تازه خبرونه

د بهرنیو مرستو د کمښت له کبله به نږدې ۱۲ میلیون کډوال له اړینو بشري مرستو بې برخې شي- م.م

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.

Published

on

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې نږدې ۱۱.۶ میلیون کډوال به له اړینو بشري مرستو بې برخې پاتې او ۱.۹ میلیون راستنېدونکي افغان کډوال د مرستو له کمښت وروسته کافي مرستې ترلاسه کولی نشي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د مرستو له چټک کمښت وروسته یو اعشاریه ۹ میلیونه راستندېدونکي کافي مرستې نه ترلاسه کوي او له ګاونډ هېوادونو یې غوښتي، چې په داسې حالت کې افغان کډوالو ته شا نکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو له جبري ایستلو څخه ډډه وکړي او له هغوي سره د بشري او نړیوالو اصولو له مخې چلند ترسره کړي.

دا نږدې درېیمه برخه هغه کډوال دي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له‌خوا خدمات ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د بهرنیو اړیکو د څانګې مشرې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د بهرنیو اړیکو د څانګې مشره ډومینیک هیډ وایي: ” د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې کډوال راستنېدو ته اړ کیږي او د دوی کوربه هېوادونه جبري دوی را باسي؛ وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا بېرته راستنېدنه په خورا لوی شمېر او سختو شرایطو کې ترسره کیږي؛  ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن کیږي او د مرستو وضعیت خراب دی. مونږ اندېښمن یوو، چې شاوخوا ۱۱.۶ میلیون کډوال اړینو مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړي. دا په دې معنا ده؛ د هغو خلکو درېیمه برخه، چې مونږ یې دمخه مرسته کوله نور به هیڅ شی ترلاسه نکړي.”

بل لورته، په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویاندې د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې ډاډ ترلاسه کړي؛ افغانستان ته د کډوالو ایستل پخپله خوښه، خوندي او له نړیوالو قوانینو سره سم ترسره شي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکې د سیمې حکومتونو ته ویلي، چې دوی باید په اوس وخت کې افغانانو ته شا نکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویانده راوینا شامداساني ویلي:«  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ له ټولو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د سیمې هېوادونه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو راستنېدل په خپله خوښه، باعزته او خوندي ډول او له نړیوالو قوانینو سره سم وي. په تېرو اووه میاشتو کې، شاوخوا یو اعشاریه ۹ میلیون کسان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. یوازې له ایران څخه، د کال له پیل راپدېخوا یو اعشاریه ۵ میلیون کسان راستانه شوي، چې ۶۰ سلنه یې جبري را ایستل شوي دي.”

دغه راز د بشري حقونو ساتونکي او ملګري ملتونه د سیمې له هېوادونو څخه له افغان کډوالو سره عادلانه او انساني چلند غواړي، افغان راستنېدونکي د راایستلو پرمهال له سختو شرایطو او ناسم چلند څخه شکایت کوي.

په داسې حال کې، چې د ایران ولسمشر تائید کړې؛ د افغان کډوالو د ایستلو په بهیر کې ستونزې شته، خو مسعود پزشکیان وایي: هېواد یې هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي، چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له درناوي سره ترسره شي.

Trending

Exit mobile version