نړۍ
د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې ښايي دوهیم پړاو ته ولاړې شي
د رویترز د څرګندونو له مخې، د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ولسمشر طیب اردوغان د یکشنبې پر ورځ له خپل سیال کمال قلیچداراوغلو مخکې شو؛ خو هغه د ناتو د غړي هېواد د مشر په توګه د خپلې ۲۰ کلنې واکمنۍ د غزولو لپاره دغوڅ اکثریت پخپلولو بریالی نهشو.
که د ولسمشریزو ټاکنو دواړو نوماندانو د دوهیم پړاو ټاکنو د مخنیوي لپاره اړین ۵۰ جمعه یو سلنه رایې خپلې نکړې؛ نو دوهیم پړاو ټاکنې به د می پر ۲۸ ترسره کیږي.
قلیچدار اوغلو، چې ویلي یې دي په ټاکنو کې به بریالی شي؛ له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې د صبر او زغم لار خپله کړي او د اردوغان ګوند یې د پایلو په شمېرنه او راپور ورکولو کې په لاسوهنه تورن کړ.
اردوغان ویلي؛ مونږ دمګړۍ له خپل نږدې سیال څخه ۲ اعشاریه ۶ میلیون رایې مخکې یوو. مونږ تمه لرو، چې دا شمېر به له رسمي پایلو سره نور هم ډېر شي.
د ترکیې دولتي خبري آژانس اناتولیا راپور ورکړی، چې د نږدې ۹۷ سلنه صندوقونو پایلو له مخې اردوغان په سلو کې ۴۹ اعشاریه ۳۹ او د هغه سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۹۲ سلنه رایې ګټلي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې د ترکیې د ټاکنو کمیسیون اردوغان ته ۴۹ اعشاریه ۴۹ رایې شمېرلي. دا د ۹۱ اعشاریه ۹۳ رایو صندوقونه د شمېرلو پایله ده.
د ولسمشرۍ لپاره درېیم ملتپال نوماند سینان اوګان په سلو کې ۵ اعشاریه ۳ رایې خپلې کړي.
شنونکیو ویلي؛ د هغه دا بری پهدې پورې اړه لري، چې د کوم نوماند ملاتړ کوي؛ په دوهیم پړاو کې یو “پاچاجوړونکی” کیدی شي.
کیلیچدار اوغلو، په یوه وینا کې څرګنده کړې وه، چې د اردوغان ګوند له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو صندوقونو پر شمېرلو د ترکیې اراده له منځه وړي.
هغه وایي؛ تاسې نهشئ کولی پر اعتراضونو د هغه څه مخه ونیسئ، چې رامنځته کیږي. مونږ به هیڅکله پرې نهږدو، چې دا پر یوه ترسره شوي واقعیت واوړي.
د قلیچداراوغلو پلویان د بریا په تمه ول او د ترکیې د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک بیرغونه یې پورته کړل او ډولونه یې وهل.
رویترز راپور ورکړی، چې د ترکیې د راتلونکي ولسمشر ټاکنه به د دې هېواد په سل کلن تاریخ کې ترټولو غوره سیاسي پرېکړه وي، چې د ترکیې له پولو بهر به ښه وځلیږي.
د اردوغان بریا به ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې د اردوغان یو ښه متحد دی خوشاله کړي، خو د بایدن اداره او د اروپا او منځني ختیځ ډېر مشران، چې له اردوغان سره یې اړیکې خرابې وې؛ عصبي کړي.
د ترکیې تر ټولو اوږد خدمت کوونکي مشر؛ دا هېواد د ناتو غړی کړ او د اروپا دا دوهیم لوی هېواد یې پر نړیوال لوبغاړي بدل کړ. هغه د لویو پروژو لکه نويو پلونو او هوايي ډګرونو د جوړولو له لارې ترکیه عصري کړه او د بهرنیو هېوادونو لخوا یې د وسلو صنعت ته وده ورکړه؛ خو بې ثباته اقتصادي پالیسي یې د بحران او انفلاسیون کچه لوړه کړې او هغه یې د رای ورکوونکیو د غصې ښکار کړ.
دغه راز د ترکیې په جنوب ختیځ کې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې هم، چې۵۰ زره کسان په کې مړه شول؛ د هغه د حکومت ورو غبرګون رای ورکوونکي له خفګان سره مخ کړي.
قلیچدار اوغلو ژمنه کړې، چې له کلونو دولتي جبر وروسته به دیموکراسي راژوندۍ کړي او ترکیه به د ارتودوکس اقتصادي پالیسیو ته بېرته وررستنه کړي او هغه بنسټونه به پیاوړي کړي، چې د اردوغان په مشرۍ بې واکه شوي او دغه راز له لویدیځ سره کمزورې اړیکې هم بیارغول کیږي.
که اپوزیسیون واکمن شي زرګونه سیاسي بندیان او فعالان به خوشې شي.
نیوکه کوونکي وېره لري، چې اردوغان به د بلې دورې له ګټلو وروسته تر بل هر وخت زیات استبدادي حکومت وکړي. ۶۹ کلن ولسمشر، چې لسګونه ټاکنیزې بریاوې یې تجربه کړې؛ وايي: دیموکراسي ته درناوی لري.
په پارلماني رایو کې، د اردوغان اسلامپاله ګوند AKPد ډېرکي لرونکی دی.
د یادونې ده، چې که نوماندانو د ګټنې رایې خپلې نکړي؛ نو د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې به دوهیم پړاو ته ځي، چې دوه اوونۍ وروسته به د مې پر ۲۸ ترسره شي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
