نړۍ
د بهرنیانو د وتلو لپاره به د غزې او مصر ترمنځ سرحدي پوله پرانیستل شي
اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د غزې په جنوبي برخه کې کوم اوربند نه دی شوی. که څه هم د مصر امنیتي سرچینو ویلي، چې له محاصرې شوې سیمې څخه د بهرنیانو د وتلو او د مرستو رسولو په اړه هوکړه شوې ده.
د رویترز د څرګندونو له مخې، د حماس تر واک لاندې غزې بمبارد ټوله شپه روان و او اوسیدونکیو یې ویلي، چې دا په تېرو ۹ ورځو کې د جګړې تر ټولو سخت ګوزارونه ول.
په غزه کې د بشري ناورین له رامنځته کېدو سره سم دوه مصري امنیتي سرچینو ویلي، چې اسرائیلو هوکړه کړې، چې د غزې پر جنوبي برخې به بمبارد ودروي. هغو ویلي: تمه کیږي، چې د مصر تر کنترول لاندې رفح پوله بیا پرانستل کیږي او بهرنيو پاسپورت لرونکيو ته به د وتلو اجازه ورکړي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر په یوه بیان کې راغلي: اوس مهال په غزه کې د بهرنیانو د وتلو په بدل کې اوربند یا بشري مرستې نشته.
د رفح د لارې وضعیت اوس هم ناڅرګند دی.
اسرائیلي پوځ او په اسرائیلو کې د امریکا سفارت پهدې اړه کومه تبصره نهده کړې او د حماس چارواکو، چې یوه اوونۍ مخکې یې پر اسرائیلو توغندي توغولي دي، د اوربند پخلی نهدی کړی.
سیمې ته د مرستو رسولو لپاره دیپلوماتیکې هڅې، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلهوالو لخوا د اسرائیلو له برید وروسته، چې ۱۳۰۰ کسان په کې ووژل شول؛ د اسرائیلو تر سخت بمبارد لاندې دي.
اسرائیلو سخته کلابندۍ لګولي او د حماس د له منځه وړلو لپاره ځمکني برید ته چمتووالی نیسي.
د غزې چارواکو اعلان کړی؛ تر اوسه د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۵۰ کسان وژل شوي، چې یو پر څلورمه برخه یې ماشومان دي او شاوخوا لس زره نور ټپیان دي. نور زرګونه کسان ورک شوي او ګومان کیږي، چې تر خاورو لاندې وي.
په مصر کې له څو ورځو راپدیخوا د څو هېوادونو سلګونه ټنه مرستې بندې شوي، چې غزې ته یې په خوندي ډول رسولو او د رفح له لارې د یو شمېر بهرني پاسپورټونو درلودونکیو د ایستلو لپاره هوکړه کړې ده.
امریکا په غزه کې خپلو وګړیو ته ویلي؛ پولې ته دې ور نږدې شي، چې له سیمې ووځي. د امریکا حکومت اټکل کوي، چې په غزه کې د دوه ګوني تابعیت لرونکي فلسطینیانو شمېر له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د غزې د ۲.۳ میلیون نفوسو تر منځ دی او واشنګتن هیله لري، چې خپل ډېري وګړي له زیانمېدو لرې وساتي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد ایران د بندرعباس په یوه ودانۍ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله ۱۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
