستان کې د څه باندې شل وسله‌والو ډلو شتون او فعالیت ردوي.

هغه زیاته کړې: د اسلامي امارت پالیسي دا ده؛ هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر زیان وکاروي. په دې برخه کې زمونږ هڅې د امریکا په ګډون د هیچا د غوښتنې یا ملاتړ له کبله نه‌دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې روانه اوونۍ د امریکا د استخباراتو راپور؛ په افغانستان او نړۍ کې تر ۲۰۲۴ کال پورې د القاعدې لید لوري تر سرلیک لاندې، خپور شو.

د ملي استخباراتو د رييس لخوا، چې د امريکا د استخباراتو د ټولنې د مشر په توګه دنده ترسره کوي؛نه وایي، چې القاعده په افغانستان کې شتون نه‌لري، بلکې داسې وړاندويېنه کوي، چې القاعده به په افغانستان کې تر راتلونکیو دوه کلونو پورې د عملياتو د ترسره کولو لپاره د پټنځايونو جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.

په اړوند راپور کې راغلي: زمونږ ارزونه دا ده، چې القاعده په دې پړاو کې ځانګړی پرسونل، بېخبنا یا وړتیا نه‌لري، چې له افغانستان څخه امریکا ته یو ګواښ رامنځته کړي.

په سند کې د دې یادونه هم شوې؛ القاعده احتمال لري خپلو ځینو مشرانو ته پناه ورکړي او په افغانستان کې نور فعالیتونه لکه د رسنیو تولید، استخدام او د ترهګرو روزنه، چې په نورو هېوادونو کې بریدونه اسانه کوي.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعدې راتلونکی پر اسلامي امارت او پر هغو د محدودیتونو د لګولو پر وړتیا پورې تړلی وي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې القاعده په افغانستان کې لږې بېخبناوې لري؛ خو کولی شي په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو څانګو له وړتیاوو کار واخلي.

د جمعې پر ورځ ناوخته د امریکا ولسمشر جوبایدن په یوه خبري کنفرانس کې د دې راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ایا په یاد دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي؟ ما ویلي، چې القاعده به نه وي. ما وویل، چې دا به هلته نه وي. ما وویل، چې مونږ د طالبانو (اسلامي امارت) څخه مرسته ترلاسه کوو. څه شوي دي؟ څه خبره ده؟ خبرونه ولولئ. زه رښتینی وم.

بایدن له نور وضاحت پرته مطبوعاتي کنفرانس پریښود.

د واشنګتن دا راپورونه د ملګرو ملتونو د یوه وروستي راپور په پایله کې راغلي او ادعا یې کړې، چې ترهګر د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته د چالاکۍ زیاتې ازادۍ لري.

د راپور له مخې، له ترهګرو ډلو لکه القاعدې او تحریک طالبان پاکستان سره د اسلامي امارت اړیکې اوس هم پیاوړې دي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د ثبات، امنیت او د القاعدې د ماتې په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې د درک وړ ګڼي. د اسلامي امارت ویاند وايي، د افغانستان ټوله خاوره د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او د هیڅ هېواد امنیت د افغانستان له لوري نه ګواښل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور په غبرګون کې ویلي؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

ذبیح مجاهد وایي: د امنیت شورا د دا ډول یو اړخیز او بې بنسټه راپورونو خپرول نه یوازې د افغانستان او نړیوالې سولې او امنیت سره مرسته نه‌کوي؛ بلکې دا د خلکو اندېښنې زیاتوي او د ملګرو ملتونو خپلواکي او بې پرېتوب او اعتبار ته زیان رسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د بایدن څرګندونې ښايي د ملي استخباراتو شورا د راپور پر بنسټ شوې وي.

خلیلزاد د شنبې پر سهار په خپل تویت کې د دې راپور درې ټکي په ګوته کړل:

۱. القاعده په افغانستان کې لږې بېخبناوې لري.

۲. دا امکان نه‌لري، چې القاعده به تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان څخه بهر د فعالیت کولو وړتیا ترلاسه کړي.

۳. هرکله، چې القاعده پر نړیواله کچه د بریدونو پرېکړه وکړي؛ کولی شي په منځني ختیځ او افریقا کې د خپلو څانګو له وړتیاوو کار واخلي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د پالیسۍ پرله‌پسې بدلون له افغانستان څخه د ایستلو په بهیر کې ګډوډي رامنځته کړه او امریکا فرصت ونه موند، چې له خطر سره مخ افغانان وپېژني. ناسم مدیریت د دې لامل شو، چې کلیدي حقایق له پامه وغورځول شي؛ خو له افغانستان څخه مو درسونه زده کړل، چې مونږ به ترې په اوکراین، سودان او نورو ځایونو کې ګټه واخلو.

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading

تازه خبرونه

نړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

Published

on

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه لیکنه کې، چې د یکشنبې پر ورځ خپره شوې؛ خبرداری ورکړی: د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکېچونو زیاتوالی د دې خطر رامنځته کوي، چې روان وضعیت پراخې جګړې ته واوړي؛ خو نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره له دې سیمې سره بیا تعامل پیل کړي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې: نږدې پېنځه کاله د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا تېر شوي؛ خو د افغانستان په اړه د نړۍ د پاملرنې د کمېدا ترڅنګ دې رسنۍ پر ښځو محدودیتونه او د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د اړیکو خرابوالی ته هم ګوته نیولې ده.

د لیکنې له مخې: د پاکستان او اسلامي امارت تر منځ اړیکې له ۲۰۲۱ ز.کال راپدېخوا ډېرې خرابې شوې دي، ځکه اسلام‌آباد افغان چارواکي په خپله خاوره کې د دوی مخالفو وسلوالو ته پر پناه ورکولو او بریدونو تورنوي؛ خو دا ادعا تل اسلامي امارت رد کړې ده.

په وروستیو اوونیو کې تاوتریخوالی دومره زیات شوی، چې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له کبله د یو شمېر راپورونو له مخې له زر ډېر کسان وژل شوي او له سل زره ډېر نور بې‌ځایه شوي دي.

دغه راز له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه په کابل کې د روږدو د درملنې پر امید نومي روغتون د پاکستاني پوځیانو هوايي برید و، چې د افغان چارواکو پر وینا سلګونه کسان په کې وژل شوي دي.

ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې که تاوتریخوالی همداسې روان وي؛ نو ښايي د جنوبي او مرکزي آسیا ثبات له خطر سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د وسلوالو ډلو د فعالیتونو پر مرکز بدل شي.

دې ورځپاڼې د پاکستان پر پوځي پالیسۍ هم نیوکه کړې او څرګندوي، چې یوازې هوايي بریدونه د وسلوالو فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره بسنه نه‌کوي.

دغه راز له لویو قدرتونو لکه امریکا او چین څخه غوښتي، چې فعاله ډیپلوماټیکه ونډه واخلي.

همدارنګه، د چین سټراټیژیکو ګټو ته هم نغوته(اشاره ) شوې، چې بیجینګ کولی شي د منځګړي په توګه رول ولوبوي.

د سولې پخوانیو ناکامو هڅو سره – سره ورځپاڼې ټینګار کړی، چې د نړۍ بې‌پروايي او بې‌تفاوتي به سیمه له پوره خطرونو سره مخ کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!