Connect with us

تازه خبرونه

د تاتارستان یو پلاوی به کابل ته راشي

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

خپور شوی

د

د تاتارستان ولسمشر رستم مینیخانوف د “روسیه او اسلامي نړۍ” تر سرلیک لاندې د کازان د شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د رییس الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې وویل؛ له تاتارستان څخه به یو پلاوی کابل ته واستول شي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو سکټورونو کې اړیکې پراخې کړي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د مینیخانوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې اوسمهال په ځینو برخو کې له افغانستان سره سوداګري روانه ده؛ خو له دې وروسته دوی چمتو دي، چې د دې تبادلو کچه لوړه کړي.

په دې ناسته کې د کاماز موټرو تولیدي شرکت عمومي رییس ویلي؛ تاتارستان چمتو دی، چې افغانستان ته د کاماز باربري او اور وژنې موټرو صادرات زیات کړي او په دې برخه کې به له ولسمشر مینیخانوف څخه د افغانستان لپاره ځانګړې سبسایډي هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ هغه پلان لري، چې افغانستان ته د سفر پرمهال بازار وارزوي او بیا په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د تاتارستان د کرنې او خوړو وزیر په دې غونډه کې هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې له دې وروسته افغانستان ته د حلالو خوړو صادرات زیات کړي.

دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او همدارنګه په افغانستان کې د تاتارستان پانګوالو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر څخه د اسلامي امارت پلاوي ته د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم ته د بلنې له کبله مننه وکړه.

ملا عبدالغني برادر دا بلنه د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ګام وباله.

ملا برادر زیاته کړې؛ د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي خپلواکه، مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

هغه څرګنده کړې، چې د دې پالیسۍ پر بنسټ اسلامي امارت غواړي؛ له تاتارستان جمهوریت سره په ځانګړي توګه په افغانستان کې د پانګونې، انرژۍ، بېخبناوو او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه په ​​افغانستان کې وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او د تاتارستان له پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو استخراج او چاڼ په سکټورونو، ساختماني پروژو، اوسپنې‌پټلۍ او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

ملا برادر د کازان شپاړلسم نړیوال اقتصادي فورم د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله او څرګندوي، چې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو او نورو اقتصادي پروګرامونو د جوړولو لپاره هڅې وشي، چې په دې برخه کې له شته ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته شي.

ویل کیږي، چې ملا برادر د تاتارستان ولسمشر ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

تازه خبرونه

قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده رول لوبولی – امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

Published

on

 

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي؛ قطر د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې رغنده رول لوبولی او خپلې هڅې یې پرله‌پسې روانې ساتلې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیر خان متقي دغه څرګندونې نن( سې‌شنبه د چنګاښ نهمه ) په کابل کې د قطر دولت له سفیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او قطر اړیکې مثبتې او مخ پر ودې وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار څرګند کړ.

دغه راز د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د ګډو ګټو اړوند پر یو شمېر سیمه‌ییزو موضوعاتو هم د نظر تبادله شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ د قطر سفیر د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي او ژورې وبللې او څرګندوي، چې قطر د خپل منځګړي بهرني سیاست په چوکاټ کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او اړیکو له پراختیا ملاتړ ته ژمن پاتې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او د افغانستان د حاکمیت پر ملاتړ یې ټینګار وکړ

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني پوځي رژیم هوايي بریدونه غندلي او څرګندوي، چې دغو بریدونو د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

د یاد وزارت د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اقدام د افغانستان له حاکمیت ښکاره سرغړونه ده او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼل دی.

د خبرپاڼې له مخي؛ دغه بریدونه د پاکستان د «بې‌پروا چلند» دوام ښيي او دا ښیي، چې اسلام‌آباد هڅه کوي خپلې کورنۍ ناکامۍ په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې؛ ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او یو ځل بیا یې د افغانستان له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا څخه پخپل کلک ملاتړ ټینګار څرګند کړی دی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې؛ اوړمه شپه د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې یې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه ۳۶ ملکي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان دې د ملګرو ملتونو غوښتنې ته غوږ ونیسي او ډیپلوماسۍ دې غوره کړي

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

Published

on

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انټونیو ګوټرش له هغې غوښتنې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدا غوښتنه کړې؛ له اسلام‌آباد وغوښتل، چې ډیپلوماټیکو حل‌لارو ته مخه کړي.

خلیل‌زاد په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېدي او خپل اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان څو ځله ویلي، چې ډیپلوماټیکه حل‌لاره غوره بولي او د کړکېچ د کمولو لپاره یې څو وړاندیزونه هم کړي دي.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي پوښتنه کړې:« آیا په پاکستان کې واکمن جوړښت به د ملګرو ملتونو د سرمنشي غوښتنې ته غوږ ونیسي؟»

خلیل‌زاد د خپلې څرګندونې په پای کې لیکلي: «هیله لرم همداسې وشي، خو په دې اړه ډېر خوش‌بین نه یم.»

د خلیل‌زاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې راپورته کیږي، چې د پاکستاني پوځي رژیم له وروستیو بریدونو وروسته ملګرو ملتونو هم د تاوتریخوالي د سمدستي درېدا او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117