نړۍ
د بریټانیا جنګي جټ الوتکو د ناټو په چوکاټ کې پر پولنډ دفاعي ګزمې پیل کړې
د بریټانیا دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: دوه ټایفون الوتکو د جمعې پر شپه د ختیځ انګلستان له یوې اډې څخه والوتې؛ پر پولنډ یې الوتنه وکړه او د شنبې پر سهار بېرته راستنې شوې.
د بریټانیا حکومت ویلي، چې د بریټانیا شاهي هوايي ځواک (RAF) ټایفون نومو جټ الوتکو د ناټو په چوکاټ کې پر پولنډ خپلې لومړڼی دفاعي ګزمې ترسره کړې.
د بریټانیا دفاع وزارت د څرګندونو له مخې: دوه ټایفون الوتکو د جمعې پر شپه د ختیځ انګلستان له یوې اډې څخه والوتې؛ پر پولنډ یې الوتنه وکړه او د شنبې پر سهار بېرته راستنې شوې.
دفاع وزیر جان هیلي ویلي؛ دغه هوایي ماموریت د تېرې اوونۍ “په اوکراین کې د ولسمشر [ولادمیر] پوتین لهخوا د ناټو د هوايي حریم د ترټولو مهمې سرغړونې په ځواب کې تر سره شو.” هغه زیاته کړې، چې دا الوتنې له ” دې روښانه پیغام سره مل شوې: د ناټو له هوايي حریم څخه به دفاع وشي.”
د سلطنتي هوايي ځواکونو مشر مارشال هارو سمیټ ویلي، چې جیټ الوتکې د ناټو د ختیځې څنډې په اوږدو کې له متحدینو سره یوځای فعالیت کوي.
هغه وایي: “مونږ چټک، یوموټی او چمتو یوو، چې د بریا لپاره د هوایي ځواک ننداره وښیو.”
انګلستان په داسې حال کې خپله کړنه ترسره کړې، چې د ناټو غړې ایسټونیا د جمعې پر ورځ پخپل حریم د روسیې لهخوا د ۱۲ دقیقو لپاره پر درې پوځي الوتکو د سرغړونې تور ولګاوه او دا یې “بې ساری او بې شرمه” یرغل بللی دی.
د بریټانیا دفاع وزیر جان هیلي دا عمل وغانده او دا یې په وروستیو ورځو کې د ناټو پر خاوره د روسیې درېیمه سرغړونه وبلله.
بریټانیا دا ژمنه هم کړې، چې د ۲۰۲۷ کال تر اپریل پورې به د دفاعي لګښتونو کچه د ناخالص کورني تولید ۲.۶ سلنه ته لوړه کړي. دا ګام واشنګټن ته ښیي، چې غواړي د اروپا ډلهییز امنیت پیاوړی شي.
نړۍ
د امریکا آیډاهو ایالت په سوداګریز مرکز کې ډزې؛ درې کسان ووژل شول
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د امریکا سیمهییزو چارواکو ویلي، چې د آیډاهو ایالت په ټوین فالز ښار کې د یوه سوداګریز مرکز دننه د ډزو په پایله کې درې کسان د بریدګر پهګډون وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، دا پېښه پر سیمهییز وخت(شنبه د غرمې شاوخوا ۲:۳۰ ) د یوې ګڼې ګوڼې لرونکې سوداګریزې سیمې په «ان-انډ-اوټ برګر» رسټورانټ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د ټوین فالز ښار د پولیسو رییس میټیو هیکس ویلي، بریدګر د وژل شویو کسانو له ډلې دی او د خلکو پر وړاندې ګواښ پای ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د بریدګر د هویت معلومولو او د ډزو د انګېزې د څېړلو په حال کې دي.
سیمهییزو چارواکو ویلي، لږ تر لږه دوه ټپیان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي؛ خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات ورکړ شوي نهدي.
له پېښې وروسته پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې او نږدې یو پل په لنډمهاله توګه تړلي او د ډزو په اړه څېړنې اوس هم روانې دي.
