تازه خبرونه
د بشري مرستو احتمالي بندېدو له اقتصادي ستونزو سره مخ کورنۍ اندېښمنې کړې
له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو احتمالي بندیدو هغه کورنۍ اندېښمنې کړي، چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په دې وروستیو کې د خواړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر او یو شمېر نورو مرستندویه موسسو ویلي، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره بودجه نهلري او ښايي، چې مرستې د پام وړ کمې یا بیخې بندې شي.
د راپورونو له مخې؛ اته ویشت میلیون افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړ دي.
دې راپورونو له اقتصادي ستونزو سره مخ افغانان، چې ژوند یې د نړیوالو بنسټونو پر بشري مرستو پايي سخت په اندېښنه کې اچولي دي.
يو بېوزله کابل ښاري وايي: زمونږ ستونزې ډېرې دي، مونږ يو کيلو غوړي هم نهشو اخيستلاى.
یو بل بېوزله هېوادوال ويلي: له اسلامي امارت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې کار او بار وي او وخت ښه تېر شي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ويلي، د بشري مرستو بندیدل به د خلکو پر ژوند منفي اغېز وکړي.
هغه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې وساتي.
اقتصادي کارپوه سید مسعود په دې باور دي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو بندول به د بشري ناورین د پراخیدو لامل شي او ملګري ملتونه باید د وضعیت د څارنې او د مرستو د دوام لپاره پخپل وخت هڅې وکړي.
له دې مخکې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام څرګنده کړې وه، چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د دې پروګرام بودجه به په راتلونکیو درې میاشتو کې پای ته ورسیږي. همدارنګه اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه، چې په دوه زره درویشتم کال کې د غوښتل شویو پیسو ایله پېنځه سلنه یې له مرستندویانو ترلاسه کړي دي.
تازه خبرونه
فایننشل تایمز: جهان باید برای جلوگیری از جنگ تمام عیار افغانستان و پاکستان وارد عمل شود
روزنامه فایننشل تایمز در مقالهای که روز یکشنبه منتشر شد، هشدار داد که افزایش تنشها بین افغانستان و پاکستان خطر تبدیل شدن به یک درگیری گستردهتر را به همراه دارد و جامعه بینالمللی باید فوراً با این منطقه مجدداً وارد تعامل شود.
این نشریه خاطرنشان کرد که تقریباً پنج سال پس از بازگشت امارت اسلامی به قدرت، توجه جهانی به افغانستان تا حد زیادی کاهش یافته است. این نشریه محدودیتها بر زنان و وخامت روابط بین کابل و اسلامآباد را برجسته کرد.
طبق این مقاله، روابط پاکستان با امارت اسلامی از سال ۲۰۲۱ به شدت رو به وخامت گذاشته است چنانچه اسلامآباد مقامات افغان را به پناه دادن به گروههای شبهنظامی مسئول حملات در داخل پاکستان متهم میکند – ادعایی که امارت اسلامی آن را رد میکند.
هفتههای اخیر شاهد افزایش خشونتها، از جمله حملات هوایی و درگیریهایی بوده است که طبق گزارشها بیش از یک هزار نفر را کشته و بیش از صدهزار تن دیگر را آواره کرده است. یکی از مرگبارترین حوادث، حمله هوایی به یک مرکز ترک اعتیاد در کابل بود که به گفته مقامات افغان صدها نفر در آن جان باختند. این روزنامه هشدار داد که ادامه تشدید تنشها میتواند آسیای جنوبی و مرکزی را بیثبات کند و افغانستان را بار دیگر به مرکزی برای فعالیتهای شبهنظامیان تبدیل کند.
این روزنامه همچنان از پالیسی نظامی پاکستان انتقاد کرد و گفت که حملات هوایی به تنهایی نمیتواند به فعالیت شبهنظامیان پایان دهد.
این روزنامه از قدرتهای بزرگ، از جمله ایالات متحده و چین، خواست تا نقش دیپلوماتیک فعالتری ایفا کنند. همچنین به منافع استراتژیک چین در منطقه اشاره شده و پیشنهاد داده شده که بیجینگ میتواند به عنوان میانجی پا پیش بگذارد.
با وجود تلاشهای ناموفق گذشته برای صلح، فایننشل تایمز تأکید کرد که بیتفاوتی جهان خطرات بسیار زیادی به همراه دارد.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو په شبکو کې پر پانګونې ټینګار وکړ
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ټینګار کړی، چې د ښځو او نجونو د حقونو او روغتیا ساتنې لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی اړین دی او له حکومتونو او اړوند بنسټونو یې په دې اړه د عملي هڅو غوښتنه کړې ده.
ګوتریش په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی: ښځې او نجونې په هغو سیمو کې، چې د اوبو او حفظ الصحې خدمات ناکافي دي؛ ستونزې ګالي. ډېری یې اړ دي، چې له ناامنه امکاناتو کار واخلي؛ د اوبو له کبله د رنځېدونکو خپلوانو پالنه وکړي او د اوبو په راټولولو کې ساعتونه ولګوي او له زدهکړو او فرصتونو بې برخې شي.
ګوټرش د اوبو په اړه په سږنۍ څرګندونه کې «چېرته، چې اوبه بهېږي؛ هلته برابري وده کوي» تر سرلیک لاندې ټینګار کړی؛ اوبو ته د لاسرسي ښهکول کولی شي د جنسیتي برابرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.
هغه له حکومتونو وغوښتل، چې د خدمتونو د وړاندې کولو په ښه کولو، د کاري ځواک د ظرفیت پر پیاوړتیا او دوامدار تمویل د اوبو او حفظالصحې په شبکو کې پانګونه زیاته کړي.
هغه همدارنګه له پرمختللو هېوادونو وغوښتل، چې د ټکنالوژۍ، تخصص او بودجې پر وړاندې کولو د بنسټیزو سرچینو د جوړولو لپاره له دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوبو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ ویلي؛ ښځې باید د پرېکړو په بهیرونو کې برخه ولري، چې د اوبو سیسټمونه د ټولنې له اړتیاوو سره سم جوړ شي.
ګوترس ویلي، چې د اوبو کمښت کولی شي شخړو ته لمن ووهي؛ اوبه کولی شي همکاري او سوله هم پیاوړې کړي.
هغه وایي: “راځئ، چې په ګډه اوبه د جنسیت د برابرۍ لپاره پر یوه ځواک واړوو.”
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
-
څار5 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول5 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه23 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی23 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه22 hours agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ1 day agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