نړۍ
څار: له پاکستان څخه د منځنۍ آسیا او ایران لوري ته د سوداګرۍ بدلون
نړۍ
د ایران جګړې ته له امریکایانو څخه د ملاتړ کچه راټیټه شوې- نوې نظرپوښتنه
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
د رویټرز/ ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې؛ یوازې له هرو درې امریکایانو یو کس د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړ کوي، چې د دې پېنځه میاشتني کړکېچ له پیل راپدېخوا تر ټولو ټیټه کچه ښیي. ډېری ګډونوال څرګندوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې جګړې موخې بشپړې روښانه کړې نهدي.
دغه نظرپوښتنه د جمعې له ورځې تر یکشنبې پورې ترسره شوې او پایلې ښيي؛ ټرمپ ته د لېوالتیا کچه ۳۷ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې میاشتې پر پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي.
ټرمپ د جګړې لپاره بېلابېلې موخې یادې کړې دي؛ د بېلګې په توګه: د ایران د واکمنو پر ضد د ایرانیانو ملاتړ، د ایران د بالسټیک توغندیو وړتیا له منځه وړل او ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کول. د نظرپوښتنې له مخې: ۶۹ سلنه امریکایان د څلوېښت سلنه جمهوريغوښتونکو پر ګډون پدي باور لري، چې ټرمپ په ایران کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا موخې بشپړې روښانه کړي ندي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلز ویلي؛ ټرمپ خپلې پرېکړې د بدلېدونکو نظرپوښتنو پر بنسټ نهکوي او ټینګار یې کړی، چې ولسمشر به ایران ته هیڅکله د اټومي وسلې د ترلاسه کولو اجازه ور نهکړي.
د راپور له مخې: د روان کال د فبرورۍ له اتهویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیلو پر ایران بریدونه پیل کړل؛ د جګړې د ملاتړ کچه له ۴۰ سلنې ټیټه پاتې شوې ده. دا وضعیت د عراق او افغانستان له جګړو سره څرګند توپیر لري؛ ځکه د عراق جګړې په لومړیو میاشتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه او د افغانستان جګړې په پیل کې د امریکایانو نږدې ۹۰ سلنه ملاتړ درلود.
شنونکو ويلي، د جګړې پر وړاندې د خلکو ناخوښي د ټرمپ او جمهوريغوښتونکي ګوند لپاره د نومبر د منځمهالو ټاکنو په درشل کې سیاسي فشار زیاتوي؛ ځکه د کانګرس په دواړو جرګو کې د دوی اکثریت ډېر کمزوری دی.
تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه کسان په ایران او لبنان کې هم مړه شوي دي. جګړې د سونګ بیې هم لوړې کړې دي؛ د پټرولو بیه په امریکا کې له جګړې مخکې د هر ګیلن شاوخوا ۳ ډالره وه، خو اوس له ۴ ډالرو لوړه شوې ده.
د نظرپوښتنې له مخې؛ خپلواکه رای ورکوونکي د کانګرس لپاره د جمهوريغوښتونکو پر ځای د ډیموکراټ ګوند نوماندان غوره ګڼي. همداراز د اقتصادي سیاستونو په برخه کې هم ډېری خپلواکه رای ورکوونکي د ډیموکراټانو ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول ترسره شوې؛ ۱ اعشاریه ۲۴۶ امریکايي لویانو په کې برخه اخیستې او د خطا کچه یې درې سلنه ښودل شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoآلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
-
تازه خبرونه5 days agoپه پاکستان کې افغان کډوال«د نیولکېدا او ایستلکېدا» وېرې له روغتیایي ستونزو سره مخ کړي
-
International Sports4 days agoفیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام د ریکارډ جوړوونکو عملیاتو بېلابېل اړخونه څرګند کړل
-
تازه خبرونه4 days agoڅار: له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ
-
لوبی4 days agoنن ماښام د افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړنی اتل معلومیږي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoعمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه
-
لوبی4 days agoافغانستان له ایرلینډ سره د پېنځه یوورځنیو لوبو لړۍ پیلولو ته چمتو کیږي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه خیبرپښتونخوا کې پر امنیتي پوستې برید؛ ۱۵ کسان وژل شوي
